fbpx
مقالې ناشنا شینوارئ

د پښتون ټولوژنه او پښتون چوپ دی

د پښتون تاریخ ډیر سپین او ځلاند دی چې د خپلواکی او ولسواکی لپاره یې څومره قربانی ورکړي خو ماسره غټ سوال دا دی چې په یویشتمه پیړۍ کې چې د انټرنیټ او تیکنالوجی پیړۍ ده او پښتون چوپ دی. دا ولی؟
د پښتون ټولوژنه په دې پیړۍ کې د مزهب په جامه کې ډیره پیر، ملا، مجاهد، تالیب په ډیر سپین سترګی وکړه او کوي یې او دپیر،ملا، مجاهد او تالیب تر شا د پاکستان پوځ ولاړ دی او د پاکستان پوځ تر شا امریکا او ناټو ولاړه ده.
ډیر کلونه وشو چې پښتون په مرموزه ډول وژل کیږي خو پښتون خپل وژونکی نه پیژني داولی؟
په رښتیا سره دا پښتانه چې ډیر وژل شوي د پیر، ملا، مجاهد او تالیب په لاس یا نوم وژلي شوي او ډیری وخت همدوي په زغرده دا خبره هم کړې چې دا مونږ وژلی اوس سوال دادی چې ولی دوي وژلي؟ څوک پوښتنه هم نشي کولای. که چوپ پاتې شوې سبا تا او ما هم وژني خو بیا هم چوپ دي دا ولی؟
تر کومه چې د پښتون ټولوژنې خبره ده نو پیر، ملا، مجاهد او تالیب هم پښتون دی هغوي هم وژني خو نوبت به یې ورستی وي خو وژني یې خپل ورور لومړی پرې وژني چې ښه کمزوری شي.
د ملتپالو ګوندونو دا خبره مې ډیره خوښه ده چې ورور مې لیونی شوی زه هم ځان لیونی کړم یا د ولسمشر کرزي دا خبره چې سوله زرور ده تالیب زمونږ ورور دی.
پښتانه باید ملتپانې لپاره له هر څه تیر شي چې ټولوژنې ېې پاې ته ورسیږي.
یوازینی لار ملتپالنه ده په ملتپالنې ملت جوړیږي چې ملت جوړ شي ملیتونه هوسا کیږي او هیواد جوړیږي.