fbpx
سالار یوسفزی مقالې

دثورانقلاب دناکامئ وجوهات اواسباب

په تېرپسې

 ذولفقارعلی بهټودخپلومحسنانودلاسه کوم چې غېرملکی ایجنټان وواووژلے شواوسردارداؤددخپلومحسنانودلاسه دانقلاب په آړ کښې ډېرپه بې رحمئ دتېغه تېرکړے شو.ددغه بدلون مخالفت وړمبے په سردپاکستان پښتنواوبلوچ قوم پرستولېډرانووکړواونورمحمدترکۍ یې په شپونکی وباله.افواه داهم ده چې نوی انقلابی حکومت ددې قوم پرستومراعات په ابتداکښې بندکړي وودوی ځکه خفه وواودانقلاب مخالفت یې کولواوچې کله یې مراعات بحال کړے شول ددوی خفګان هم په خوښئ بدل شو.پښتنوپه ګڼ شمېرکښې دکوچیانواوخانه بدوشوغوندې ژوندتېرولوماموره وواوکه په کلی یاښارکښې هم استوګن وولیکلی لوستلی به هم ووخوچې دکوم پښتون سره به پیسه ټکه یا سرکاری عهده اورتبه په لاس راغله هغه به خپل چال ډال،زړوکي اواستوګنه بدله کړه په پښتوکښې به ورته په غږېدوځان بدښکاره کېدواوکه تابه ورسره هرڅوپښتووئیله اوپوخ یقین به دې پرې وو چې دے پښتون دے اوپه پښتوپوهېږي خوهغه به ستاسره یوټکے پښتوهم نه وئیله سېوا ددې نه چې هغه تاته حاجت مندشی اوپه اړتیاکښې درسره په پښتوژبه کښې خبرې وکړي.دغه خودغرضه اوخودپرسته بې ضمیره ناشونے حالت مونږپه پېښوراوایبټ ابادکښې هم وینوچې پښتون ته بیاځان په پښتون شناخت بدښکاری.

دغېرپښتنوافغانانودډیورنډدکرښې په حواله موقف واضح نه دے اوهغوي نه غواړي چې دډیورنډ دکرښې دواړوغاړوته میشته پښتانه دې بیاسره یوشي اوبیادې دافغانستان برخه وګرځي ځکه چې هغوي هسې هم په اقلیت کښې دي اوکه داپښتانه اودافغانستان پښتانه سره یوځائے شي نوبیا به دغېرپښتنوافغانانوشمېره په وړوکښې دمالګې برابرهم پاتې نه شي دغېرپښتنوافغانانودې تحفظاتوهم دانقلاب دناکامئ اووطن دبربادئ پوره پوره سامان وکړو.افغان دښمنه بهرنۍ ډنډوره اوپروپېګنډه هم ډېره په هنرډېره زوروره اوپه تول پوره وضعه کړے شوې وه.دامریکې، ديهودیانو،عیسایانواوغېردینواوبې دینوپه مرضئ اوایماداسلام دمقدس دین اوپاکې نامې اوسپېڅلی جهادی عمل په روسره داسلامی ملکونوپه کومک،تبلیغاتواومالی مرستوسره دافغانستان اواسلام دشمنانوقوتونوغوښتنې اوپرېکړې عملی کړے شوې.

دشیعه سُنی جګړه کومه چې دمذهب داختلاف په نامه دلته ترسره کېږی داپه اصل کښې دایران اوتازي ترمینځ تاریخی کلتوری جګړه ده.دې جګړې هم دانقلاب په ناکامۍ اودوطن په بربادئ کښې لویه ونډه ترسره کړه.که دامذهبی یامسلکی جنګ وے پکارده چې دسعودی عرب،بحرین،کوېت،اوعمان ترمینځ هم دغه جنګ روان وے.يادسوډان ،یمن اولبنان سره دنوروعربوملکونوجنګ روان وے ځکه دغلته په ګڼ شمېرکښې یهوداونصوارا میشته دي.

دایران په افغانستان کښې دخپلې ونډې دپه څائے ساتلواویادډېرولوپه غرض دافغانستان اوثورانقلاب په ضدداشراروصف بندی وکړه اوچاپه مارفسادات یې پېل کړل اودنمرخاته له اړخه ددنیا دوه څلوېښت اسلامی اوغېراسلامی بدماشانوملکونودامریکې په ایما،سازش اوطریقه کاردافغانستان خلاف عملیات پېل کړل.امریکې په شوروکښې ۶.۲۰ بیلین امریکی ډالراو۹۲ سټنګرتوغندي اشراروته ورکړل.او۳۴ بیلین ډالرسعودی عرب ورکړل.اوبیایې همدغه مرسته جاری وساتله.په دغه جنګ کښې دينځلسولاکونه زیات عام افغانان شهیدان کړے شول.روس ته دببرک کارمل دمرستې اپیل  هم یوه غلطی ثابته شوه اودروس وړمبۍ خوش فهمۍ هم افغانستان ته ډېرلوئې تاوان ورسولو.دملک دفاع یې ونه کړه بلکې دافغان دښمن ملکونواواشرارواعلامیې له یې نورهم کوټلی ثبوتونه پېداکړل.

پسې بيا