fbpx
سالار یوسفزی مقالې

طالبان

 په تېرپسې

که څه هم طالب دپاکستان دملېټری اوسېول بېوروکرېسۍ دپټوعملیاتومخامخ نوم وواوپه دغه نوم دوي خپل عملیات مخ په وړاندې بوتلل خودامریکې دچابک حکمت عملئ اوپه خرپ تګ دغه نوم اوددې نامه په ترڅ کښې واړه عملیات شنډکړل.امریکې هم افغانستان لکه دپاکستان پسته نمړۍ ګڼله چې به یې پخپلوتېروداړواوزوروروجاموپه یوخرپ مېده کړی خودهغوي دغه خوش فهمي هغوي ته ګرانه پرېوته.طالب نوم خوژوندے پاتې شوولې مقاصداوعملیات بدل شو.وړمبے طالب چونکې نه خو افغانے وواونه یې دافغانستان دخېراوشر،ودانئ اوبربادئ سره هډوکارلرلوخوپه پردواشاروګډېدونکے بالکے ووچې دمخه یوړل شو.اوبیا هم پدغه نامه دافغانستان خواخوږوله یوې خواه ایران،روس،چین اوپاکستان اوانډیاله بلې خواه دطالب په نامه دغه خونړے مېدان تودوساتلواوامریکې ته یې پوزې ته پېزوان واچولو.دافغانستان خواخوږي دهغه خپل بچي دافغانستان داستقلال لپاره دیرغلګرودجاموماتولوکوښښ کوي اوپاتې ذکرشوي ملکونه ددې ویرې ګذارکوي که امریکې دلته پښې ټینګې کړې نودهغوي هم خېرنشته.دبلې خواه امریکې،انډیا اواسرائیل دطالب په نامه په پاکستان کښې دبدامنئ اوانتشاربازارتودکړے دے چې پکښې ترډېره حده پاکستانی ایجنسوپخپل لاس همدې اورورته کولوته تیلي وهلي دي،اووهي خوبیاهغلته داورمړکولوتوان نه لري اویا یې نه وژني اوبهرني ملکونه پکښې ډېرپه اسانه خپل ټټرتودوي .امریکه فکرکوي چې په افغانستان کښې دهغوي خلاف عملیات پاکستان دطالب په نامه کوي ددې وجې هغوي هم په پاکستان کښې دطالب نامه دخپلوعملیاتودپردې په غرض په کاروی اونېغ په نېغه ورته هم ګوته څنډوی،سحرماښام يې ملکی حدوددپښولاندې شاربي،ډرون جهازونه پکښې لکه دپتنګانوالوځوي خوچونکې پاکستان ذهنی طوردغه خاوره اودددغې خاورې وګړي خپل نه دي ګڼلي نوځان يې نانګاره کړے دے اوفکرکوی که سویه يې ونیوه نوپه تیاره به ددوي ښکاروشی اوکه سپے یې مات کړونودسپی نه به خلاص شي خوهغه ورځ لرې نه ده چې دغه جهازونه لاهورته راورسي اویا دنمرخاته غاړې خلک هم ډاډشی دوي به بیا منګولې مروړي خووخت به ترې تلے وي.انډیافکرکوی چې دهغوی په ملک کښې دګډوډی ذمواراوپېداکرده پاکستان دے دے چې څومره کمزورے وي لکه دزخمی شادوپه خپل پرهراخته اواموخته وی مونږبه ترې دمه یو.اواسرائیل یې دجوهری توانایئ نورواسلامی ملکونوته دورکولوله ویرې نه کمزورے لیدل غواړی.ددې غرض لپاره نه یواځې داچې افرادبلکښې سرکاری اوغېرسرکاری ادارې یاخواخستے شوی دي اویاجوړې کړے شوی دي.تبلیغاتی ادارې،فرنټ اوپرنټ میډیاهم یا اخستے شوې دي یاجوړې کړے شوې دي چې دخپلوبادارانولپاره ډیرپه تندئ اوچابک دستئ دخپل ایمان ټوکرۍ وړي.

پسې بله کړۍ