fbpx
پښتیان مقالې

په بدخشان او بوکوحرام کې کوم څه مشترک دي؟

لیکوال پښتیان
د تېرې پېړۍ په اتيايمه لسېزه کې چې کله مجاهدينو په افغانستان کې – جهاد – پيل کړ، نو دا زما پوخ باور دئ چې په سل کې ننيوي – مجاهدين – به په دې خبر هم نه وو چې په نړۍ کې د سلواډور په نوم کوم هيواد شتون لري. شايد نن به هم ډېر لږ افغانان د دې هيواد له نامه سره بلد وي. بلدتيا اړينه هم نه ده، ولې چې سلواډور نومې هيواد له افغانستان سره نه کوم ژبنی، نه کلتوري، نه تاريخي، نه جغرافيايې يووالی او نه هم کومه ګډه پوله لري. دا هيواد له افغانستانه شاوخوا اته زره کيلومېټره لرې په سويلي امريکا نومي لويه وچه کې موقعيت لري. د دې هر څه باوجود کوم څه چې افغانستان او سلواډور په يوه رشته سره تړي، هغه دئ – کورنۍ جګړه او تاو تريخوالی –. د افغانستان په شان په سلواډور نومې هيواد کې هم کورنۍ جګړه په 1979 کې پيل سوه. که څه هم د دې دواړو هيوادو د کورنيو جګړو او تاوتريخوالي لاملونه، کردارونه، پايلې او زيانونه له يوه او بله ډېر بېل وو خو بيا هم تاريخ پوهان او سياست پوهان دا دعوا کوي چې په دې دواړو هيوادو کې روانې جګړې په اصل کې يوه جګړه وه.
همدا ډول د کيوبا او وېټنام نومي هيوادو تر مېنځ مځکنی واټڼ شاوخوا لس زره کيلومېټره دئ. کيوبا د شمالي امريکه په لويه وچه کې او وېټنام په ختېځه اسيا کې موقيعت لري. په دې دواړه هيوادو کې هم صرف او صرف يک يو شی مشترک دئ او هغه دئ– جګړه او تاوتريخوالی– چې په دې دواړه هيوادو کې په يو وخت پيل شو. که په ځير ورته وکتل شي د وېټنام او کيوبا جګړو له يوې او بلې سره هيڅ کوم تړاو نه درلود. د وېټنام سياسي ستونځې بېلې او د کيوبا بېلې وي خو بيا هم تاريخ پوهان او سياست پوهان د کيوبا او وېټنام جګړه د يو – سترې جګړې – دوې وړې پېښې شمېري.
دا – ستره جګړه – د نړۍ په تاريخ کې د – سړې جګړې ليا Cold War – په نامه يادېږي. سړه جګړه د شوروي اتحاد او د امريکا د متحده ايالاتو تر مېنځ د نړۍ پر وسايلو د قبضې استعماري جګړه وه. د سړې جګړې په جريان کې د نړۍ په بېلا بېلو کونجو کې شاوخوا 84 جګړې وسوې. که څه هم د دې ټولو جګړو لاملونه او کردارونه له يوې او بلې ډېر بېل وو مثلا په دې کې يو شمېر جګړو د ملتپالۍ بڼه درلوده، نيمې د بنسټپالۍ پر نامه وې، د يو زياته شمېر جګړو لامل سوشيالسټي فکر وو، يو شمېر د خپلواکۍ او ازادۍ لپاره وې، د نورو لاملونه بيا کودېتاوې، انقلابونه، ټولوژنې او بل څه وو ليکن بيا هم د نړۍ ټول سياستپوهان او تاريخ پوهان پر دې همغږي دي چې دا ټولې جګړې په اصل کې د شوروي اتحاد او د امريکا د متحده ايالاتو تر مېنځ د روانې سړې جګړې وړې وړې برخې وې.
د نړۍ پر وسايلو د قبضې دې خونړۍ لوبې شاوخوا 46 کاله دوام وکړ او نزدې څلوېښت ميليونه (40, 000, 000) انسانان يې شومه سول. د انسانيت د تاريخ دا توره نيمه پېړۍ هغه وخت پای ته ورسېدې کله چې شوروي اتحاد په 1991 کې ټوټې ټوټې شو او امريکا د نړۍ يواځنی ستر عسکري او اقتصادي ځواک پر ډګر پاته سو.
په ښکاره خو دا – سړه جګړه – د شوروي اتحاد له ټوټې کېدو سره سر ته رسېدلې بريښې، ليکن ښايي ډېر خلګ له دې ناخبره وي چې د دې سړې جګړې تر ختمېدو شاوخوا يوه لسېزه لومړي نړۍ په يو بله داسې – سړه جګړه – کې ښکېل سوه چې توښ يې نن انسانانو احساسول پيل کړی دئ. دا دومه سړه جګړه هغه وخت پيل سوه کله چې په 1982 کې چين له نړۍ سره د سوداګرۍ لپاره خپلې مدام تړلې دروازې پرانستلې او يو داسې اقتصادي تګلاره يې خپله کړه چې له ورايه دا برښېده چې تس په څو لسېزو کې به چين د نړۍ تر ټولو ستر اقتصادي ځواک جوړ سي. د چين وړيا انرژۍ، وړيا مزدور او د يو نيم مېليارډ وګړو منډۍ د نړۍ د سترو سترو فابريکو او کمپنيو پام ځانته واړولئ. د امريکا او اروپا هغه سترې سترې فابريکې او کمپنۍ کومو چې د امريکا او اروپا د پرمختګ او شتمن ژوند تر شا مهيم رول درلود، دې ته و هڅولې شوې چې په اروپا او امريکا کې خپل ټول اپريشنز و تړي او چين ته کډه بار کړي. په تېرو پنځوسو کالو کې چې دې کمپنيو له نورې نړۍ کومه شتمني ځوېښله او د امريکا او اروپايې هيوادو خزانو ته يې اچوله نن هغو ټولو فابريکو او کمپنيو د خپلو شتمنيو ورخونه د چين و خزانه ته سم کړئ دئ. له چين سره سره هند او د اسيا يو شمېر نور هيوادونه چې د اروپايې استعماريت له کبله له يوه او بله بېل سوي وو دې ته اړ سوي دي چې خپلمېنځي واټڼو له مېنځه يوسي او د اروپايې ټولنې په شان يو اقتصادي ساحه پرانېزي. دې فکر او مفکورې امريکا او اروپا سخته وار خطا کړې ده او پايلې يې دا دي چې دومه نړيواله سړه جګړه نوره هم توده سوې ده.
په اقتصادي ډګر کې امريکا او اروپايې هيوادونه له چين سره د سوداګرۍ په ډګر کې د سپينې او روڼې سيالۍ وړتيا ولې نه لري دا يو بېل موضوع دئ. خو دمګړۍ امريکا او اروپايې هيوادو د چين د ګړندي پرمختګ او د اسيايې هيوادو د نزدېکت په وړاندې د خنډ اچولو لپاره يو ستره – لوبه – روانه کړې ده. دا ستره لوبه په اصل کې هغه – پراخه جګړه – ده کومه چې د نړۍ په هغو هيوادو کې پر بېلا بېلو نومو روانه ده کوم چې په دې لوبه کې څه نه څه مهيم رول لوبولای سي. په تېره هغه هيوادونه چېرته چې چين پانګونه کړې ده او ليا د پانګونې نيت لري. دا جګړه له جاپانه بيا د سويلې امريکې تر چلي هيواده پورې خپره ده. د لومړۍ سړې جګړې په شان دا جګړه هم پر وړو وړو جګړو مشتمله ده. بلکل لکه څنګه چې يو عادي انسان ته د شوروي اتحاد او امريکې تر مېنځ د روانې سړې جګړې د وړو وړو پېښو تر مېنځ کوم يووالی نه ښکارېدئ هم دا ډول په ښکاره د دې نوې سړې جګړې د وړو وړو پېښو تر مېنځ کوم تړاو نه برېښي ليکن رښتيا دا دي چې دا ټولې وړې وړې جګړې په اصل کې د هغې سترې دومې سړې نړيوالې جګړې برخه دي کومه چې امريکا او اروپايې هيوادو د چين او نورو اسيايې هيوادو د پرمختګ په وړاندې د خنډ اچوولو لپاره روانه کړې ده. مثلا په ښکاره خو د بوکو حرام لخوا د تېښتول شويو دوه سوه نجونو او د بدخشان پر يمګان ولسوالۍ باندې د تاليبانو د بريد تر مېنځ کوم تړاو نه ښکاري ليکن دا دواړه پېښې د دې نوې سړې جګړې برخه دي کومه چې امريکې او اروپايې هيوادو د چين په ضد روانه کړې ده.
همدا ډول به ډېر خلګ د اوکراين د تاوتريخوالي او په نورستان کې د يوې ترهګرې ډلې لخوا د بلې ترهګرې ډلې د وګړو په دار کولو او د مصر د پخواني لوی درستيز فتح السيسي لخوا د اخوان المسلمين د ختمولو د ژمنې تر مېنځ کوم يووالی نه ښکاري ليکن رښتيا دا دي چې دا دواړه پېښې هم د هغې پراخې سړې جګړې برخه دي کومه چې امريکې او اروپايې هيوادو روانه کړې ده.
همدا ډول د برتانيې په سر ښار لندن کې د الطاف حسين نومي پاکستاني سياستوال او د چين په ژنجيانګ ايالت کې پر يو سوداګريز مرکز د ترهګريز بريد تر مېنځ کوم يووالی نه برېښي ليکن دا يو دردونکی حقيقت دئ چې دا دواړه پېښې هم د دې نوې سړې جګړې دوه چالونه دي چې امريکا او اروپايې هيوادو د چين په ضد وچلول.
لنډه يې دا چې د نړۍ دوه ستر اقتصادي او عسکري ځواکونه يو ځل بيا له يوه او بل سره لاس اوګرېوان دي. د دې جګړې لپاره چې کوم ډګرونه ټاکل سوي دي متاسفانه په هغو کې يو د خپلواکه او محکوم افغان خاوره هم ده. داسې برېښې چې دا ځل به دا جګړه اوږده سي، شايد ډېره اوږده سي. په دې نوې جګړه کې بې طرفه پاته کېدل شونی نه دئ. نه پوهېږم چې موږ افغانانو په دې نوې جګړې ځانته کوم رول ټاکلئ دئ؟؟؟ ايا د تېرې سړې جګړې په شان به موږ په ناپوهي کې د يوه ليا بل هيواد د ګټو قرباني کېږو او که به دا ځل د خپلې ګټې ساتو؟؟؟