fbpx
سالار یوسفزی مقالې

پښتانه زماپه اند

په تېرپسې

هندوستان چې تل ددننۍ بې اتفاقۍ اوکورنی اړی ګړی اوځانځانۍ ښکارهېوادپاتې شوے دے داریاودروایت ترمخه دلته راکشس (دراوړ)ووسېدل،چې دایندردېوتاپه مشرئ کښې داریا قبیلې دلته راغلې دغه راکشس یې څه ووژل اوڅه يې وزغلول.دایندرمعنی ده دبندونوماتونکے اوشلونکےدلته دبندونوجوړولودواړه معنې په کارشوي دي وړمبۍ یعنې دراوړودعلم اوهنر،سوچ اوفکرخاوندانوته بندونه تړلی ووپه هغوي هرقسمه قدغنونه لګولے شوی وو.دوېم چونکې زرعی دوروودغه دراوړواوبه ځائے په ځائے ډب کړې وې اوصرف خپل حق یې پرې ګڼلودایندردېوتا(بندونوشلونکی)په مشرئ کښې اریایي قبیلې هندوستان ته راغلې دغه بندونه یې وشلول اوهرې خوا ته یې دانصاف دوره مخ په وړاندې وغزوله.څه وخت خودوي هم دخپل کلتوراوفکری رجحان سخت پابندوو.ددراوړودکلتورژوندژواک اومذهبی عقیدونه به یې ډډه کوله خوچې کله يې نسلونه په هندوستان کښې پېداشوداریا اودراوړکلتورونوپه ګډه یونوے کلتورمخې ته راوړو.خوپه اخره کښې اریایي عقیده لرونکي هم درام نام ستې هے په نارومست عادی اومقلدشو.

داریایي قبیلوپه دغه لښکروکښې پښتانه اریا هم ګډراغلي ووچې کله راکشسوماتې وخوړه ارین فاتح شول اودهندوستان په زیاتره برخه قابض نودهندوستان مقبوضه یامفتوحه ځمکه اریا قبیلوپه خپل مینځ کښې ووېشله.پښتنوارینوته چې کوم پڼ غالي په برخه ورسېدل دهغوپڼ غالویا ګودرونونومونه سړه بن یعنې سړې اوبه،بات بن یعنې دشولګرواوبه، اوغرغښت یعنې غررغښت (درغښتی غرپنډ غالے یاګودر)چې وروستودروانې وینا سره باتبن په باټ بڼ اوبیا په بټن واوړېد اوغررغښت په غرغښت،دادسړونومونه نه دي دګودرونواوپڼغالونومونه دي هغه ځکه چې په سنسکرت ژبه کښې بن داوبواوروکاوټ دواړولپاره پکارولے شي.

دوخت په اوږدوکښې بهرنی یرغلګرودپښتون قام دکلتوراوژوندژواک تروړلوهسې شوروکړې داهم یواځينئ لاروه چې دهغوي پخې ذېلې ورېبی اودهغوی قومی غرورپه اسانه ترپښولاندې کړي.ددغه ترورزم په مقاصدوکښې داوړمبے ګام ووچې ډېرپه زرکتیا سره پورته کړے شو،دهغوي دمختصراستوګنې پڼ غالي اوګودرونه يې دهغوی دنیکونونومونه کړل،اودهغوي لرغونے نسلي تاریخ یې هم ددغه ځایه پټې سترګې پېل کړو.داریانې پښتانه څه شول دهغوی نیکونه ،ورنیکونه اوډرنیکونه څوک وواوڅه شول.ټول تاریخ اوکلتورپه یوځائے رالنډ کړے شو،کله په هېړپه ایرانی اریااوکله په هندي اریانسل دضرورت ترمخه یادکړے شو.دبده مرغه نه خوپخوا اونه اوس پښتون قام اودهغوي مشرانودقام دلرغونی تاریخ اوکلتوراودهغواهمیت دقام دنن اوسباپه ژوندژواک اوپرمخ تګ دژورې اومثبت اغېرې ادراک اواحساس کړے دے خولکه دډنګرویې ژوندتېرکړے دے اوتېروی یې.دعربودمذهب په جامه کښې پټ کلتوري فریبي یلغارهم دوي پخپلوتېروپنجواوداړونکوچلولي غاښونوکښې داسې وژوئیل چې دقامی سرورکې بوس یې نن هم د سرتېرو اوورکولېونوهواګانوپه اوګولېونی سپیلنی اوبې خبره اوبې منزله الوځي.ډېرپه اسانه دوي يهودیان اوبیامسلمانان کړے شول اوکه څه لږې ډېرې کلتورې نخښې يې پاتې وې هغه ترې هم واخستے شوې،مکارواوچالاکه عربوله یوې خوا دعرب قوم پرستۍ دپخلی اوپرمخ تګ اوعرب قومی برترئ لپاره هلې ځلې مخ په وړاندې چاقې اوتندولې اوله بلې خوا يې دنوروقامونوقوم پرستي کفراونفاق بللو.اوددغې پلان لپاره یې خپل کوټلی کارکونکي تیارکړل اوهغوي ته يې دعربواواسرائیلوقيصې،تذکرې،حکایتونه اوژوندژواک ورګوټه کړواوپښتون قام يې کلتوري،ذهنی،فکری اوجسمانی طورداسې غلامان کړل چې نن هم ددغه عربی کلتوراودهغوی دفکری یلغارزېراثريوپښتون دخپل سکه وروروینې داسې تویه وي لکه اوبه.

پسې بيا