fbpx
اندېښمن شینوارئ مقالې

طلوع/لمرتلویزیون او اراکوزیا راډیو یو سوداګریز/تجارتي اعلان دئ

یو چې له وطن څخه څوک لرې شي، بل د هېواد او د هېوادولو فکر شي نو هر سړئ په ډیرو تشویشونو او فکرونو سره لاس وګریوان شي. خو دا چې اوس د ټیکنالوجۍ دور دئ نو له وطن څخه لرې والې هم ډیر رانژدې شوېدئ ځکه چې تلویزیون، انټرنیټ او ددې اړونده نور وسائېلو له لارې کولې شو چې هره ثانیه او هره شیبه د نړۍ د ګوټ ګوټ له خبرونو څخه ځان باخبره وساتو.
هره ورځ مو زړه وي چې د خپل هېواد په اړه یو څه واورو، خبرونو وګورو، تفریحي پروګرامونه وګورو، ماشومان هم خپل مورنۍ ژبې تلویزیون وګوري تر څو خپله مورنۍ ژبه او خپل کلتور په اړه مالومات ترلاسه کړي مګر دا ارمان مو لاتراوسه نیمګړې دئ ځکه چې تلویزیونونه مو ټول د پردیو په بودیجه رامنځته شوي تجارتي/سوداګریز او څارګریز تلویزیوني چائېنلونه دي چې د خپل جیب د نفعې په خاطر ئې خپل هېواد پسې راخستې ده او ترهغه ئې نه پرې ږدي چې ترڅو د خپل هېواد، ناموس او حیا لمن پرسر راونه ړوي.
هره ورځ چې طلوع/لمر تلویزیون ګورم هلته د حکومت د مختلفو وزارتونو، ریاستونو لخوا اعلامیې خپرېږي چې د هر اطلاعیې په اخر کې طلوع/لمر تلویزیون خپلې اصلې څېرې څخه نقاب اوچتوي او په پوره بې شرمۍ سره د حکومت اعلامیې د سوداګریز/تجارتي اعلان په نوم سره خپروي. شاید تاسې ټولو به دې کار ته توجه کړې وي او یا هم نه البته دا د هېواد دننه د افغان حکومت پرضد ترټولو غټه دسیسه ده چې طلوع/لمر تلویزیون او اراکوزیا راډیو ئې په پوره سپین سترګۍ سره کوي.
د طلوع/لمر تلویزیون دغه ډول خبرې د افغان حکومت وجود په سوال کې راولي چې افغان حکومت شتون نلري البته افغان حکومت پخپله یو سوداګریز اعلان دئ. افغان حکومتي چارواکي دې د طلوع/لمر تلویزیون دغه ډول کړنو ته پوره پاملرنه وکړي او د هغوي څخه دې د خبرو وضاحت وغوښتل شي چې په کوم ډول باندې د افغانستان حکومت اعلامیې د سوداګریز اعلان په نوم سره خپرول کېږي.
د طلوع/لمرتلویزیون او اراکوزیا راډیو په اصل کې پخپله یو سوداګریز او تجارتي اعلان دئ او افغان حکومت ته هماغومره لوي سردرد دئ لکه څومره چې په روان ناورین کې طالبي ډلې ټپلې سردرد دئ. که حقیقت ووئېل شي نو طالبي ډله ټپله،طلوع/لمر تلویزیون او ارکوزیا راډیو واړه یوه پروژه ده. طالبې ډلې ټپلې مو نسل وژنه کوي او طلوع/لمر او اراکوزیا راډیو مو د ولس بې پتي او د کلتور وژنه کوي، د یو موجود او ولسواکه حکومت شتون او وجود په سوال کې اچوي پداسې حال کې چې نوموړې تلویزیون پخپله په افغان خاوره کې دننه شتون لري.