fbpx
سالار یوسفزی مقالې

افغانستان دثورانقلاب نه ترسوّرانقلابه پورې

په تېرپسې

شوروی اتحاد دافغانستان نه واپس لاړخواشراردخپلوبهرنی دوه څلوېښت بدماشانوملکونوپه صلاح اولمسه دلوظنامې نه واپس وشړَتېدل اودمرګ وماراولوټ تالان بازاریې ښه تودکړو.شاه نوازتڼۍ چې په دغه وخت کښې وزیردفاع ووډاکټرنجیب الله ته صلاح ورکړه چې هسې هم خرابېږوپکارده چې ددفاع په ځائے په دښمن جوابي حمله وکړو خوډاکټرنجیب دداسې کولونه منع کړو.شاه نوازپټ په پټه په دښمن دحملې کولوتابیاوکړه خوپه عېن وخت کښې ډاکټرنجیب دهغه ددغې عمل سروچقولواوتڼے هم په تېښته مجبوره شو.اشراروهم په کعبه کښې لکه دګډوبیزودشنوپاڼوخوړلوپه څېرقسمونه وخوړل اوچې بهرراووتل پچې یې وکړې اوخپلوبېلماځه عملونوته یې دبېلماځه استاذانوپه مرسته اوډاډدوام ورکړو،ملګري ملتونه چې دافغانستان دمخالف بادملګري وودهغوي ذېلي څانګې دانسانی حقوقوکمېشن دډاکټرنجیب نه دحکومت نه دلاس په سر کېدوتابیاوکړه کوم چې داشرارونوے شرط وو،يعنی ډاکټرنجیب دې حکومت پرېږدی مونږبه ټوپک کېږدو.ډاکټرنجیب په افغانستان کښې دصلحې اوامن راتلوپه خاطردحکومت نه استعفی ورکړه اوداستعفی ورکولوسره سم دملګروملتونوپه دفترکښې بندي کړے شو.یوفکرمخې ته داهم راغلے دے چې ډاکټرنجیب دملک بهردتلوکوښښ کولوخودببرک کارمل ځوي خلیلی اورشیددوستم په هوائي ډګرپه زورمنع کړواوهغه دځان بچ کولولپاره دملګروملتونوپه دفترکښې فناه واخسته.دوېم خبردادے چې ډاکټرنجیب په ټګئ هوائي ډګرته راوستے شوچې دافغانستان دامن لپاره په رابللې شوې غونډه کښې شرکت وکړي، هغه چې کله هوائي ډګرته راورسېد نوجرګه،مرکه یاغونډه هیڅ هم نه وو.هم دغه ځائے کښې دوګړودحقوقودکمېشن استاذی هغه ته ووئیل چې مونږنه شو کولے چې په افغانستان کښې ستا ساتنه وکړے شو.ددې وجې ته افغانستان پرېږده اوچې بل کوم ملک ته ځې لاړشه.ډاکترنجیب دداسې کولونه منع وکړه اودهوائي ډګرنه بیرته ستون شو.

مجاهدین دافغانستان په تورواوسپینوباندې قابض شول.دصبغت الله مجددی دعبوری حکومت په تابیابرهان الدین ربانی صدراوګل بدین حکمتیاروزیراعظم وټاکلے شول،دادوردافغانستان لپاره ډېربدبخته اوتورثابت شوهرخوا دلوټ تالان اومرګ وماربازارګرم وودافغان وګړی ژوندهیڅ قدروقیمت نه درلوداونه څه فناګاه،پاکستان وس ساه واخسته اوفکریې وکړوچې ګل بدین دهغوی سړے دے اودډېورنډ کرښه به ورسره رسمی لاس لیک کړی.ګل بدین ته یې دپاکستان ددورې کولواپیل وکړوګل بدین په دغه اپیل پاکستان ته دافغانستان دسربراه په هیڅ په دوره راغے.پدې دوره کښې هغه ته دډېورنډ دکرښې دپاکستان سره په رسمی توګه دمنلووړاندیزدحکومت پاکستان له خواه وړاندې کړے شوخوهغه دډېورنډدکرښې دپاکستان سره په رسمی طوردمنلونه ډډه وکړه اوجواب یې ورکړوچې دډېورنډ کرښه زمایادافغان حکومت نه بلکې دکرښې دواړه اړخونوته دمیشته افغانانومسله ده.پاکستان داځواب ډېربدوګڼلو،ګل بدین لاپه پاکستان کښې ووچې دافغانستان حکومت اوخاورې غصب کولوتابیاپه اسلام ابادکښې جوړه کړے شوې وه.دامشن هم دپاکستان پیپلز پارټۍ په مبارکولاسونوداسې ترتیب کړے شولکه چې ذولفقارعلی بهټودسردارداؤدپه دورحکومت کښې دافغانستان خلاف ترتیب کړے وو،دنصرالله بابرپه مشرئ کښې دپاکستان فوځ اودآئی ایس آئي غېراعلانیه یا پټ تربیه شوی تنظیمونه چې پکښې جمیعت علماوطلبا اسلام اوتاریخی پښتون دښمن جماعت،جماعت اسلامی، سرفهرست دي دطالب په جامه کښې شپې ترشپې په افغانستان یرغل وکړو،وړمبے په سريې ډاکټرنجیب الله سره دهغه دورورشهیدان کړل اودهغوی دمړوبوټوبې حرمتی یې هم وکړه.دغه قاتل دګاونډی هېوادیوفوځي افسرووچې دملابورژان په نامه یې دغه تورعملیات سرته ورسول اوبیا په فرضی چاودنه کښې اووژلے شو.دپاکستان دسېول اوملېټری بیوروکرېسۍ داهسه،تابیا اوچال ووچې اول به دپاکستان اوافغانستان یوکنفیډرېشن جوړکړے شی اوبیا چې کله دوی ته حالات سازګارشی اودوی کولے شی په کابل به دپاکستان بېرغ ورپوی.دغه دفساد شخړه وه چې په بدنیت اودغصب اواستبدادلپاره سازه کړے شوې وه خوپه سرلپاسه سرهم وي اوپه غل لپاسه غل هم.ددوي دغه توره اوکږه ناولې اراده داسامه بن لادن په لاس کوم چې دامریکې خصوصی ایجنټ ووامریکې ته ورسېده.امرېکې خپله تابیاکړې منصوبه دټاکلی وخت نه وړمبئ کړه اودعالمی تجارت دواړه ودانۍ یې پخپله وړنګولې،لقسته یې په سوډان کښې ددارودورملوپه کارخانوبریدونه وکړل اوبیايې ددغه تجارتي ودانوړنګولوتورپه طالبانواوالقاعده پورې کړو.یاد دې وي چې ددي نه مخکښې دالقاعده څه خاص نوم اوکردارنه ووکوم چې امریکې دخپلوپلیتواوشوموغرضونودتحصیل اوتکمیل لپاره دجوازاوبیلګې پېداکولوپه اډانه وضع کړو.طالبانوډېرې لتې اووهلې دامریکې ډیرشرطونه یې ومنل اوکه یې سل په سله دهغوي شرطونه منلي هم وے بیابه هم  امریکې دطالبانوحکومت ړنګولوځکه چې هغوي دپاکستان ددوه رنګئ نه په ویره کښې وواوپه څه نه څه بهانه يې خپل طاقت هم دلته په ځائے کولو،چې کله يې طالب اووهلوپه پاکستان يې پښې ودربولې اوديوټیلیفون په جواب کښې ورته پاکستان لبېک ووئیل.

 پسې بله برخه