fbpx
ساهو برلاس مقالې

پښتون ليډرشپ

لیکوال ساهو برلاس

۱. چې کله دوی جهاد کولی مشرانو ورته چغي وهلې چې مه کوئ. دا د پردئيو جنګونه مه کوئ. پردی اور خپل کور ته مه راوړئ دا به مي کور و سوځوي. دوی به ويل کافران دي جهاد نه مني.

۲. چې کله دوی پاکستان هماري جان نعرې وهلې نو مشرانو ورته ويل چې دا پاکستان به مي و خوري. په بازار کې به تاسو ليلام کړي. خپل تاريخ، خپل کلتور ته مخ کړی، پردئيو ته شا کړی. دوی به ويل چې دا غداران دي
۳. مشرانو به ورته ويل راشی سره جرګه شو. “د قام ناتار په قام راګرځي” دومره غم يواځې محمود او اسفنديار ستاسو له سره نه شي اړولی. دوی به ويل نه تاسو پخوانی سياست کوئ. موږ نوی بدلون غواړو.
اوس چې بې کوره، درپدره خاک پسر په کيمپونو کې پراته دي وائي زموږ مشران چرته دي.
مشران اوس هم ستاسو په انتظار ناست دي. مشران د قام او اولس په زور مشران وي. د جادو غوندي قوت د هيڅ انسان سره نشته چې يو سړی يواځې راپورته شي پنجاب درته دړي وړي کړي، امريکا برباد کړي، “چـــــو” کړي نو تاسو ته بنګلې و دروي.
د قام ودانېدل د اوږدې مودې پروسه ده، د ټول اولس د موټو په زور کيږي. د دوو، درو سړيانو کار نه دی. اوس هم هيڅ نه دي شوي. که اوس هم موږ لاسونه سره ورکړو. د څو ورځو خيرات، سخات، انځورونه مو خطا نه کړي موږ اوس هم بايللی جنګ ګټلی شو.