fbpx
پښتانه شخصیتونه سالار یوسفزی مقالې

پښتانه حکمرانان په هندوستان کښې

په تېرپسې

که په هندوستان کښې   دپښتنوحکمرانانوخبره وکړونوخوا وشاه په ۹۸۳ لېږدیز کال دملک کالالودهی نه په منظمه توګه دپښتنوداقتدارپیل شوے دے چې ورپسې دملک کالالودهی ځوے بهلول لودهی،سکندرلودهی،سلطان ابراهیم لودهی ورپسې شېرشاه سوری،اسلام شاه سوری اودهغوی وروستودداؤدخان دمړینې سره په هندکښې دپښتنواقتدارپائې ته رسی.خوپه دغه ټولوکښې یوهم دپښتواوپښتونولۍ لپاره نه خواقتدار ترلاسه کړے وواونه ترې ګیله کېدے شي ځکه چې دپردی کاله کره خپل کورجوړول دپښتون شان نه دے،البته په هندوستان کښې پدوي کښې دهریواقتدارلاس ته راوړل هم دپښتنوله لاسه وواوتلل یې هم.تاریخ ښائي چې دغه پښتنوحکمرانانودمختلفومذهبونو،مسلکونواوقومونوقبیلوترمینځه دروادارۍ،انصاف اوانسانی اخوت مثالونه دنیاته پرېښودی دي.اوډېر منصف اوعادلانه حکومتونه یې کړی دي.ځانونه يې دهندوستان دهرقوم،مذهب اووګړی خادمان ثابت کړی دي.البته دغلته هم ددوي خلاف دمذهب غلطه اوکارګره ټاپه پکاروراوستے شوېده.یوتاجک شهاب الدین غوری ۱۱۵۰-۱۲۰۶دافغانستان دغورنه راپاڅی دحمیدلودهی نه حکومت په زوراخلی اوبیاورله داهیله جوړوی چې حمیدلودهی شیعه ووځکه ترې شهاب الدین حکومت واخستواوپه هندوستان کښې یې دمسلمانانودحکومت تیګه کېښوده.غرض په هندوستان کښې دبهګوان اوتاردومره نه دے شوے لکه مسلمانانوچې پکښې داسلامی امارت بنیادونه اېښودی دي.دنمونې په طورکڅے یاګسے (قېس عبدالرشید)په وړمبی ځل هندوستان ته داسلامی تعلیماتودتبلیغ لپاره راغلے دے یایې خپل پېروکاررالېږلی دي،دهغه نه وروستومحمدبن قاسم سره دلښکرودېبل قبضه کړوراجه داهر یې مړکړوخودبده مرغه محمدبن قاسم دراجه داهرپه لورمئین شو اوواده یې ورسره وکړوامیرالمؤمنین چې دخپل وراره ددې قیصې نه خبرشونوویرې واخستوچې هسې نه محمدبن قاسم په هندوستان کښې پښې کلکې کړی اوسبادومره زورونیسی چې دده نه اقتدارواخلی نوهم دراجه داهردلورپه تورکښې یې دتېغه تېرکړو،دهغه وروستوسبګتګین ترکی غلام هم دلته داسلام بنیادکېښوداودهغه ځوی محمودغزنوی دغه بنیاددوامداروساتواودهغه وروستوبیا شهابالدین غوری،دبابرنه تربهادرشاه ظفرپورې سحرماښام په هندوستان کښې داسلامی امارت بنیادونه ایښودے شوی دي.خوپه اصل کښې دزبانی جمع خرڅ نه علاوه دوي دځانی ګټواونشه اقتدارپرته نورهیڅ هم نه دی کړي.

دپښتنوحکمرانانووروستوپه مغل حکمرانانوکښې جلال الدین محمداکبردلیک لوست نه دناشنایئ باوجودیوزیرک،پوهه اووطن دوست اذادخیاله حکمران ووچې هندوستان یې نېزدې نېزدې یوموټے ساتلے وو.اودهرقسمه مذهبی قومی اونسلی غوره والے اوکیڼ والے اوددې په وجه پورته کېدونکی فسادات یې خاموشه کړی وو.خوله بده مرغه اورنګ زیب عالمګیردخپلووروڼودوینوڅښلواوپلارتاحیات ذندانی کولووروستوداسلام جُبه واغوسته اواقتداریې په موټی کښې ونیو.دا هغه وخت ووچې دیوروپ سېلانیانودهندوستان مخه کړې وه.نا اهل اورنګ زېب دریا لپاره دقران کتابت ته لاس اچولی وواوډنډورچیانوبه یې ډنډوره کوله چې ډېرنیک اوپرهېزګاره بادشاه دے دقران مجید کتابت کوی دغه کتابت خرڅوی اوځانله پرې ډوډۍ پېداکوی دملک تنخواه په ځان حلاله نه ګڼي نااهل اورنګ زېب پدې خوش فهمۍ کښې اخته وواوپه ملک کښې پرتګالیانو،فرانسیانواوانګرېزانوځان ځان له حکمرانۍ جوړولې اومضبوطولې چې په نتیجه کښې یې واړه هندوستان دEst. India  کمپنۍ دقبضې لاندې دبرطانیې په تسلت کښې ورکړو.

پسې بيا