fbpx
سالار یوسفزی مقالې

دپاکستان ریاست اوپښتانه په تېرپسې

خوچې کله دوي پوهه شوچې جیالې دوی په زورنشی ماتولے نوهم هغه زړه حربه یې استعمال کړه،اودغه فوځی اوسېول بېوروکرېسۍ دپاکستان پیپلزپارټۍ دزورماتولولپاره په سنده کښې دمهاجرقومی مومنټ بنیادکېښود.مهاجرقومی مومنټ یې دسرکاری مشنرۍ اوپلان په زوراوخوښه دبل هر قوم سره لکه دګډوری وجنګولو.دښارفضاورځ ترورځ خرابېده.خودملک دقابضوواکدارانوهډوغوږنه ګرېدو.اوولې به ګرېدوځکه چې هغه نه دملک وفاداروواونه یې دملک دامن وامان اوسلامتۍ سره څه کاروواونه ورته وفاداروو.دهغوي خودخپلوځانی ګټوسره کاروواودے چې هغوي ته ډېرپه ښه طریقه اولویه پېمانه مېلاویږی.دښاربدمزګی په ملک خوره شوه اودوی دغه اور ته ښه لمن وهله.خواخرMQM هم طاقت بیاموندخپله فیصله یې پخپله کول غوښتل اویا ددوی په اشارونورنه ګډېدل اویا ددوی ورکړے کیدونکی مراعات ورته کم ښکارېدل.اولتې وهل یې شوروکړو.دوی هم دهغوپه پوزه کۍې دپېزوان اچولولپاره خپله ازمئیلې اوکارګره طریقه بیا وازمائیله اوپه MQM کښې یې دننه حقیقی جوړکړو.دمرګ وماراولوټ تالان هوانوره هم تېزه شوه.تردې چې نوازشریف په دویم ځل دMQMدرضاکولواوځان سره په مخلوط حکومت کښې دشاملولولپاره دMQM  په شرط جونیرمشرف دپاکستان فوځی جرنیل وټاکلو.اوهم ددغې مشرف دلاسه یې جمهوری حکومت وچقولے شواوجمهوری وزیراعظم ملک بدرکړے شو.هم دغه مشرف دپنجابی استعماروفادارنواب اکبرخان بګټی ته دبلوچستان په غرونوکښې دهغه هاغه ظلمونه وریادکړل کوم چې هغه په بلوچ اوپښتون دخپلې بدمسته نشې اوپاکستان سرکاری طاقت په مرضۍ اولمسه رواساتلی وواوهم هغه انجام یې ورپه غاړه کړوکوم چې هغه دخپلوباداروحریفانوته دتل نه په برخه کولو.

په بلوچستان ،پښونخوااوفاټاکښې لګولے شوے اورهم ددې بېوروکرېسۍ پخپله لګولے اوردے.خوله بده مرغه وژل یې ددوي دوسه وتې دي.بهردنیاپکښې خپل زړي کرلی دي.چې هغه دغه اورپه نوې نوې رنګونو کښې سورکوی اوتازه کوی.بلوچ اوپښتانه قبائیل دژوندتېرولولپاره دهرقسم وسائیلواواسانتیاګانونه محرومه دي.اولکه دجنګی قېدیانورویه ورسره ساتلے کېږي.چې دکوم اړخه هغوي ته دژونداسانتیاګانې په لاس ورځی هغوی هم هغې اړخ ته منډې وهې نه هغوی چادلاسه کړی دي نه په اعتمادکښې اخستے شوی دي اونه دهغوی داعتمادلاس ته راوړلوهسې شوې دي.دشپېته کلونوتېرېدو باوجودنه هلته سکولونه،هسپتالونه يونېورسټیانې شته نه سړکونه بجلۍ،ګېس اوانصاف،نوهغه به ولې باوروکړی چې دهغوی مستقبل به په روانه وضعه خوشحال،سیال مخ په وړاندې ،ښه اومحفوظ وي.په پښتونخوا کښې مقامی طالب اومقامی ملاسترګې پټې کړې دي،دطالب اومجاهدپه نوم ترسره کېدونکونارواکارونوته رواوائی اوحالات دې ته رسېدلی دی چې جمات،مدرسه اوجنازګاه دځان وژونکوبریدکونکودخوښئ منتخب مرکزونه ګرځېدلی دي.یعنې دهجرې اوبازارخودوي دواره نه مخالف ووخواوس ترې ممبر،محراب اوجمات هم تلونکی دي اودوی لا ویده دي یاویښېدل نه غواړی اویا پدغه ناوړه عملیاتوکښې په څه نه څه حواله ککړدي.دلته هم دتعلیم دېرزیات کمے دے.سړکونه،هسپتالونه،سکولونه اونورترقیاتی کارونه دپنجاب په مقابله کښې هیڅ هم نه دي.په یوه سرګودها کښې لس زره کارخانې دي اوپه ټوله پښتونخواه کښې سره دقبائیلوعلاقوپنځه زره کارخانې هم نشته.هلته نرخونه یوشان وی په پښتونخوا کښې لس چنده ګران وی.نه لېډرغږکوی نه تاجراونه ملا اوطالب.اولس بې روزګاره دے،بې علاجه دے،خواردے،بې تعلیمه دے دژوند دهرقسمه اسانتیاګانونه محرومه دے.په ګرانه ژوندکوی.ددغې بې روزګارئ اودژوند داسانیاګانودنشت والی له وجې زیاتره ځوانان دژوند تېرولودلاروپه انتخاب کښې مجبوره وی چې کوم چا لاس وړاندې کړوداځوانان دمجبورئ نه ورپسې کېږي اووروستودغه مجبوری شوق اوضرورت جوړشی.زیاتره لوفران ځوانان پکښې بېوروکرېسی دپخپلومزموموناوړه عزائیمولپاره په ارزانه بیعه اخلی ښه يې په ورانی کښې تکړه اومرڼي کوی چې کله ددوي خپل مقاصدپوره شی دغه ځوانان هم دغسې خوشی وشړی.اوهغوی بیا دبلې هرې دغه شان موقعې په لټه کښې وی.هم دغې خلقوته دپاکستانی بېوروکرسۍ په پرته بهرنی دشمنان دوچند درې چند قیمت ورکوي اودلته لکه دپاکستانۍ بېوروکرېسۍ افراتفری پېداکوی.اوکه حال هم داسې روان وي نولرې نه ده دا حکمرانان اوپنجابی بېوروکرېسی بیا لکه د۱۹۷۱ء لاس ومروړی خواوبه به دورخه اغوښتې وي.

پسې بيا