fbpx
سالار یوسفزی مقالې

لراوبر په تېرپسې

لراوبریوافغان یوه سیاسی نعره ده چې ډېره تته اوبې معنې اوبې مقصده نعره ده.ځکه چې لر- جدا،لرې ،بیرته،ګس،کیڼ،ناکاره،ښکته،اولاندې  په پښتوکښې په لغوی اواصطلاحی معنوکښې پکارولے شی.اوبردباندې،غوره،بریالی وغېره په معنوکښې پکارولے شی.که ذکرشوی معنې سمې اوپه ځائے وي اومونږدلراوبرنعرې ته فکروکړونودانعره ډېره تته اوغېرمناسب ده.ختیز پښتانه دلته دکیڼ یا لاندې په زمره کښې راځی اوبرداعلا اوغوره په معنا کښې.که مونږد ،بر،دبلې هرې ورکړې معنې اومقصدسره وکارؤ.منطقی طورهیڅ سمون نه خوری تردې که ددې نه مونږدوطن دځمکې دمخ دلوړوالی اوژوروالی،ښکته پورته یا ښۍ اوګس اړخ معنې پکارواچوونوهم سمون نه خوری.ځکه دپښتنوختیزې اوشمالی علاقې اوغرونه دلوېدیزې منطقې اوغرونونه ډېرجګ والے لری.ختېز تل ښۍ اولوېدیزپه ګس لاس شمارلے کېږی.چې دغه نعره دلته په دواړه اړخه نسکوره ښکاری.څنګه چې ختیزپښتانه په قومی،ژبڼی،کلتوری،اوفکری هرلحازمستعمره دي دغسې لوېدیزپښتانه هم په هرلحازمستعمره دي اودبده مرغه دواړه دغلامۍ په خول کښې دننه ځان اذادباوقاراوخودمختاروینی.دېخواپښتانه کلتوری اوژبڼی طورداردوکلتورغلامان دی اوپه اردوزده کولو،وئیلواولیکلومجبوره دي اواخوا پښتانه په درۍ.اودواړه اړخه دنرګسیت په آئینه کښې ډوب دغلامۍ ژوندتېروی اودبده مرغه دخپلې غلامئ احساس نه لرل لا یوخوا دغې غلامۍ ته داذادئ نوم ورکوی اوویاړی پرې.

  پسې بيا