fbpx
ساهو برلاس سیمه او افغانستان

هلمند او وروستې پېښې

لیکوال ساهو برلاس
امريکا جنګ د القاعده په ضد پئيل کړی. هاغه وخت يې ويل چې طالبان خو هيڅ زور نه لري. نه وسله، نه نړيواله مرسته، نه ښه پلان، نه شه مسلکي روزنه. (د طالبانو په اړه د دوی ټولي خبري هاغه وخت هم سمي وې، اوس هم سمي دي بې له دې چې جهاني مرسته نه لري).
اوس چې له دې سيمي د دوی د وتلو وخت رانيږدې کيږي طالب بيا زورور کيږي. د هلمند جګړه څه کوچنۍ خبره نه ده. دومره طالبان، دومره درنه وسله، دومره مقاومت، دا بې د امريکا له مرستي هيڅ امکان نه لري. دوی غواړي چې په دې پلمه هم دلته و اوسي. طالب د دوی د ګټي يو شی دی نور هيڅ نه. دا کار يواځې د پاکستان په مرسته هم نشي کيدای. پاکستان پخپله خپل پوځ ته د درې مياشتو تنخا نشي ورکولای نو دومره اوږد مهالي جګړې به څنګه کوي؟
د اولس مشر دا دريځ د ستايلو دی چې دا جګړه به افغان ملي اردو پخپله کوي. دا به نه يواحې دا چې زموږ باور پخپلو موټو ټينګ کړي، د نړيوالو دسيسو مخ به و نيسي.
که څه هم د نړيوالو ځواکونو ايستل، په اوسني وخت کې زموږ د توان کار نه دی، خو د بيا همکارۍ لپاره جدي شرائط وړاندي کول اړين دي چې تر ټولو لومړی بايد دا وي چې د ترهګرۍ په ضد جنګ دي په اصل ځای (پاکستان) کې وشي.