fbpx
سالار یوسفزی مقالې

ریاست سوات اوپښتو

دې ته مونږدسوات خوشبختی وئیلے شو.لکه څنګه چې يې ورشوزرخېزه اوشنه ده دغسې ورته دپښتوژبې وړمبۍ دتخم دانې هم راغلې دي اودلته زرغونې شوې دي.ځنې پوهان فکرکوی چې زړه پښتویعنې دساکی دورپښتوهم په سوات کښې پرمختګ موندلے وواوبیا دهندومت اوبده مت دواړودمقدس مرکزددرجې موندلوپښتوژبې ته نوره هم غناوبخښله خوددغه پاتې ځان غولونکی افسانوی فکر پرته زیات پوهان پدې ژه دي چې په اوسنۍ پښتوژبه کښې په وړمبی ځل په سوات کښې شېخ ملی خپل ديوسفزوترمینځ دپولوپټودوېش دفترچې په دفترشېخ ملی یادېږی لیکلے وو.دغې دورته نن هم مشران دپښتودوروائي.دپښتودوردپښتوژبې په معنی کښې نه بلکښې دخانئ دکلتورپه معنی کښې.یوخان به دیوې علاقې باچاهم وواوحاکم یا منصف هم.دانصاف فقدان وودخوښئ ورکړه وو.بلکښې که دغه دورته زه داووائیم چې دخان زراوزوردعام ولس په کمزورې اوبې وزله مرۍ لک دخپسې ناست وواودهغوی ددردچغه به خدائے ته هم نه رسېده.دوړووړوخانانواوملکانوپه یوبل بې باوری دوي دیوبل سره تل مشت وګرېوان ووسېدل دغټوخانانولپاره هم غټه مسله وه.ټهیک دپاکستان دنن سیاسی ږوندونواوغړوغوندې چې کله به بې دخله کړے شی یابه وفاداری اوپارټی بدله کړی.اودغه لوټې به هم لکه دنن دسیاسی دوردلوټوډېرې په ارزانه اواسانه خرڅېدې.خودغټ خان به هسه وه چې دغه واړه خانان په هرصورت دځان ملګری وساتی اوخپلوشوموځانی غرضونوحاصلولوله نورهم دوام ورکړی.ددې وجې غټوخانانوواړه خانان پدې دلاسه کړل چې دملک دوړووړوتپو یونظام جوړکړی اوددغه نظام چلولواوکنټرول کولوواګی دیومشرپه لاس کښې ورکړی.داتصوردریاست سوات دبنیاداېښودووړمبۍ ښخته وه.چې دوی په شریکه اوصلاح مشوره یودرېم ګړے دسیتانې میا صېب دسوات دمشرپه هېڅ سوات ته راوبللو.دڅه وخت انتظام چلولووروستوپه هغه بیا بې باوری وکړے شوه داقتداردچوکۍ نه مستعفی شو،یالرې کړے شو.څه وخت وروستوبدانتظامی بیا زورشوه اودې غټوخانانوبیا دستاڼې عبدالجبارشاه دسوات مشروټاکلو.څه وخت وروستويې په هغه دقادیانې فتوی ورکړه اوداقتدارنه یې بې دخله کړوځکه چې هغه هم مشران،کشران خانان اوملکان دنظام په جغ کښې تړل اودعدل په کیل سمول غوښتل ،نوخانانوبده وګڼله اوهغوی ته چرته هم دامنظوره نه وه چې دهغوی دظلم اذادمټ دې وتړلے شی اودهغوی تېره اولېونی ښکردې پس اورالنډ کړے شي.ددې وروستوواړه خانان بیا لکه دماشومچودغټوخانانودهجرونه په الوتوشو.غټ خانان بیا مجبوره شوچې دخپلې مرضۍ څوک کخے دخپلوشوموغرضونوپه هدیره مقررکړی.دغټوخانانوپه مرضۍ اوصلاح میاګل عبدالودوددخپلووروڼووینې وڅښلې اودسوات باچاشو.چې وروستوبیا په باچاصېب ونومولے شو.

پسې بيا