fbpx
سالار یوسفزی مقالې

دپښتون دتاریخ خط وخال

پښتون یوداسې قوم دے چې څه رنګ یې تېرنسلي تاریخ په تیاروکښې پټ دے دغسې یې راتلونکے وخت هم دسرورکې اوګډو‌ډۍ ښکاردے نه دوي چرته په یومرکزراغونډشویدي اونه ددې قام دیووالي،اذادۍ،پرمختګ اوابادۍ لپاره په رسمي توګه څه سوچ،فکریاتحریک وړاندي کړے شوے دے .

اربن  (urban)تهذیب چې خواه وشاه    3000کاله دمسیح دزېږون نه اګاهوپدې خاوره کښې زرغون اوزرخېزشو.وروستوسکندریونانی،Alexander ,چنګېزخان،ګرېکوبیکټرين (Greco Bactrian )کوشنز (Kushans)سفوېدي (Saffarids )اومغل دلته میشته شول.پښتون قام دتهذیبونوپه ژرنده وارپه واردل شوے دے اوهرتهذیب پرې خپل څه نه څه اثرات پرېښودی دي او دهرتهذیب نه ددغه څه نه څه اثراتویاخصوصیاتوخپلولوترې خپله هستي دتل لپاره ّهيره کړې اویاتروړلې ده.

څوک يې داریاقوم دپینځؤټبرونوڅخه یوټبرګڼي څوک یې دبنی اسرائیلویوه نسلی څانګه ثابتوي اووائي چې بخت نصرکله داسرائیلولس قبیلې اووهلې اوتیت پرک یې کړې اوهغوي دژوند دسرمايې دبچ ساتلوپه تګ ودؤکښې د ډېرې بې سروسامانئ په حالت کښې درپه درخاورې په سرپه وروکولارو ورکې شوې په دغه ورکوقبیلوکښې یوه قبیله پښتانه دي.که دامفروضه صحيح وي نوزه فکرکوم بخت نصرپښتون وواوهغه داسرائیلولس واړه قبیلې په اخ وډب زغلولي وې.ځکه بخت نصرنوم ما دعربواواسرائیلوپه ټول تاریخ کښې نه دے اورېدلے اوپښتانه نن هم دانوم دخپلوبچولپاره خوښوي .انسانی مزاج دے چې ددښمن نوم ته په سپک نظرکتلے کېږي نه چې دهغه دنوم دخوښئ اظهارکېږي،که بخت نصردبل قوم اتل وے پکاروه چې په نوروقامونوکښې دهغه نوم بیا بیااېښودے کېدے خوداسې هیڅ اثارپه نظرنه راځي .

دوېم فکر دادے چې پښتانه بنی اسرائیل دي دطالوط اولاددے.دطالوط دوه ځامن وو،دیونوم اصف وواودبل نوم افغان وو.دافغان درې ځامن وو،سړبن،غرغښت اوبیټن (ائین اکبری)

دریم فکردادے چې دمحمدُپه دورکښې څه پښتنودقېس په مشرۍ کښې اسلام قبول کړواوچې کله دمحمدٌسره میلاؤشونوهغه ورله عبدالرشید نوم کېښود.په دغه وخت کښې محمدٌدجنګ اُحد تیاري کوله.دخالد بن ولید خوریې ورته په نکاح کړه او دهغې نه یې درې ځامن وشوچې دیونه یې سارابن (چې وروستوپه سړه بن واوړېد )یعنې دساراځوئے کېښود،دبل نه شرخ بن (شرخ بون )اوددرېم نه خرش بن (خرش بون).خوداهم دمنلووړخبره نه ده ځکه چې قېس دپښتنونوم نه دے .اونن هم پښتانه لفظ ،ق ، نشی ولاړولے .دوېم په دغه وخت کښې یعنې داُحددغزانه مخکښې خالد بن ولید لا نه وومسلمان شوے نوهغه خپله خوریونوی مسلمان شوی غېرله څنګه ورکړه.درېم که سارا بن (سړه بن )یعنې دساره ځوئے دے نوخرش بن به دخرش ځوئے وی اوشرخ بن به دشرخ.خرش اوشرخ نه خودقېس نومونه یا لقبونه وواونه دسارانودادواړه بیا دسارا بن وروڼه نشی کېدے.ددې خبرې سپناوے د (Encyclopedia Britannica ) ددې وېنانه کېږي چې ابدالی یاهپتالی داریائي قبیلې اپتل (Aptal )۴۰۰ میلادی خواوشاه دترین ځوئے دشرخبون نمسے اودسړبن کړوسے دے.

بهرحال زمونږموخه دلته دپښتنودنسلی تاریخ سپیناوے نه دے بلکښې دپورته ذکرشوې تذکرې مقصدصرف دومره ووچې داقوم څومره اوڅنګه په تیاره کښې ساتلے شوے دے.

پسې بيا