fbpx
سالار یوسفزی مقالې

دپاکستان ریاست اوپښتانه

څرنګ چې مخکښې ذکرشوی دي چې دیواړخه دهندوستان وېش دمسلمانانواکثریت په عقلیت کښې بدلولو نودبل اړخه دقومونو،قبېلوترمینځ دمذهب اوعقیدې له لارې کرکه پېداکول اودهغوی پخپلوکښې سره دیوبل نه بېلول وو.اوچې همېشه پخپل مینځ کښې مشت وګرېوان وي تقسیم وي نوکمزوری به وی،اودرېم اړخ ته نودولتیانوخپلومالونوله دخپلې مرضئ منډهۍ جوړول وو.دهندوستان دوېشلوپه نتیجه کښې دپاکستان دجوړولومخالفت نه یواځې خدائي خدمتګاروکړے وو.بلکښې جماعت اسلامی،جمیعت علماء هند اونورووړواسلامی ډلوهم کړے وو.خوچې کله هندوستان دهندوانواوانګرېزپه مرضئ ووېشلے شواوپاکستان جوړشونودې مخالفینوبله هیڅ چاره زړه اونازړه بې له دې نه مونده چې غاړه ورته کېږدی.جماعت اسلامی چې تروسه یې ورته دخنزیر غوښې وئیلې دلږوځانی اوډلئیزومراعاتوحاصلولوپه بدله کښې دهغوی له اړخه دخنزیرپه غوښونومولی ریاست ته دپاکستان کامقصدکیا لااله الله نعره ورکړه.تېرګناهونه یې واړه وبخښلے شو.مفتی محموددلې هم غاړه کېښوده.خوپاکستانی چارواکوپه خدائي خدمتګارانودخدائے زمکه تنګه کړه.که هغوی هرڅودپاکستان دتسلیمولواووفادارۍ چغې ووهلې اویا یې دعوامی نیشنل پارټۍ په صورت کښې وهی خودغوسېول اوملېټری بیوروکرېسی اودهغوی روزلې ادارې ،سیاسی جماتونه اوافرادوته داوفاداری منظوره نه ده،اودوی دغه وفاداری دپښتون قام اتحادواتفاق اوپښتونستان پله بدلوی نه.

دباکستان دجوړېدونه واخله تریحی خان پورې په څه نه څه شکل کښې دغه فوځی اوسېول بېوروکرېسی دملک وفاداره پاتې شوې ده خوچې کله ایوب خان پاکستانی فوځ له غونډ اختیارات په لاس کښې ورکړل اوفوځ یې دامریکنی فوځ په څېرکړونوخبره بېخی بدله شوه اوهغه ته دانه وه معلومه چې دهغه دغه فوځی طرفداری به دهغه په اقتدارشخوند وهي.خوهغه پوهه وودکراچۍ اوحېدراباددپېښووروستویې جنرل یحی خان ته اقتدارحواله کړواوځان یې ډډې ته کړو.ددې سره په ختیځ پاکستان کښې دقوم پرستۍ هوابیا راوالوته.قابضه پنجابی ډله ددغې طوفانی هوا دمخنیوی قابله نه وه،نوهم دغه یادې شوې بیوروکرېسۍ دقابضی پنجابی ډلې په خوښه اوټاکنه دهغوی دقوم اووطن نه لرې په سنده کښې دسندهی ذولفقارعلی بهټوپه مشرۍ کښې دپاکستان پیپلزپارټۍ بنیادکېښود.خودبنګله دیش اذادی ونه درولے شوه.اوددوي لس زره کم یولاک فوځیان دذولفقارعلی بهټوجوش اوولولې دشرم نه خلاص نه کړے شول.البته بهټوپکښې لېډرضرورجوړشو.بهټوهم دخپل تېرتاریخ نه سبق وانغست اودبیوروکریسیانولوبه هغه شان توده وچلېده.بهټودپنجابی بیوروکریسۍ په مرسته اوډاډ په بلوچستان کښې په بلوچواوپښتنونمرنیزورکړواوزمکه دتانبې کړه.نواب اکبرخان بګتی دپښتنواوبلوچوژونددجهنم دژوندنه هم بدترکړو.شپه اوورځ به جهازونواوهیلی کاپټروپه پښتنواوبلوچوبمباریانې کولې.عبدالصمدخان اچکزے یې په کورکښې دشپې په بمانوشهیدکړو.شېرمحمدمری،عطاؤالله مینګل،محمودخان اچکزے اونورمشران په جلاوطنۍ مجبوره کړے شول.خوچې کله پاکستان پیپلزپارټیۍ زورونیوونوبیا ددغه بېوروکرېسۍ په سترګوکښې نه غړېده.بهټويې وژلواوبې نظیربهټوپه دیارغېرکښې په میشته کولومجبوره کړے شوه.دپیپلزپارټۍ هغه خلق چې پنجابی بېوروکرېسۍ ته سلامی شول،زبردستې ځانی ونډې یې ترلاسه کړې او چې څوک دپیپلزپارټۍ وفاداره پاتې شوپه هغوي دظلمونوانتهاوکړے شوه.ملک بدرکړے شول.جېلونه ترې دک کړے شول اوپه ورکولاروکښې ووژلے شول.

 
پسې بيا