fbpx
کوزه پښتونخوا مقالې

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند امدادي کيمپ او د ملګرو خبرې

لیکوال افغان جرګه
ګيګياڼئ: ستړئ مه شې؟
مندوخېل:پخير څنګه يي ګيګياڼيه، ډېر خوشاله راته ښکارې؟
ګيګياڼئ:ما درته ويلي وو چي شرط مه راسره ږده ګټم يي ماښام دي وليده څنګه مي شرط وګټو۔ بابا مونږ سره شرطونه مه ږده مونږ پيران يو۔۔! 
مندوخېل: ياره که ميسي هغه پلېنټي نه وائ مس کړې بيا دا شرط ما نه شو بايللئ۔ خو منم دي ځکه چي هغه لاهور فټبال کلب ته دي څومره زورور ګول ورکړ بس دا خو نو زما يار يي۔ خو زه اوس هم دا وايم چي دا نړيوال کپ به له برازيل څخه اخر هم ارجنټاين وړي۔ او ستا پرتګال به په خالي لاس کور ته روان وي۔
ګيګياڼئ: ياره هغه ورځ هم پېښور فټبال ټيم په هغه ګول وګټلئ ګني دا تور مخي خو پوځيان هم دي ډيړه تياري لري۔ او پاته سوه داچي ته بيا راباندې شرط لګوې۔
ځه راشه چمبه يي کړه دانړيوال کپ به هم زما د خوښې ټيم پرتګال ګټي۔
شړق(د خپړې غږ)
مندوخيل: درځه چي په دې شرط کښې د شيرپاو پراټې درباندې وخورم۔ بس والا صبر مونږ درسره ځو تر دې سپين جمات پورې.
او دواړه بس ته وختل۔
ګيګياڼئ:مونږ لوستونکي يو لس روپئ واخله او هاغه هلک(مندوخيل) هم راسره دئ هغه د ځاجي صاب پر څنګ چي ناست دئ۔
بس والا: ځوانه د سکول وخت تېر دئ دا وخت پوره کرايه اخلو ، لس نورې راکړه له صدر څخه تر سپين جمات پورې ۱۰،۱۰ روپئ کرايه ده۔
ګيګيانئ: ياره لوستونکئ خو هر وخت لوستونکئ وي سکول په وخت کښې هم او ماجيګر ماښام هم۔ دا واخله ۔۔!
ګيګياڼئ ډير خواشينئ وو او د بس کلېنډر ته يي بدبد کتل او سوکه يي له ځان سره څه وييل۔
مندوخيل چي د ګيګياني دا خواشينې څهره وليده او راغلئ په خوا کښې يي کښيناستئ ۔
مندوخېل: ياره دا خوار غريب خلګ دي له سهاره تر ماښامه يي دغه ناري دي دوئ هم شوق لري خو مجبوره دي کور ساتي مزدوري کوي۔ ما او تا مست خلګ يو يوه زمه وارري نه لرو۔او بيا پر دي خوارانو خپل زړه خالي کوو دا ډير چپ کار دئ۔
دا دئ سپين جمات راغلئ۔ دلته لږ ودرئ مونږ دلته کوزېږو۔
ګيګيانئ: ياره دا وګوره دا څه دي چي د لارې په غاړه دې خلګو کوټه جوړه کړي ده او دا خلګ ګوره څومره رش يي پر جوړ کړئ دئ۔ دا څنګه بېرغ دئ او دا د څه دومره لوئ لوئ انځورونه يي جوړ کړي دي۔
مندوخيل: ياره دا بېرغ خو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند دئ او دا ځوانان خو هغه د پوهنتون لوستونکي دي د پښتونخوا سټوډنټس ارګنايزيشن ملګري۔ ما په پوهنتون کښي ليدلي دي خو شناخت نه ورسره لرم۔ دا خو يي د کډوالو انځورونه دي راشه ته دا بېنر وګوره څه يي پر ليکلي دي۔
ګيګياڼئ: دا د پښتونخوا سټوډنټس ارګنايزېشن نوم خو ما اورېدلئ دي او ګوند کم ګوند دئ نوئ جوړ شوئ دئ که څه؟
بېنر خو دا دئ دلته لګيدلئ دي۔
“امدادي کيمپ؛ د شمالي وزيرستان بي کوره او غم ځپلئ اولس ستاسو د مرستې په هيله دي”
په شمالي وزيرستان کښي بيا د څه ناورين جوړ دئ دې ډرون خو قسم دئ چي شمالي وزيرستان يي ټول کډو ته مجبور کړو
ياره مندوخېله! ته خو بيا هم کله کله خبرې اورې زما په خيال” دا امريکه کافره خو اسلام ته ډيره لويه مسله ده دوئ دا چالاکي کوي چي په دي روزو کښي يي دا مسلمانان کډو ته مجور کړه چي دوئ به ګرمي ووهي او روزې به وخوري۔ ايمان به يي کمزورئ سي بيا به که خير وو دا وطن ولوټې” خو هاهاهاها۔۔۔۔! دوئ هم مسلمانان او بيا په تيره پښتانه لکه چي سم نه پيژني په والله چي مړه به سي خو ايمان به يي کمزورئ نه سي۔
مندوخيل: ياره ګيګياڼيه ستا داسې تجزيي خو زما فکر راګډوډ کړي۔ امريکه دومره نه ده فاريغه چي دوزيرستان خلګ له اسلام څخه واړوي او ولې يي واړوي هغه بل څه کار نه لري۔ او بل دا د وزيرستان خلګ د ډرون له لاسه نه دي کډه سوي دا څه ورځې وړاندې د پاکستان ٖفوځ او حکومت دواړو په شريکه دا فيصله وکړه چي په منځنۍ پښتونخوا او په خاصه توګه شمالي وزيرستان کښي به فوځي اپرېشن کوي او وايي چي دلته به دوئ بهرني ترهګر ووژني۔ نو دا څه ورځي مخکښي هغه اپرېشن شروع سو او د وزيرستان خلګو دا دئ خپل کلئ وطن، کور ګودر، فصل پټئ، مځکه اديره، لنډه دا چي هر څه يي پريښوول او لاړل د پښتونخوا وطن په نورو ښارونو کښې لکه بنو، ديره،لکي مروت، ژوب، کرک، کوهاټ او پيښور کښې يي پناه واخسته۔
ګيګياڼئ: ياره خو دې عمران خان به وييل چي دا امريکه ډرون حملي کوي او نه دا راته ووايه دا بهرني ترهګر څوک دي چي پاکيستان د دوئ پرخلاف اپرېشن کوي۔ او بل ته څه وايي دا د پاکيستان فوځ او حکومت خو ښه کار کوي چي دا خلګ ختم کړي وزيرستان به له دي ناورينه خلاس شي۔
مندوخېل: ياره ګيګيانيه نن هغه عمران چيرته دئ هغه سراج الحق او فضل رحمن چي وييل به يي دا طالبان دي او مونږ ددوئ ملګري يو دوئ شرعي نظام غواړي نن د وزيرستان په دي سخته ورځ کښي ولې ورک دي۔هاغه ددوئ پر ملګرو نن پاکستان فوځ اپرېشن کوي نن ولې څه نه وايي۔ او د دې ټولې نړۍ ترهګرو ته دي پاکستان دلته په منحنۍ پښتونخوا کښې پناه ورکړه او روزنه يي ورکړه او په افغانستان او نوره نړۍ کښې يي لاس وهنې په کولې۔بس څه به درته ووايم دا ډيره لويه لوبه ده خو پښتون سر نه خلاسوي۔ دا خلګ(ترهګر) تر اوسه پاکيستان ولي روزل دا خلګ (ترهګر)دې منځنۍ پښتونخوا ته چا راوستل، دې خلګو(ترهګرو) ته دومره خطرناکه اسلحه چا ورکړه۔ او دا چا دومره زورور کړل چي په وزيرستان کښي خلګ د دوي له لاسه حلاليدل خو دوي څه نه سو کولائ۔ دا بهرني ترهګر تر اوسه پورې دپاکيستان اثاثه وه۔ خو نن د دوئ پر خلاف اپرېشن کوي۔
ګوره ګيګياڼيه ما او تا خو لوستونکي يو او لوستونکئ د ټولنې تر ټولو با شعوره انسان وي۔ خو ما اوتا نن هم د فټبال په نړيوالو لوبو خبر يو خو خپل قام خپل اولس خپل وطن مو په کم ناورين کښي پروت دي په دې نه زه خبر يم او نه ته۔
ګيګياڼئ: ته راځه چي په دي کېمپ کښې له ملګرو سره ووينو له دوئ سره به خبري وکړو اوس لا دا دئ چي خلګ کم سو۔
ستړي مه شئ ټول؟
ځوانان: مه خوارېږئ الله مو راوله راسئ دلته کښېنئ۔
مندوخيل: مونږ خو په دې لاره تېرېدو ستاسو کيمپ مي وليدو او غوښتل مو چي له تاسو سره خبري وکړؤ زه فاروق يم مندوخيل ېم د ژوب۔ او دا زما ملګرئ شفيق ګيګياڼئ د چارسدي دئ۔ تاسو خو په پوهنتون کښي وينم خو داسي ناسته مو نه ده شوې۔

ښه ډېر ښه۔ اباد اوسئ
زه ګل مرجان وزير يم دپښتونخوا مېپ غړئ يم۔ فواد داوړ ، عبدلحئ وزير او طارق وزير زما کليوال دي۔اسحاق باچا زمونږ د کراچۍ ملګرئ دئ۔ اصف د لکي مروت، مالک ډاډمن د ژوب ، سليم يوسفزئ دسوات او ناست ملګري تول د پښتونخوا سټوډنټس ارګنازېشن ملګري دي۔
ګيګياڼئ: ژوندي مو خداي لره۔
خو دا په وزيرستان بيا څه سخته پېښه شوي ده او تاسو د دي کېمپ له لارې له دوئ سره څنګه مرسته کولائ شي۔
ګل مرجان: وروڼو زمونږپه ټؤل پښتونخوا وطن کښي له هرې خو اور بل دئ او وزيرستان هم له ډيره وخته په دي ناورين کښي ډوب دئ۔پاکيستان د ټولې نړئ ترهګر دلته منځنۍ پښتونخوا ته د اربو په مرسته دلته راوسته او دوئ ته يي ټرېننګ ورکړ زمونږ په وطن کښې يي ټريننګ سنټرونه ورته جوړ کړه۔ په هغو کښي يي ارب، ازبک، چيچن ، تاجک او پنجابي طالبان وروزل او د طالبانو په نامه ي مختليفې ډلې په کښې جوړې کړې۔ په ساړه جنګ (کولډ وار) کښي ټولې نړئ پاکيستان ته پيسې او اسلحي ورکولې چي روس ته ما ته ورکړي خو زمونږ لوئ کور افغانستان يي تباه کړ۔د پاکيستان ټولو مذهبي مدرسو طالبانو د افغانستان په نړولو کښي پوره پوره برخه واخسته افغانستان يي تر اخره دي ته نه پرېښوو چي يو جمهوري پاچاهي جوړه کړي او د دې ټولي لوبي مشري پاکيستان کوله۔ بيا د وخت له تېرېدو سره په پاکيستان کښي ناامني خوره شوه دلته بيا د پښتانه په وطن د اور لمبې ولګېدي پېښور يي تباه کړ۔ کويټه يي تباه کړه۔ منځنۍ پښتونخؤا يي په غم اخته کړه په کراچئ کښي پښتانه وزل د پښتون کاروبار ته زيان رساوه۔ د پښتانه وطن تعليمي اداري يي ړنګې کړې۔زمونږ په دې اوسنيو حالاتو کښې جنازه، حجره۔ کلي، ښارونه ،لارې کوڅې،تعليمي ادارې ،جماتونه هيڅ هم نه دي محفوظ۔
هغه ترهګرچي دوي روزلي وو مونږ يي په خوار او زار کړو،اوس يي په شمالي وزيرستان کښي فوځي اپريشن شروع کړ د تر هګرو په خلاٖف خو د خلګو کورونه يي پکښي وران کړۀ خلګ يي ووژل زما او ستا د وطن پتمنې مېندي خوندې، ماشومان او سپين ږري يي په داسي ګرمۍ کښې مجبور کړۀ چي خپل وطن پرېږدي۔ نن په لکهونو پښتانه افغانان بي کوره ، غم ځپلي په يوه او بل در ګرځي۔
په دغه ډبې کښي خپلي پيسې واچوه۔ ډيره مننه۔ وزيرستان زما او ستا د مرستې په هيله دئ(ګل مرجان و يوه سړي د مرستې په ځواب کښې ډاډ ور کوې)
ښه۔۔۔۔۔! نو مونږ دلته هم امدادي کيمپ جوړ کړئ په بنو کښې هم زمونږ ګوند امدادي کيمپو نه جوړ کړي دي مونږ دلته مرستې ټولوو او بيا بنو کښې زمونږ د ګوند د بنو مشر ملک شوکت په لاس دغو کډوالو ته ورکوو۔
مندوخيل هم چي خبري واورېدي ګيګياڼي ته يي کتل او دواړو ځان ملامته ګڼلئ چي دوئ په داسې حال کښي چي د وزيرستان پښتانه افغانان په څه ناورين اخته دي او له دوئ سره د نړېوال فټبال لوبو غم دئ۔
دوئ لا سرونه کښته کړي وو چي يو سپين ږيرئ کېمپ ته په را ننوتو يي خبرې شروع کړې ټولو د سپين ږيري په خوا وروکتل۔
“ياره تاس د دې وطن اتلان يئ په تاس به دا وطن وياړي۔ په دي ټول پېښور کښي مي دا ستاس د دې کېمپ په ليدو سترګې سړې شوې۔ دا زړه مي خوشال شو چي نه ۔۔۔۔۔۔! دلته هم پښتانه ژوندي دي۔ دوئ اوس هم د قام غم د ځان غم بولي۔دوئ اوس هم له هر پښتانه سره په غم شريک دي۔نو دا اولس به ولي په داسې ګوند باور نه کړي۔چي نن د پښتون قام په ښه را نه شي۔ نن د پښتون افغان په غم غمجن نه شي۔ هغه نه د دې وطن مالک دئ، نه د دې وطن پالونکئ دئ، هغه زما مشر نه دئ، دغه غړيالي ځوانان د دې وطن د دي قام سترګې دي۔ دا زمونږ مشران دي۔ زه ستاس تر ګوند ځار شم ستاس تر مېړانې ځار شم تاس د پښتون افغان شمله اوچته ساتلي ده۔ تاس په دې وطن ننګ کړئ دئ۔ تاس د دې خاورې اتلان ياست۔ محمود خان اڅکزئ زنده باد، ژوند ژوند د خان شهيد لښکره”
کاکا تاس زمونږ د قام پت ساتلئ دئ تاس د دي وطن د ننګ شمله ياست راشه کښينه۔۔۔۔۔۔۔۔!
فواد داوړ ملګري دا سپين ږرئ ته ډاډ ورکړ او په څوکئ ئئ کښناوؤ
د سپين ږري دي خبرو خدائ سته ټول ملګري ډير خوشاله کړه د ټولو په مخونو کښې يوه نوې جزبه پيدا شوه
ستړئ مه شې اصغر خان پخير راغلې په باجوړ کښې خو څه پېښه نه وه ۔
اصغر: نه غل مرجان په کلي وطن کښي خو بس امن دئ خو زه پاروند خبر سوم چي ګوند په پېښور کښي امدادي کيمپ لګولئ دئ زه راغلم چي کار وکړم او دي کډوالو له مرستې را ټولې کړم۔ اصغر له ملګرو د کيمپ حال وکړ او له ملګرو سره ته يي وييل چي بس همت به کوو د وزيرستان اووه لکهه پښتانه زمونږ په هيله دي مونږ به سبا په چوک يادګار بل امدادي کيمپ لټوو او د ګوند له ډاکټرانو ملګرو سره مي هم حال شوئ دئ هغه نن بنو ته ورسېده او هلته يي خپل کيمپ ولټاوه۔ مونږ به له پېښور څخه دوئ له دوا او نغدې مرستې ورلېږو۔
خلګ ډلې ډلي راتله او نغدې مرستي يي کؤلې دپښتونخوا ايس او ملګري هر چا ته پورته کيدل هر کلئ يي کاوه هغه سپين ږيري غږ وکړ چي د نغدو مرستو وس مي نسته دا مي له وسه پوره ده چي نن به د قام په غم کښې ټوله ورځ د دې ګوند له ملګرو او ځوانانو سره په دې غښتلي کېمپ کښې تېروم۔
اصغر :ملګرو له خپلو ټولو ملګرو سره تماس ونيسئ او او کيمپ له يي را وغواړئ۔ په بنو کښي ملګري ډير همت کوي دا کډوال يي په خپلو کورونو کښي ځائ کړي دي۔ او خپلي حجرې يي ورکړې دي ټول پښتونخوا وطن له وزيرستان سره په غم ورګډ او دړدمن دئ مونږ ګوند او تنظيم ټول ملګري زمونږ د دې قام د سر سترګي دي تاس دا څو ځوانان به دا همت کووئ چي نور ملګري را پيدا کړئ او د وزيرستان د دي ځپلي اولس په دې سخته ورځ په کار ورشو او بيا د قام پر سر ننګ وکړو۔
ګيګياڼئ او مندوخيل چي د پښتنو افغانانو دي جذبې ته کتل ددوئ په زړونو کښي هم د قام مينه زياتيده او غوښتل يي چي په يو غښتلي قامي تحريک کښې د ټول پښتون افغان قام د مسلو د حل يو غښتلې مبارزه پييل کړي ۔
ګيګياڼي په کيمپ کښي لګيدلي دوه انځورونو ته ځيرځير کتل او مندوخيل ته يي غلي غوندې وييل چي دا سپين ږيري سړئ څوک دئ په دي انځور کښې۔ او دا بل سړئ مي ليدلئ دئ خو سم يي نه پېژنم۔
مندوخيل: دا دويم خو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر دئ، نوم يي محمود خان اڅکزئ دئ ۔ د کيمپ ټوم ملګري ډېر ځيرک وو هغوئ دوئ ته کتل او د دوئ خبري يي اورېدلي۔
عبدل الحئ وزير: دغه خان شهيد اودل سمد خان اڅکزئ دئ زمونږ د ګوند بنسټ يي ايښئ وو نن دهغه د کاروان مخکښي محترم مشر محمود خان اڅکزئ کوئ۔ دا زمونږ بېرغ دئ۔ دا زمونږ د ګوند منشور او ايين کتاب دئ دا درسره واخلئ او زمونږ د ګوند په هدف او د پښتون افغان وطن او اولس لپاره غوښتني يي وګورئ۔ او له مونږ سره په دې مبارزه کښې د دې لښکر برخه شئ۔
دوئ حيران شو چي ددوئ دا سوکه خبرې يي څنګه و اوريدلي ۔
او دواړو د ګوند منشور او ايين واخست۔ او له ملګرو سره يي خبري پييل کړي چي دوئ به خامخا له تاسو سره پوره پوره په دې کيمپ کښي ملګرتيا کوي او هره ورځ به دکېمپ له ملګرو سره په کيمپ کښي حاضري کوي۔
مندوخيل سمدستي مائک ته لاس کړ او اعلان يي شروع کړ
“د شمالي وزيرستان د غم ځپلي او بې کوره اولس له ټولو پښتنو افغانانو د مرستې هيله کوي۔له تاسو ټولوته خواست کوو چي خپلې مرستې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند وه امدادي کېمپ ته ورکړئ”
“ډير ژوند ولرې بريالئ اوسې د قام حق دي پر ځائ کړ”
ګيګياڼئ يوه مرسته کونکي ته ډاډ ورکړ۔

ماښام چي دواړو له ټولو ملګرو څخه رخصت واخست او روان سوو
ګيګيانئ: نن ورځ مو د قام په ننګ تيره کړه نه پوهېږم دننه په وجود کښي يو خوند او خوشالي محسوسوم۔ او زه نن پوه سوم چي ملتپالي او وطنپالي څه ته وايي۔
او بيا دواړو سره خندل او په تياره ماښام يي د شيرپاو پراټي يي وخوړي او يو بل ته يي بيا شرط کښېښود چي د قام په غم به تل شريک اوسي او سبا به د پښتونخواميپ په امدادي کېمپ کښې د پښتونخوا ايس او له ملګرو سره د خان شهيد پر فلسفه د محترم مشر محمود خان اڅکزي تر مشري لاندي د پښتونخوا سټوډنټس ارګنايزيشن پر غښتلي فورم خپله قامي مبارزه پييل کوي۔

فاروق مندوخيل
ارباب روډ، پېښور
۲۴ جون ۲۰۱۴