fbpx
سالار یوسفزی مقالې

دثورانقلاب دناکامئ وجوهات اواسباب

په تېرپسې

افغانستان دمختلفوقومونواوطبقودنالوستووګړویوداسې هېواددے چې ډېرکم وخت به یې په ارام تېرکړے وی نورهمېشه دیونه دیویرغلګرسره مخ وي اوپه ربړه.خواوشا څلورپنځوس فیصده حصه په پښتون وګړی اډانه لري چې زیاتره کوچیان اوخانه بدوش دي کم لیکلی لوستلی دي،ساده لوحه اوغېرجمهوری مذاج لرونکي دي اوتقلېدی مذهبی بنیادپرست دي اودغسې پاتې نورقامونه یې هم دوسعت نظرۍ اوجمهوری مذاج نه نا اشنااومذهبی بنیادپرست دي.دوي په اورېدلې خبره باورکوي په دغه خبره دسوچ اوفکرکولوسخته ځان له نه ورکوي اونه يې ضرورت محسوسوي یاکاروړمبے کوي اوسوچ پرې وروستو،همدغه وجه ده چې اړے ګړے پکښې ډېرپه اسانه جوړېدے شی یاپېداکېدے شی.څوچې دامردجغ لاندې وي په کیل سم وي اوکه ورته سربانډې سستوې نویوپه یوه اوبل په بله دناړئ نه سراوباسي.دظاهرشاه اوږودامریت ددوي دمزاج سره سم ووددوي خوښ ووخوچې کله سردارداؤدکودتاوکړه دوګړودحقوقواحترام یې مقدم وباله په سیاسی مېدان کښې يې ورته برخه ورکړه اودامریت دناړۍ نه یې خوشي کړل نودوي خپل مذاج برسېره کړو.دسردارداؤدتخته یې پاسترکړه اودثورپه میاشت کښې يې انقلاب برپاکړوچې دثورانقلاب په نوم ونومېد.دغه بدلون عوامی نه ووفوځی وواودغه فوځی فکرډېرزردوه مشران نورمحمدترکۍ اوحفیظ الامین دتیغه تېرکړل اودرېم ببرک کارمل یې دماتې سره مخ کړو.هغوي دخلقودغولولولپاره عوامی مشران لکه دنېنځکوپه سیاسی تخت کیښنول خودهغوی عملیات یې دستونی نه تېرېدل.نه یې دعوامودحقوقوخیال وساتلواونه دهغوي په نفسیاتو،جذباتواوخواهشاتوپوهه شول.اونه دچاپېرچل دچپاؤنواوبدوفکرونولرونکوهېوادونودتوروذهنونوهواددوي ذهنونو،غوږونواوفکرونوته راورسېده اویاپرې دوي غوږونه ونه ګرول.دلته دپښتنواوغېرپښتنوترمینځ دمینې اوورورۍ نشت والے هم ډېرزیات وو.دسردارداؤدپه وخت کښې دډېورنډدکرښې نه ختیزاړخ ته دمیشته پښتنوواپس دافغانستان سره دیوځائے کولواویادپښتونستان په نامه دجداهېوادجوړولوهلې ځلې هم تُندې شوې اوکه دافغانستان استقرار،امن اوارتقا مخ په وړاندې تلي وے نوکېدے شی نن به دډېورنډدکرښې سرورک شوے وو.دغه ویره دپاکستان په مزغوکښې لکه دچینجی غړېده اووارته واره ډېرېده.که ددغه سلکلنۍ لوظنامې وخت پوره شی اوافغانستان ددې جوګه وی اودمستعمرې برخې غوښتنه وکړی نودپاکستان به څه کېږي.داهم هغه وخت وویعنې ۱۹۷۴ دثورانقلاب برپاکېدونه څلورکاله وړاندې ذولفقارعلی بهټودګل بدین حکمتیار،برهان الدین ربانی اودهغوي شان نورضمیرخرڅه،وطن دشمن نورمجرمان دافغانستان خلاف تربیه کول شوروکړل.وئیلے کېږي  ذولفقارعلی بهټوافغانستان ته په سرکاری دوره تلے وودملاقات درسمی اغازنه مخکښې سردارداؤدملنګ جان راوغوښت.سردارداؤدپه کرسۍ ناست ووملنګ جان پسې دشاله لوری راغے غوږیې ورته راښکته کړوسرداؤدورته پټ په غوږکښې اووئیل نن احتیاط وکړه پخپلوشعرونوکښې دپښتونستان ذکرمه کوه بهټوبه خفه شی.کله چې دملاقات درسمې اغازوروستوملنګ جان ته دڅه وئیلوبلنه ورکړے شوه  نوهغه ګویاشو،

چاغوږکښې راته ووې چې جانان مه یادوه

دسروشونډولپاسه سورپېزوان مه یادوه

راوړئ ذولنۍ چې اول ځانته یې په پښوکړمه

دعشق په کارکښې مالره ذندان مه یادوه

پسې بيا