fbpx
تحقیقي مقالې ساهو برلاس مقالې

زما له بې پلوه سړي څخه کرکه کيږي ــــــــــــ ګرامشي

لیکوال ساهو برلاس
زما له بې پلوه (غيرجانبدار) سړي څخه کرکه کيږي. زما په دې باور دی چې ژوند کول معنیٰ له يوې خوا کېدل. څوک چې په رښتيا ژوند کوي هغه نشي کولای چې په يو وخت کې د رعيت هم وي او ګوريلا جنګ کونکی دي هم وي. بے حسه او بې پلوه پاتې کيدل لکه طفيلي، مفتخوره جوړيدل Parasitisim دي، او دا ناوړه کار دی، ژوند نه دی. ځکه زما له بې پلوه (غيرجانبدار) څخه کرکه کيږي.
بې پلويتوب د تاريخ د مړي بار Deadweight دی. بې پلويتوب په تاريخ په لوی قوت عمل کوي. بې پلويتوب په غيرفعاله توګه کار کوي خو کار کوي. او دې ته ګوره، چې شمېرل کيږي هم نه. دا کړنلاري اړوي او ښه سنجول شوي پلانونه ورانوي. دا هغه خام مواد دی چې ذهانت ورانوي. دا ځکه پيښيږي، او داسي بد دي چې په موږ ټولو تپل کيږي، چې انسانان خپله اراده پريږدي، او داسي قوانين ته لار هواروي چې يواځې په بغاوت لغوه کيدلای شي، او سړي ته بل هيڅ نه پريږدي بې له بغاوته چې واک تر لاسه کړي.
خلګ دا له پامه غورځوي، ولې چې دوی احتياط نه کوي. خو بيا ناببره، لکه د قسمت برخه چې وي، دا هر څه او هر څيز لاندي کړي: که چا هر څه منلي وي په ځان، که چا نه وي منلي، که پوه وي کي ناپوه، فعاله وي که بې پلوه. يو په ريا رينګه وکړي، نور په ناوړه توګه لعنت ووائي، خو يو هم نه، لا ډېر لږ خلګ، له خپل ځان څخه پوښتنه کوي: که ما د خپلي ارادي تطبيقولو هڅه کړې وه نو دا هر څه به پېښ شوي وو؟
زما له بې پلوه څخه ځکه هم کرکه کيږې چې د دوی بې پايه رينګه ما تر پوزي راولي. زه هر يو مسئول ګڼم: دوی د ژوند په کارونو کې څه کړي چې ژوند ورته ټاکلي او هره ورځ يې ورته ټاکي، دوی څه کړي او په ځانګړي توګه، څه يې نه دي کړي؟ زما په اند: زه حق لرم چې خپله خواخوږي ګار (ضائع) نه کړم، له دوی سره اوښکي توی نه کړم.
زه احساساتي پلوی يم، زه ژوندی يم، زه د هغه ښار د تخليق فعاليت احساسوم چې زما پلويان يې په ژوندي ضمير جوړوي. او په دې ښار کې ټولنيز زنځيران يواځې په څو خلګو نه وي پراته، هر څه چې هلته پيښيږي په قسمت نه پيښيږي، نه به د قسمت لاس راوړنه وي، دا به د ښاروالو ځيرک کار وي. هيڅ څوک به هم د سرشندني له دربچې څخه نه ګوري نه د يو څو خلګو له پاتې شويو څخه.

ژوندی يم، زه پلوی يم. ځکه زما له هغه خلګو څخه کرکه کيږې چې له يوې خوا هم نه وي. زما له بې پلوه سړي څخه کرکه کيږي.