fbpx
سالار یوسفزی مقالې

نوې لوبه په تېرپسې

دتېرپه شان چې زه جمات ته دماذیګردمانځه لپاره راغلم جمع په اخری سجده ناسته وه اوچې مانیت تړلونومولوی صاحب سلام وګرځولو زه دصف نه واپس یوې ډډې ته لاړم اوپه مانځه ودرېدم.زه لاپه مانځه ولاړووم چې یو اواز مې ترغوږشو! خدائے اوبخښه ستاسومحلې ته جمات راغلے دے اوددعانه وروستوبه دایمان اویقین خبره کېږی که تاسوورته کېښنئ خدائے به ډېراجردرکړی.

ماچې کله مونځ پوره کړوسلام مې وګرځولوپه خواکښې مې یو ځلمے ناست ولید چې زمادسلام ګرځولوسره سم یې ماته دجوړتازه لپاره لاس راوغزولواوسلام یې وکړو.ماورته وعلېکم اسلام ووې اولاس مې ورسره مېلاوکړو.دبرې ګړې کولووروستوسمدستی هغه زما پښې چاپی کول شوروکړل.ډېرپه خندرویه اندازکښې ګویا شو.دالله اودهغه درسول خبره کېږی راځئ لږساعت ورته غوږکېږدئ الله به اجرونه درکړی.زه دننګه شرمه دهغه سره سم دبیان غونډې ته لاړم اوبیان ته کېښناستم.امیرصېب چاچې بیان کولوزمونږدکلی وونالوستے ووخوبیان یې په اردوکښې کولو.زماورته فکرشودهغه په هرټکی اوهرې جملې وئیلوپورې خنداراتله.پټ پټ مې خندل خوپه ښکاره مې ځان کلک کړے وو.لنډه داچې دهغه دبیان داورېدواودبیان په موخو دغورکولوپه ځائے دهغه ګلابی اردودهیڅ نه خبرنه کړم.چې بیان خلاص شوخلق ځان له ځان له ټولګی ټولګی شواوما موقع بیامونده نودامیرصېب نه مې پوښتنه وکړه.امیرصېب ستاسواورېدونکی سل په سلوکښې سره ستا پښتانه دي دپښتوژبې وئیونکی دي اوپه پښتوپوهېږی.ډېرکم به وی چې سره ستا په اردوپوهېږی اودوېم داچې تاسو اردوبېښی سمه نشئ وئیلے.دټکووئیلواوجملوجوړولوپه لټه کښې مطالب ښه نشئ سپړدے.غوره داده چې تاسو خپل بیان په پښتوکښې کوئ تاسوته به په وېنا اومطالبوواضحه کولوکښې اسانی وی اواورېدونکوته به په پوهېدوکښې!.

هغه ډېرپه بدخشم اوترېؤ تندي جواب راکړواردواسلامی ژبه ده اومونږداسلام تبلیغ اودعوت تبلیغ کوؤ.مونږله پکارده چې اردو‌‌ذده کړوپه اردوکښې بیان وکړواوپه اردوکښې يې واورو.دهغه سره دجهالت نه دډک اواوږودبحث اومباحثې

اودهغه په پښتوژبه دبیان کولولپاره دقائیل کولودناکام کوښښ وروستوپدې سوچ کولومجبوره شوم چې زما،زمادقام،زمادژبې اوکلتورتروړلوکومه نوې حربه پکاراچولے شوې ده.

 پسې بيا