fbpx
سالار یوسفزی مقالې

غلط الخواص

افغان:-دګڼونومونونه یونوم افغان هم دپښتون قام نوم دے .په تاریخی حوالوسره دافغان نوم په اورېدوسره دپښتون قام خدوخال،کلتور،اووطن دسترګوسترګوکېږی خوارتقائی پرمختګ اودپښتون قام ټوټې ټوټې اوپړوکی پړوکی وجودله امله دې نوم هم خپل اثرټینګ نه دے ساتلے بلکې په موجوده روانوحالاتوکښې دپښتون قام دوحدت په لاره کښې خړې لړې پېداکوی.په نن دورکښې افغان نوم دیو قوم نه بلکښې دیوقومیت شناخت په ګوته کوی.یعنې هغه پښتانه اوغېرپښتانه وګړي چې دافغانستان قومیت لری افغانان دي اوکوم پښتانه چې دافغانستان قومیت نه لري دافغانستان وګړی نه دي بلکښې په کوم بل هېوادکښې میشته دي اودهغه ځائے قومیت لري هم په هغه نومونویادېږی.دابیله خبره ده چې تاریخی طورغېرپښتانه چې دافغانستان وګړی ووافغانان یادشوی دي،لکه سبګتګین،محمودغزنوی،شهاب الدین غوری،باچاسقاؤاوداسې نور.که داخبره لږه نوره سپینه کړونوداچې افغانستان یودولت پاتې شوے دے اوافغان دافغانستان وګړے.هرهغه کس که پښتون دے که غېرپښتون چې دافغانستان قومیت لری افغان دے اوکه دافغانستان قومیت نه لری که پښتون هم دے خوافغان نه دے.دبل اړخه پنجابے،سندهے،بلوچ،پښتون یوقومیت لری خویوقام نه دے هریوپاکستانے دے که پښتون دے که غېرپښتون.افغان نوم نن دافغان وګړی نمائیندګی کوی دپښتون قام نه.پښتون که دافغانستان،پاکستان،انډیا،ایران یا بل کوم ملک قومیت لری دهغه ملک وګړے وی خوددې سره سره هغه پښتون هم وی.اودغه یونوم پاتې دے چې ټول په ټوله دپښتون قام دقامی تشخص یواځنۍ نمائیندګی کوی يعنې ،پښتون،.

 پسې بيا