fbpx
مقالې

د پاکستان سټریټیجیک ډیپت څه شی دی؟

لیکوال افغان جرګه
کله چې د پاکستان له لورې په افغانستان کې د لاس وهنې خبره کیږي نو د (سټریټیجیک ډیپت) ټکی بیا بیا اورېدل کیږي. سیاسي کارپوهان وايي چې پاکستان له دې کبله د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهي او دغه هیواد ارام ته نه پریږدي ځکه چې دوی غواړي چې له افغانستان څخه د سټرېټجیک ډیپت گټې واخلي. د سټریټیجیک ډیپټ مانا پاکستان ته په دې ډول ده:
پاکستان له هندوستان سره د کشمیر په سر له لسېزو سیاسي او پوځي شخړه لري او د دواړو هیوادونو ترمینځ د جگړې خطر هر وخت موجود وي. خو حقیقت دا دی چې هندوستان له پوځي نظره درې چنده تر پاکستان پیاوړی دی، د هندوستان ځمکه پنځه چنده تر پاکستان پراخه ده، د هندوستان اقتصاد شل چنده تر پاکستان غټ دی، او اقتصادي وده یې څلور چنده تر پاکستان تېزه ده. نو په داسې حال کې پاکستان په هیڅ صورت له هندوستان سره پوځي سیالي نه شي کولای او د جگړې په ډگر کې څو ځله هندوستان پاکستان ته ماتې ورکړې ده. په ١٩٧١ کې خو یې پاکستان په دوو برخو وویښلو.
له نورو نمگړتیاوو سره سره، د پاکستان تر ټولو لویه کمزوري د زمکې کم وسور دی. پاکستان له لویدیځ نه ختیځ ته اورږ غزېدلی دی خو له شمال نه یې د جنوب لور ته بر ډیر کم دی. پاکستان داسې ویره لري که چیري هندوستان له جنوب ختیځ څخه په دوی برید وکړي نو په ډیر لنډ وخت کې به شمالي سرحدونو ته ځان ورسوي. په دې صورت کې پاکستان د خپل سټراټیجیک ډیپت تگلارې ته اړتیا لري. مانا دا چې دوی به په منډه د ډیورنډ تورې کرښې پورې غاړه د افغانستان غرونو ته ځان رسوي، او له هغه ځای به له هندوستان سره جگړه کوي.
د تورې کرښې پورې غاړه په افغانستان کې به دوی هله پناه اخیستی شي، او د ددغه هیواد غرونه د مورچل په حیث کارولای شي چې په کابل کې د پاکستان یو دوست حکومت ناست وي. په کابل کې د افغانانو په خوښه د پاکستان دوست حکومت ځکه نه شي جوړېدلای چې افغانان د پاکستان او افغانستان تر مینځ توره کرښه په رسمیت نه پېژني او د پښتونخوا سیمه د افغانستان برخه گڼي. پاکستان ته یواځینۍ لاره دا پاتې ده چې په زور او چل ول په کابل باندې د خپلې خوښې حکومت وتپي او دا رنگه نه یواځي د هندوستان خلاف خپلې گټې خوندي کړي، بلکه د کابل لخوا د پښتونخوا د خپلواکۍ غوښتنه هم د تل لپاره مړه کړي.
دغه مقصد ته د رسېدلو لپاره پاکستان د خپلې کلنۍ بودیجې یوه لویه برخه د اسلامي ډلو ټپلو په جوړه ولو او د هغوی په پیاوړي کولو لگوي، ځکه چې د پاکستان پوځ ددې توان نه لري چې په یو وخت پاکستان یومټی وساتي، په هیواد کې دننه ملتپاله ډلې له مینځه یوسي، د بیلتون غوښتنې یې مړې کړي، د هند لخوا د برید مخنیوی وکړي، په کابل کې خپلې خوښې حکومت جوړ کړي او د افغانانو له زړونو د ډیورنډ د تورې کرښې خلاف نفرت ورک کړي. ددغو ټولو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره د پاکستان پوځ له اسلامی ډلو ټپلو مرسته اخلي او پټ او په ښکاره هغوی روزي، پیسې ورکوي او گوانډیو هیوادونو ته یې د وران کارۍ لپاره لیږي، او دننه په پاکستان کې ملتپاله مشران، په تېره پښتانه ملتپاله مشران ډیر په بې رحمۍ ورباندې وژني. په تېرو درو څلورو کلونو کې په زرهاوو پښتانه مشران د پاکستان د سټرټیجیک ډیپت د تگلارې قرباني شوي دي. د وژل شوو بلوڅ ملتپالو شمیر هم څه کم نه دی. بلوڅان په دې خوشبخته دي چې مذهبي ډلو ډیره وده نه ده پکې کړی، خو د پاکستان پوځ او ملېشو د بلوڅانو د وژلو دنده په خپل لاس کې اخیتسې او ډیر په بې رحمۍ یې وژني او بیا یې مړی د سړکونو په غاړه غورځوي.
د پاکستان له وحشت ډکه دغه د سټراټیجیک ډیپ تگلاره تر هغو پای ته نه رسي ترڅو چې پښتنو ددې مخنیوی په خپله نه وي کړی. د پاکستان ددغې کرغیړنې او پښتون دوښمنې پروژې د مخنیوی لپاره د لر او بر پښتانه مشران باید یوه لویه جرگه وکړي او پرېکنده گامونه اوچت کړي چې نور د پاکستان د گټو لپاره پښتنو وینه تویه نه شي، د پښتنو کورونه، ښوونځي، جماتونه وران نه شي، او پریږدي چې پښتانه په سیمه کې له سیالانو سره د سیال په حیث ژوند وکړي.