باچا صېب دسوات ریاستی ژبه پښتووګرځوله خودادهغوی کارنامه نه وه مجبوری اوضرورت ووځکه چې دهغه اورېدونکی ،مرستیال اودریاست رعایا په سلوکښې یوکم سل پښتانه اودپښتوژبې وئیونکی وو.اودباچا صېب په شمول په بله ژبه نه پوهېدل.کنې پښتوریاستی ژبه تسلیمولو اودنافظ کولوباوجودزیاتره ریاستی کاغذی موادپه فارسۍ کښې رواج وو.خوددې کمزوروباوجودلکه دان پړ اکبربادشاه باچا صېب هم دخپل اهلیت جنډه په سوات ودروله.دبې پنا مخالفتونوباوجودهغه ریاست دیوې ورځې نه بلې ته اودبلې نه بلې ته مخ په وړاندې بوتلو.هغه دغه واړه معجب خواره خانان اوملکان په ریاستی طاقت غټول اودغټوخانانوزوربه یې پرې اوبه کولو.غټوخانانوبیا لاس مروړل خواوبه دورخه تېرې وې هغوی دریاست پخپله قبضه کښې داخستولپاره ډېرې ډلې پرې جوړې کړې ډېرسازشونه یې وکړل ډېرې روا اوناروا هسې یې وکړې خوناکامی یې په برخه شوه.باچاصېب اودهغه قابل ځوی میان ګل جهانزېب په خپل ریاستی اقتدارکښې دضرورت ترمخه دپښتوادب ډېرخدمتونه وکړل.دنوروژبوښه ښه کتابونه یې په ریاستی خرڅ اوخپله خصوصی دلچسپۍ په پښتوکښې وژباړل.اوددې سره سره یې په پښتوادب کښې دنؤتخلیقاتواوشاعرانو،ادیبانوهم حوصله افزائي وکړه.دهغوی دغې ضرورت اودلچسپئ پښتوژبې اوادب ته ډېرڅه ورکړل.هغوی په سوات کښې لوئې اوواړه سکولونه اوکالجونه جوړکړل.سړکونه یې ووېستل دبجلئ اوټیلېفون طرفته یې توجه ورکړه،هسپتالونه اووړې غټې ډسپنسرۍ يې جوړې کړې.اودقابلو،باشعوره اودقوم اوریاست دخواخوږومشرانوغوندې یې په ډېره مینه اوچټکتیا دقوم اوریاست دخدمت ژمنه ترسره کړېده.اوکه زه ووایم چې په وړمبی ځل دریاست درعایاپښتنواوپښتودپرمخ تګ لپاره په زړه پورې هسې شوی دي نومبالغه به نه وي.خوافسوس هغوي همېشه خپل حکومت دمخالفوخانانودخونی پنجونه دبچ ساتلولپاره واړه خانان ِغټول اودغټوخانانوسره يې جنګول اواخرچې ددغه خانانواودپاکستان دتورې اوکلکې ارادې له ویرې یې ریاست ایوب خان ته حواله کړواوهغه یې په پاکستان کښې سرورک کړو.داګیله هم ددوی نه په ځائے ده چې دوی دپښتو،پښتون ولۍ اودپښتون قام دیووالی اواذادئ لپاره هیڅ داسې کارنامه نه ده کړې چې بحیثیت مجموعی هغه دپښتواوپښتون قام داتحاداواتفاق اوپرمخ تګ لپاره دنمونې په طوروړاندې کړے شی.