fbpx
ساهو برلاس مقالې

پښتو د پښتنو پيژندګلوي

لیکوال ساهو برلاس
سائنس پوهان وائي چې په کائنات کې تيارې سوړي Black holes هم شته چې د يو ستوري له مرګ څخه جوړيږي. دا تيارې سوړي ګوره چې څومره مزکي وخوري.
د ژبي مرګ هم داسي وي. قامونه ورسره مړه شي. د قام هويت فنا شي. يو کلتور خاوري شي. د هيواد پولي ورسره بدلي شي. د قام فکر بدل شي. د ژوند د سختو شيبو سره د مقاومت احساس مړ شي.
د يونيسکو د يو راپور له مخې د نړۍ ډيري ژبي به په راروانو درې لسيزو کې مړې شي. دا ژبه څنګه مړه شي؟ دا د يوې ورځې کار نه دی. د ژبي مرګ ډېر په څوکه روان وي او بيا يو وخت راتلونکي خلګ پوهـ شي چې پخوا يوه ژبه ويل کېدل، چې اوس نشته.
د ژبي مرګ له دې پئيل شي چې سپين ږيري، سپين سري په يوه ژبه خبره کوي او ځوانان په بله ژبه. دا ځکه چې د زدکړي نصاب بدل شي. دويم لامل د نړۍ چټک پرمختګ دی. هره ورځ نوي پلټني نوي ايجادات کيږي چې د روستو پاتې قومونو پکښې هيڅ رول، برخه نه وي. دوی هم هغه نومونه کارول پئيل کړي کوم چې ورته بل قام ايښي وي. نوي لفظونه له ځان سره نوی کلتور هم راوړي او فکري بدلون هم راولي. لکه انټرنيټ. نه يواځې په کلتور اغيز وکړ، فکري لاري هم ورسره بدلي شوې.
د ژبي د مرګ دريم لامل کلتوري يرغل دی چې په نني وخت کې، ستر ځواکونه يې په شعوري يا لاشعوري توګه کوي. همداسي و دې يرغل ته کمزوري قامونه ماته هم په شعوري يا په لاشعوري توګه مني. انټرنيټ، رسنۍ، د مزل کولو چټکي سپارلی، واټنونه دومره سره نيږدې کړل چې نړۍ يې په يو کلي بدله کړه. په کلي کې د يو و بل څخه اغيزمن کېدل اړين وي. لکه څنګه چې په کلي کې د خوار خبره څوک نه اوري هم داسي په نړۍ کې د خوار قام خبره نه منل کيږې.
د ژبي د پرمختګ لوی لامل اقتصاد دی. چې کله يوه ژبه د اقتصاد، لا د اقتصادي ګټي ژبه شي، خلګ يې زدکړي ته اړ (مجبور) شي. پرمختللی اقتصاد د زدکړي ادارې ټينګي او پراخي کړي. دا ادارې د اقتصاد د لا پياوړي کولو لپاره نوي ايجادات پئيل کړي او داسي ژبه د نړۍ و هر کونج ته ورسيږي.
د زورور اقتصاد لپاره (په اوسني وخت کې) دولت/رياست مهم رول لوبوي. که خلګ خواره واره وي، د پرمختګ لپاره يو ټولنيز پلان نه وي، دولت کمزوری وي نو داسي ټولۍ راپورته شي چې واک په لاس کې واخلي. د داسي کوچنئيو ټولئيو ترمنځ د ګټو شخړه راشي او دا شخړي دومره ډيري وي چې ټولنيز، سياسي او اقتصادي ژوند ته ستر ګواښونه پېښ کړي. په داسي ټولنه کې د ژبي د پرمختګ خوبونه ليدل، د ليوني خوب دی.
د ژبي پرمختګ کې پوهان، شاعران او اديبان ستر رول لوبوي. د نړۍ هره ژبه داسي خلګو ژوندۍ ساتلې. پوهان، شاعران او اديبان د نړۍ د نورو ژبو ادبيات او تاريخ مطالعه وکړي، لوړ آثار خپلې ژبي ته وژباړي، خپل تخليقي صلاحيت د ژبي د پرمختګ لپاره په کار راوړي او ژبي ته نوی قوت ورکړي. هم داسي عربيانو وکړل چې يوناني علوم يې وژباړل نو د صحرا د شډلو خلګو ژبه د نړۍ سياله ژبه شوه. هم داسي لويديځ چې کله بيا د ژوند ساه اخيسته نو عربي کتابونه يې خپلو ژبو ته وژباړل.
که پښتو سره مينه لرو، که رښتيا په ويره کې يو چې پښتو ورکه نه شي، موږ ورسره ورک نه شو نو پښتو ته داسي کتابونه به ارومرو ژباړو چې نړيوال ارزښت لري. سائنس او فلسفې ته به پام اړوو. او دا ټول ځان ته په هلو ځلو نه کيږي. د دې لپاره غښتلی او پياوړی دولت اړين وي. د خپلواک افغان دولت، له آمو تر اباسينه، زموږ د راتلونکي يواځينی ساتندوی دی. چې افغانستان نه وي، خپلواکي نه وي، پرمختګ نه وي نو خدای مه کړه پښتو او پښتون به هم نه وي.