fbpx
ساهو برلاس مقالې

دوه قومی نظریه

په تېرپسې

دپاکستان دجوړېدوسره سم محمدعلی جناح پاکستان یو سیکولرریاست اعلان کړو.یوهندودپاکستان وړمبے قانونی وزیرمقررکړے شوخودهندوستان نه رامهاجرشوومالدارواوپنجابی چوهدریانوته دامنظوره نه وه،مسټرجناح یې دشبرې تبې دناروغۍ په حالت کښې په سخت ژمی کښې دارام په بهانه زیارت ته ولېږلوخوهغه هلته هم ژوندے پاتې شواوچې کله ددوي دبرداشت جام دمورګوواغوښت مسټرجناح يې په ټانګه کښې سورکړوچې دزیارت نه یې کراچۍ ته په ټانګه کښې راوړی اوهغه هم پدغه ټانګه کښې په لاره کښې ساه ورکړه یاترې په زورواخستے شوه.ځکه چې دهغه دخواخوږوله خواګونګوسے بې رازه شوے ووچې په ټانګه کښې دهغه مرۍ زبېخلې شوې وه.جماعت اسلامي چې دپاکستان دجوړېدوسره سم يې دخره په غوښویادکړے ووډېرزریې دځانی ګټوترلاسه کولوسره سم دخره دغه غوښوته دپاکستان کامقصدکیا لااله الله نوم ورکړو.

پسې بيا