fbpx
سالار یوسفزی

باچا خان

خان عبدالغفارخان معروف په باچاخان دپښتواوپښتنوهغه نوموړے اونه ستړے کېدونکے سماجی مبارزتېرشوے دے چې دهغه دمبارزې قد دعالمی تاریخ دبل هرمبارزدقدنه دنګ دے.اودهغوی دمثالی ورورۍ برداشت اوروادارۍ قائمولوثانی په تاریخ کښې په ګرانه موندے شی،دهغوی برداشت اوحسن خلق دتاریخ پاڼې ښائیسته کړې دي.دهغوی سوچ اورویې یوه زمانه متا‌ثره کړې ده.دپښتنودسماجی اوتعلیمی پرمختګ سره سره هغوي دهندوستان داذادۍ لپاره دبل هرمبارزنه زیاته قربانی ورکړېده اودقېدوبندبامشقت اودردونکی صوبتونه یې په ځان زغملی دي.دبل هرچانه زیات په هغه اودهغه په ملګروظلمونه زیاتی شوی دی اورنګ رنګ مخالفتونه یې شویدي.خونه دهغه حوصله غورزېدلې ده اونه دنوروخدائي خدمتګاروپښې رپېدلی دي.قېدکړے شوی دی.مالونه اوعزتونه یې تالاشوی دی شهیدان کړے شویدي خوهیڅ کله هم دغه غیوراوبهادرخلق دخپل موقف نه په شا شوی نه دي.مخالفینوپرې دهرقسم تشددانتها کړېده خودوی دهغوی هرظلم،جبراوتشدد په خندازغملے دے.دهغوی دظلم اوتشددجواب يې کله هم په تشدداوبداخلاقۍ نه دے ورکړے.

دابیله خبره ده چې پښتوادب اوپه خصوصی توګه شعری ادب هم په دغه وخت کښې شخصی طوردیاغیتوب،تشدداوناړامۍ بڼه خپله کړېده چې اسباب ورته کلک زړې اوپرتشدده دنیا پخپله راپېداکړی دي.دا هغه وخت دے چې مونږورته دپښتوادب داحیائي نودوروئیلے شو.چې داصلاح افاغنه اوبیا دخدائي خدمتګارتحریک زیراثرپښتنوشاعرانو،ادیبانودګل اوډنډر،څڼواوسترګوستائیلوپه ځائے داذادئ دناوې څڼه سترګه شوروکړه اوپه اذاده فضاکښې یې دژوند دناوې پېغلې اننګی اوشونډې ستائیل پېل کړو.خدائی خدمتګارتحریک دپښتنوپه سماجی،معاشی،اقتصادی اومذهبی څانګوکښې زبردست رول لوبولے دے.اوهغوی یې هم ددغه دورپه سوچ رنګین کړی دي.دترقی پسنداوقوم پرست نقطه نظر تصورهم پدې تحریک کښې غزونې کړې دي.اوپښتوادب ته یې عملی ارتقا بخښلې ده.

ددې تحریک په وجه په پښتوادب کښې،ډرامه نګاری،افسانه نګاری،مضمون نوېسی،خاکې،تکلونه اودټولوپه سرکښې اورورونکې اوزړه لړزونکې شاعرۍ ونې په شنې کېدو،ګل کېدو،بارنیولواودمېوؤورکولوجوګه شوې.دادوربه په تاریخ کښې دپښتوادب دعهدِزرین دورپه نوم تل ترتله یادېږي.چې پښتوژبه اوادب یې نه یواځې حدکمال ته ورسول بلکښې عام وګړے یې دې ته ولمسولوچې پښتوواوری ووائي اوولیکی.اوددې ژبې خدمت خپله ذمواری وګرځوی.هم دې دوردپښتوادب ښه ښه نوموړي شاعران اولیکوالان ،کاکاجی صنومبرحسین مومند،خان عبدالغنی خان،اجمل خټک،عبدالاکبرخان اکبر،عبدالخالق خلیق،اونورداسې محترم لیکوالان زېږولی دي چې یادکړے شوے دور دوي رقم کړے دے.اوراتلونکے دوربه ددوي دتآثرلاندې وي.

پسې بيا