fbpx
ساهو برلاس سیمه او افغانستان مقالې

اولس مشر شاغلی حامد خان کرزی

لیکوال ساهو برلاس
د مشرانو رول په کړکېچ کې څرګند شي. په نارمل حالت کې د معمولي صلاحيتونو سړی هم کار کولای شي. که کړکېچونه د افغانستان وي نو د ډېرو زورورو خلګو فکر کار پريږدي. که پخواني مجاهدين وي، که طالبان. افغانستان يې په داسي بنده کوڅه کې ګير کړ چې بيا ورڅخه وتلای نه شول نو ديوالونه نړول يې پئيل کړل.
کله چې شاغلی حامد خان کرزی ته واک په لومړي ځل ورکړل شو نو د نړۍ د بادارانو اند دا وو چې د دوی د لاس پوڅي واکمنو غوندي به هر هغه څه کوي چې دوی ورته وائي. د دوی هيلي په بېلا بېلو وختونو کې خاوري شوې چې کله اولس مشر د يو خپلواک او سيال قام د اولس مشر په حيث د دوی شومو موخو ته خنډ شو.
د زړورتوب او ځيرکتوب دا کيسه به له هغه ځايه پئيل کړو چې کله د اولس مشر بابا طالبانو شهيد کړ. که څه هم د طالبانو (په بله معنا — پاکستان) حکومت يې مخالفت کاوه خو جنازه يې د بابا ټاټوبي ته ورسول. د طالب، وحشت او پاکستانيت ضد دا اول لوی مقاومت وو.
د ۹/۱۱ پس له درو ملګرو سره افغانستان ته په طالبي دوره کې دويم ځل راغلۍ. نه يې دا باور وو چې ژوندی به ورسيږي، نه د چا مرسته ورسره وه. لږ خوراک ورسره وو او د اوږو وسله. يوځل د طالبانو څخه بچ شو بيا د امريکن بم څخه. خو کوم ګامونه چې په وړاندي اخيستل شوي وو شا ته راستانه نه شول.
هم دا زړورتوب او ځيرکتوب وو چې د بون په کانفرانس کې راغلي درنو استازو د شاغلي کرزی په مشرۍ د انتقالي حکومت پر جوړولو موافقه و کړه. په شاغلي کرزی څو ځله بريدونه وشول خو د افغانستان د بيا رغوني له پروسې يې لاسونه وا نخستل.
په ۲۰۰۴ کې شاغلی کرزی د افغانستان د اولس په رايه اولس مشر و ټاکل شو. دا د افغانستان په تاريخ کې په لومړي ځل شوي. دا ستر افتخار هم د شاغلي اولس مشر په برخه شو. په هم دغه کال لوی جرګې د افغانستان اساسي قانون تصويب کړ.
امريکا چې د عراق جنګ پئيل کړ نو پام يې له افغانستانه واوښت. د پاکستان لخوا ګمارل شوي طالبانو زور وکړ چې دولت ته ستر تاوانونه واړوي. خو د اولس مشر په مشری کې افغان اولس دا ناوړه ګام په شا و تمبولۍ.
څومره سياسي، نظامي، اقتصادي او ټولنيزي ستونځي لکه بلاګاني ورته په لار کې ناستي وې. که بل څوک وو لا خو به يې واک پرېښود، لا به زړه نا زړه لګيا وو. خو اولس مشر ورته په قلاره نه کښيناست. شپه ورځ يې يوه کړل. که ستونځي ختمې نه شوې، لږ يې کړې. ادارې يې جوړي کړې، په راتلونکي کلونو کې يې لا پياوړي کړې، د ادارو او اولس لپاره ېې ښکاره اهداف او منزل و ټاکل.
په ۲۰۰۹ کې د اولس مشرۍ په ټاکنو کې نړيوال ځواکونه په ښکاره د اولس مشر په ضد ودرېدل. غوښتل يې چې اولس مشري داسي چا ته ورکړي چې د دوی خبره مني. ملګرو ملتونو په دې ټاکنو کې ناوړوه رول و لوبولۍ خو پاتې راغلل. افغان اولس د تاريخ په داسي کږليچونو کې تل د وطن ارضي تماميت او خپلواکي په پام کې ساتلې. دا ځل هم افغان اولس بريالی شو.
امريکا غوښتل چې افغان اولس په دولت بد اعتماده کړي. د شپي هوائي بريدونه يې پئيل کړل. کلي يې ورانول، اولسونه يې وژل (لکه پاکستان چې ېې نن په پښتونخوا کې کوي). ګډوډي يې رامنځ ته کول غوښتل خو شاغلي اولس مشر په ډيره توندي، په کلکه او په نره نړيوال ځواکونه له دې راوګرځول. پايله يې دا چې طالب کمزوری شو، او د خلګو په دولت باور زيات شو. هم دا باور بايللي جنګونه ګټلای شي.
په جون ۲۰۱۳ کې چې اولس مشر اعلان وکړ چې د امنيتي چارو مسئوليت به افغان ځواکونه پر غاړه اخلي نو دا له يوې دورې څخه بلي دورې ته انتقال وو. دا د افغان اولس په بهرنيو د باور څخه په خپلو موټو باور ته اوښتنه وه. نړيوالو دا زغملای شول؟ په کابل کې ځانمرګې بريد وشو خو اولس مشر پوه وو چې څوک يې کوي، ولې يې کوي خو له خپل دريځ څخه نه واوښت. چې د سر په بئيه د ملت اساس ژوندی ساتي، مشر خو هم داسي وي.
د اولس مشرۍ په دوره کې چې څومره کوچنيان خصوصاً جينکئيو ښوونځي ته تګ پئيل کړ، د افغانستان په تاريخ کې کله هم نه دي شوي. نوي پوهنتونه جوړ کړل شو، نړيدلي بيا و رغول شول. د ټوپک په زور چې يې سيالي کوله، هغه ملت يې د قلم او علم سيالي ته راوبللی.
د ۲۰۱۴ په ټاکنو کې د ځينې خلګو ګمان دا وو چې اولس مشر به ارومرو په درغلۍ لاس پوري کړي او داسي به نړيوالو او سيمه ايزو دښمنانو ته موقع په لاس ورکړي چې د افغان دولت په ضد (نه د اولس مشر) پروپيګنډه وکړي او اولس بې باوره کړي. خو هغه وخت ټول حيران او پريشانه شول چې اولس مشر د خپل ورور ملاتړ هم و نه کړ. بيا د خلګو پروپيګنډه وه چې د زلمي رسول ملاتړ کوي خو د ټاکنو پايلې و شرمول. زلمي رسول يواځې ۱۰٪ رای تر لاسه کړې.
نړيوال ځواکونه اوس په يوه ناوړه لوبه بوخت دي. غواړي چې افغانستان ناکامه دولت ښکاره کړي. د طالبانو سره په پټه مرسته کوي، افغان اولس ورباندي يرغمال کوي. غواړي چې افغان اولس و ويروي او دا په ذهن کې ورواچوي چې که دوی نه وي نو طالبان به يې و خوري. دا هم هغه لوبه ده چې دوی يې په افريقا کې کوي. د شتمنۍ لوټلو لپاره اولسونه په جنګونو او شخړو اخته کړي، د سولې په نامه ورشي، لوټل پئيل کړي او جنګونه هم هغسې روان وي (د وسلو کارخانې خو به رواني ساتل وي).
په داسي حالاتو کې، افغان اولس، دا اولس مشر کرزی غوندي وي زړور او ځيرک مشر ته اړتيا لري.