fbpx
سالار یوسفزی مقالې

خدائي خدمتګارتحريک

دهندوستان داذادۍ دښورښ په وخت کښې په پښتنوکښې په اول ځل ګران مشرخان عبداغفارخان معروف په باچاخان دپښتنودتنزولۍ ادراک دهغوي دجهالت اوکم علمۍ نتېجه وګرځوله اوهغوي محسوس کړه چې داقام دعصری تعلیم په کالوښائیسته کړے شي نوکېدے شی ددوي دپسماندګۍ،غربت اودیوبل ترمینځ ددښمنئ اذاله وکړے شی دادتېرټول تاریخ پرته وړمبۍ شعوری هسې وې چې په ټولنېز اندازدپښتون قام دترقۍ،خوشحالۍ اوپرمخ تګ اړخ ته غوروفکروکړے شو.اودفکرسره سره باچاخان اودهغه ملګروددې کارخېرلپاره په عمل هم لاس پورې کړو.داذادومدرسو(Privet schools)بنیادونه یې کېښودل چې اول په سریې دهغه وخت مذهبی تعصب پرستوخلقو په هره حواله مخالفت وکړواودهغوي دغه کاریې ددین په خلاف اوددنیادارۍ په نامه شوره کړودا نعره یې ډېره مشهوره وه چې سبق دمدرسې وائی دپاره دپېسې وائی ،په جنت کښې به يې ځائے نه وی په دوزخ کښې به غوپې وهی.خودپښتون قام ددښمنانوهرې پراپېګنډې ظلم اوستم دباچاخان اودهغه په پښتنودمئینوملګروحوصلې يې نورې زورورې،با اثره اوبا عمله کړې.پاچاخان یوسماجی سړے ووسیاسی نه وودغسې خدائي خدمتګارتحرېک یوسماجی تحریک ووسیاسی نه ووچې په زورسیاست طرفته دیکه کړے شو.لکه باچا خان په خپل کتاب زماژونداوجدوجهدکښې لیکلی دي،چې کله مونږانګرېزانوبندی کړونودمسلم لیګ،مسټرجناح اونوروسیاسی مسلمانانوسره مورابطې وکړې خونه یو هم زمونږخبره واورېده اونه زمونږڅنګ ته راغے او نه یې زمونږضمانتونه وکړل.آن تردې چې دمهاتماګاندی په وېنا اومشوره دهغوي تحریک اودتحریک غړوزمونږمرسته وکړه او مونږیې دجیلونونه رابهرکړو.دګاندی اودهغه دملګروددغه مرستې په خاطرخدائي خدمت ګارتحریک دکانګرس ملاتړوکړواوپه سماجی توګه یې دهندوستان دانګزېرانونه د اذادئ حاصلولوفکرله ادامه ورکړه.خدائی خدمتګارتحریک که څه هم په زورسیاست ته راښکودے شوخوتراخره پکښې داسې څه سیاسی اودپښتون قامی وحدت اوپښتنوداذاد اوخپل واکه وطن دجوړخت اواذادئ نخښې نه ښکارېزی.یاددې وی چې خپله خاوره خپل اختیار غوندې سیاسی شعارونه ۱۹۶۸ نه وروستودجلسې اوجلوسونودتودوالی لپاره وضع کړے شوی دي چې تروسه پورې یې دعملی کولوسیاسی اورسمی جدوجهدنه دے پېل کړے شوے.که څه هم خدائی خدمتګارتحریک دریفرنډم نه بائیکاټ وکړوخوپښتانه اوبلوچ په زوردهندوستان نه جداکړے شول اوپه زبردستئ دپاکستان برخه کړے شول.اوبیا وروستوپرې دپاکستان خودغرضه واکمنانو دظلمونوانتهاوکړه،بې عزتۍ يې وشوې،مالونه جائیدادونه یې تالاکړے شول،ډيرخدائی خدمتګارن ډېرپه بې دردئ سره ووژلےشواودپاتونه جېلونه ډک کړے شو.اول دهیندوستان دایجنټانوپه نامه تورن کړے شواووروستوپرې دپښتونستان دجوړولوتورولګولے شو،اودپاکستان غداران یادکړے شول.خوداصلاح افاغنه نه نېولې ترخدائی خدمتګارتحریکه پورې اووروستودنېشنل عوامی پارټۍ نه ترعوامی نشنل پارټۍ داوسنی چوکاټه پورې هیڅ داسې رسمی بېلګه نشته چې دوي دپښتون دیووالی اوپښتونستان دجوړولوهلې ځلې کړې وي.البته دهندوستان داذادئ په جدوجهدکښې یې برخه نمایاده.دهندداذادئ په وخت کښې جمیعت علما‌ء په وړمبی ځل په بنو کښې دپښتونستان قرارداد وړاندې کړوخودغه قرارداد هم یوقراردادپاتې شونه ورته توجه ورکړے شوه نه پرې مخکښې څه کاروکړے شواونه دغه احساس پښتنومشرانومحسوس کړو. 

پسې بيا