fbpx
سالار یوسفزی مقالې

دوه قومی نظریه

په تېرپسې

دانګرېزپالیسی وه چې تقسیم یې کړه اوزیریې کړه،هم ددې مفروضې تحت انګرېزان چې فطری اوټولنیزوحشی،غېرمهذب اوحېوانی طبیعت لری بیا دپخوا په شان دذات پات اومذهبونواومسلکونوترمینځ اختلافاتوته تیلي وهل اودیوبل نه یې بیلول اوپخپلوکښې يې دښمنان کول.خوچونکې دهندومت د سختوله وجې یعنې لاندې قومونوته په سپک نظرکتل هغوی ته په ټولنه کښې دعزت مقام نه ورکول،هغوی ته دانسان په سترګه نه کتل دهغوي دحقوقوخیال نه ساتل،یوه ماشومه به اکثردپېداکېدوسره چاته واده کړے شوه یا کوئیدن کړے شوه که دبده مرغه به دهغې خاوندپه څه حادثه کښې یا دناروغۍ له لاسه مړشو،نوهغه به یې ورسره ژوندۍ په اور کښې سېزله.دڅلوروشپږووروڼوپه شریکه دیوې ښځې سره واده کول،کونډې هندوې ته ددوباره واده کولواجازت نه ورکول اودغسې نورډېرغېرانسانی اوغېراخلاقی مذهبی رواجونه جوړکړے شوی ووچې هندوټولنه ترې پخپله هم ترسپېږموراغلې وه.بل طرفته اسلام دوي ته دژوندداسانتیاګانې ورکړې،دلاندې طبقواولسونوته  دباندې طبقوداولسونوسره یوشان درجه ورکړے شوه،دیوې ښځې دګڼومړونوپه ځاے یوسړی ته دګڼو(څلورو)ښځوپه نکاح کښې دساتلوپېلامه ورکړے کېده،کونډې ته دبل مېړه کولواجازت ورکړے شو.داهغه غوښتنې وې چې دهندوستان زیاتره انسانی ابادی ورته په زړه کښې ورته ناسته وه اوهم دغه وجه وه چې په هندوستان کښې دصوفیانودروادارئ له وجې اسلام ډېرمخ په وړاندې اوقابل قبول مذهب وګرځېدو.دورځې دوه اودشپې درې تنه مسلمانان کېدل شوروشو.اوپه ډېرلږوخت کښې په هندوستان کښې دمسلمانانوډېرلوئې تعدادراوټوکېدو.اولاورځ ترورځ مخ په زیاتېدووو.دهندومذهب دچهترۍ لاندې کاروباري پنډتان ویرې واخستل چې که حالت داسې روان وی کېدئے شی په هندوستان کښې هندوان په اقلیت کښې بدل شی اوعین ممکنه ده چې په هندوستان کښې رام نام ستے هے وردکونکے هډوپاتې نشی.

داهغه وخت ووچې دلوئې برطانیې نمرپرېوتونکے وو.په خاص طوردوېم عالمی جنګ دنیا پخپله ولقه کښې واخسته،جرمنی یوروپي ملکونه شړشم کړل اوپه روس یې خرپ تړلے وواودبل اړخه جاپان لکه دطوفانی هواګانودهندوستان بریدونوته راورسېد.برطانیې دجاپان اوجرمنی په ضددامریکې نه مرسته وغوښته اودبری په صورت کښې يې ورته دسروزرومرغۍ هندوستان په ډالۍ کښې ورکړو.مخامخ نوم دفرنګی چلېدواوپشې شاپالېسی دامریکې روانه شوه برطانیې اوامریکې په ګډه هم پدې کښې خپل خلاصے بیاموندچې هندوستان بیادذات پات،اعلی وادنا،مقدس اونجس،مسلمان اوهندوپه نامه ووېشی اوخپله حکمرانی قایمه وساتي،هندوان خودې ته تیارناست ووچې په څه طریقه دمسلمانانوطاقت تقسیم کړے شی اوټوټې ټوټې کړے شی نودوي به ایله خلاص شی کنې ددوي سردورکېدودے.بل خوامسلمانان ووسېدل په هندوستان کښې اوزړونه یې دسلطنت عثمانیه لپاره درزېدل اودعاګانې يې دحجازلپاره غوښتې.ددوي سره نه دمسلمان اُمت فکروونه دعالم اسلام اونه دخپل ټاټوبی.بل خوا دهندوستان نوی مالداره شوو بې نومه اوبې قیمته مسلمانانوهم خپلې مرتبې اورتبې له دداسې چوکۍ په لټه کښې ووچې هغوي هم څوک یادکړے شي.ددوېم عالمی جنګ دپايې ته رسېدوسره سم انګرېزانودنهرو،سردارپټېل اونوومالداره شومسلمانانو په مرسته په ۱۴ اګست ۱۹۴۷ کښې دهندوستان دمسلمانانووېش وکړوکوم ته چې دهندوستان دوېش، دهندوستان داذادۍ اوپاکستان داذادۍ نوم ورکړے شواوکشمیردخرړاوې لپاره یوهډوکے په مینځ کښې پرېښودے شو.دادهندوقوم پرستانوډېره لویه کامیابی وه چې دهغوي په برخه شوه.محمدعلی جناح هم لکه دګاندی،باچاخان،مودودی،عبېدالله سندهی،مولانا مفتی محمود اوابولکلام اذاددهندوستان دټوټې کولومخالف ووخوهغه خپلوملګرویرغمال کړے شو.مسلمانان اول په درې برخوکښې تقسیم کړے شول،مشرقی پاکستان چې وروستویې دبنګله دېش په نامه دلکهونوسرونودقربانولوپه بدل کښې اذادی ترلاسه کړه،زرکلومیټره دلوېدیزپاکستان نه لرې ووچې ورته دهندوستان پرته بله دوچوبې مناسب لاردتګ راتګ لپاره نه وه.درېمه برخه په هندوستان کښې پاتې شونی مسلمانان چې نن سبادټولوپه ګډه دابادۍ شمېره خواوشا اویا کروړوته رسی.چې ښکاره اکثریت دے.ډېرپه اسانه په اقلیت کښې بدل کړے شو.

پسې بيا