fbpx
سالار یوسفزی مقالې

خدائي خدمتګارتحريک

په تېرپسې

خان عبدالصمدخان اچکزے په اخره کښې پدې نتېجه ورسېد،سیاسی داؤپېچ يې هم وپېژندل اوچې دهغوسره کومه لوبه دکانګرس اوبیاوروستودپاکستان دواکمنانودلاسه وشوه په هغې هم ورسېداودپښتون قامی وحدت اودهغوی خپل ټاټوبے دهغوی خپل شناخت اوپه خپله خاوره خپل واک یې ددې قام دابادئ،خوشحالئ اوپرمخ تګ لپاره په خوراژوره محسوس کړل.غنی خان ددغه بې معنی سیاست دبې فائدې مخ په وړاندې بوتلونه دمایوسئ په حالت کښې لاس په سرشوے وو،خان عبدالولی خان سیاسی مېدان خپل کړے وو،اجمل خټک هم په تېښته تېښته ستړے شوے وو،صمدخان اچکزی دپښتون قام لپاره د قامی وطن جوړولوډېرې هسې وکړې خونه ورته باچاخان غوږکېښوداونه ولی خان اودهغه ملګرودهغه مشوروته څه ارزښت ورکړو.اواخرصمدخان اچکزی لارجداکړه.کاکاجی صنومبرحسین مومندیوشاعرادیب سړے ووچې فکری ارزښت یې دقوم پرستئ په ځائے په طبقاطي جدوجهدتمامېدواودسیاسی وارث نه لرلوله وجې دعوامی غوږونوشاته پاتې شو.دعوامی نشنل پارټئ اوپښتونخواملی عوامی پارټئ منشورونه نن هم واضح نه دي چې دپښتنودقامی وحدت اوخپلواکئ لپاره ترې سړے مطمئین شی.دواړه په پاکستان کښې دننه ديښتنودقومی وحدت اودپښتنوپه وسائیلودپښتنودحقوقوغوښتنې کوي.دلته هم دپښتنوداذادئ اوخپلواکئ کوم ذکراوتحریک نشته.اجمل خټک داوږدې جلاوطنئ وروستوپنجاب ته په رارسېدودپنجاب خاورې خلې ته اچوی،محمودخان اچکزے نن هم ببانګ وائي کاغذاوقلم راوړئ زه لیکلی درکوم چې زه دپاکستان وفاداریم.افسوس دے ! خېردے اوبه وایم،اچکزے صېب ستانه اقرارنامه غوښتې چاده اوپه کومه خوشحالۍ کښې ته داوړاندیزکوې؟ ولې ؟ مونږباورکولے شوڅه؟ چې دپاکستان فوځی اوسېول بیوروکرېسی دپاکستان اوپاکستانی اولس وفاداره ده؟پکارخوداده چې دهغوی نه دوفادارئ اقرارواخستے شی اوبیا هم سل په سله یقینی ده چې هغوی دوفادارئ دغه اقرارنامه داسې دپښولاندې ومږي لکه دپاکستان ائین ،جمهوری حکومتونه اوعوامي حقوق چې کله اوڅنګه وغواړي اودخپلوزوروبوټانولاندې يې لکه دتل په شان ومږي.چې کله عوامی نشنل پارټئ ته په پاکستانی اقتدارکښې دبرخې میلاوېدوموقعه په لاس ورشی،نوبیا دپنجابی په مدحووئیلواونوالقابونوورکولونه ستړی کېږي.په اول ځل چې دنوازشریف سره عوامی نشنل پارټۍ ته په ګډه په حکومت کښې دبرخې موندلوموقع په لاس وراغله خان عبدالولی خان ډېرپه جار دنوازشریف په مدحه کښې ووئیل پنجاب درنجیت سنګ نه وروستو دوېم لېډردنوازشریف په شکل کښې وزېږولواوکه دغه برخه دپښتونخواملی عوامی پارټۍ ترګوتوشي نومحمدخان اچکزے ببانګ دنوازشریف تعریف کوی په هغه اعتمادکوی اووائی دپنجاب رویه جمهوری ده.دپښتون قومی وحدت دپښتنوخپل واکی،په خپله خاوره خپل اختیاراودپښتنوخپل اذادوطن پښتونستان نه دوی مخکښې سوچ کړے،تابیاکړے اواعلان کړے وواونه یې نن کوي.ها البته ددوي مخالفین دغه سوچ خامخاددوي سره منسوب کوي اودوي يې ردکوي.دغه رد ددوي اصلی مخونه پخپله په ډاګه کوي.

پسې بيا