fbpx
اندېښمن شینوارئ مقالې

ساده شېخان

او بیا یو څو شیخان ول چې اوس اوس له غره څخه سمې ته راښکته شوي ول، هر څه ئې چې لیدل نو حېران او ګوته په خوله ول، وخت ډیر نه ؤ تېر شوې شېخانو فکر وکړو چې بس دنیا لدې هغې خوا نوره نشته، خو دا چې شېخانو مخکې په غرونو او غونډیو کې ژوند کولو نو پخوا به ئې فکر کولو چې په خدای ژوند همدا دی.
شیخانو بغدادي قاعده، قنز، او قودري هم د کلي جومات ملا څخه لوستلې ول، داسې ئې انګېرله چې د الازهر مفتیان دي. شیخان چې ساده خلک ول ډیر نه پوهېدل صادق او رښتیني ول، په یو داسې چا واوښتل چې په تندیو کې ئې تورې تورې ټاپې(خاپونه) هم وي، د تندي تورو خاپونو خلکو داسې خوږې او پستې خبرې کولې چې د هر تر کاڼي سخت انسان زړه ته ئې هم لاره پېدا کوله. شېخان لاړل د تورو تندېو په ډله کې ورننوتل. دا چې شېخان ساده پاده خلک ول نو د تندي تور خاپ خلکو په خبرو تېروتل او ملاتړي ئې شول. ساده پاده شېخانو ته به وئېل کېدل چې دوي ته خدای پېسې ورلېږي او هماغسې لکه د یو معجوزې په څېر به کېدل چې د شپې لخوا به ددوي کټونو سرونو ته پېسې اښودل کېدې. شیخانو د نوې ډلې سره د لږ وخت له تېرېدو ورسته ووئېل شول چې د خدای په لاره کې به کورونه پرېږدې او ستاسې د کورونو ساتونکې او محافظ خدای دی. شیخانو چې په زړه کې ئې یو ویره ننوتې وه او د هغې دنیا د حورو او علمانو کیسې به ورته د ورځې پنځه وخته کېدې، د خپل کور د څلورو دیوالونو ترمنځ خپلې خړې پړې حورې هېرې کړې او د هغې دنیا په لټه کې شول. شیخانو چې لمړې کورس ئې درې ورځې او دوهم کورس ئې څلوېښت ورځې دوام درلود، له هغه وروسته ورته سند ورکړل شو چې اوس نورو ته هم وعظ او نصېحت کوې.شېخانو فکر وکړو چې ګنې اوس خو له الازهر نه هم خبره ورتېره شوه، ساده شېخانو ټاپې پېدا کړې چې څوک به ئې لیدلو نو کافر او مسلمان کولو ئې. سلسله روانه وه روانه وه تردې ورسېده چې ټاپو ئې کور هم ور وران کړو مګر د پکې څه حاصل نه کړل. هر چاته به ئې د یهودیت، عیسویت، هندویزم او د نورو مذهبونه پرضد خبرې کولې مګر خبر نه ول چې د ساده شېخانو یخ و بیخ د همدې مذهبونو د خیرات له فنډ څخه ورکول کېدو.
وختونه تېر شول، خلکو فکر کولو چې شېخان به یو ورځ پوي شي مګر شېخان نه پوهېدل، له یوې ورځې تر بلې زیات بنسټپاله کېدل. د ټولنې خلکو چې په اول سر کې ورسره ډیرې شکونه ول مګر د وخت په تېرېدو سره چې یو کار ډیر تکرار راتکرار شي نو خلک هم ورسره بلد شي، او هم ئې هغه شته شکونو ورو ورو د منځه ولاړ شي او دوي هم دې کار ته مخه کړي. د بدبختې خبره دا وه چې پدې ټولنه کې چې هرچا د ساده شېخانو ددې کار مخالفت کولو نو هغوي په سل ګونو بدو بدو نومونو ونومول شول، ترور شول، بې کوره شول او ځنې خو بیخي دغه ټولنه ورته پرېښوده چې پرېږده چې همدا شېخان له همدوي سره جوړېږي.
نن سبا ساده شېخان تر ټولو قوي ځواک دی، د شېخانو انتر منتر له افیمو له نشې څخه هم قوي دې. که یو ځل څوک د شېخانو د افیمو چې د عیسویت او یهودیت د خېرات په مټ رامنځته شوې اچار دي، که څوک هم پدې اچارو اخته شوېدي د هغوي علاج هېڅ ډاکټر او طبیب نشي کولې.
جاري………..!