fbpx
سالار یوسفزی مقالې

کارکرم

دروایاتودړوندتقلیدکونکودلاسه پرون مادملائېکوداستاددنامې دنخښوبې عزتی ولیده زه ګورې په کوم سوچ کښې دروایاتودتقلیددتکمیل وروستویوې ډډې ته ولاړووم.حاجیان لکه په بې هوشئ کښې اوسخت په غصه کښې د هغه په نخښوورپه دوکېدل هغه تمثیلی دیوالونه یې په ګټوویشتل کوم چې دیادرفتګان وضع کړی روایتی نخښې وې.دکنځلو، پېزارونواوګټوپرې په خلاص مټ باران ورېدو.

ناڅاپه دشالخواه مې یو اوازترغوږشو!!! راونډ کاکارکرم ګرم هے کیآ ؟ اولاس یې زما اوږې ته را اوږودکړو.غصه خوډېره راغله چې دامونږڅه کوواودے څه وائی.خوبیا مې فکروکړوڅوک ملګرے به وی ټوقې به کوی خوچې مخ مې شاته اړولویو سور سپین ، سپین ږیرې په سپین احرام کښې پټ نورانی مخ یو سړې ټهیک زما له شا نه زما خوا ته رامخې ته شو.ددعا سلام وروستوګویا شوپه کوم فکر کښې ورک یې هله زرورشه اودیاتریانوسره دراوڼ په تذلیل کښې پوره برخه واخله.ماوې استغفرالله داراوڼ نه دےشیطان دے چې حاجیان داعبادت دسنت ابراهیمی پوره کولولپاره کوی.هغه وې کوم فرق دے په یاتری او حاجی کښې په راوڼ ، راکشس او شیطان کښې واړه یاتریان یا حاجیان دبدئی دغه وضع کړې شوې روایت همیشه او په هرځائې کښې هم دغسې په کاڼوو،تیګو،پیزارونواوغشوولی خو پخپله دبدوعملونونه مخ نه اړوی.

ماوې داروایت نه دې عبادت دےیاتریان بت پرست دی شرک کوی اومونږواحدلاشریک یو خدائےمنواو دهغه عبادت کوو.هغه راغبرګه کړه ایا ته نه وینې چې ددې عمل مقصداوادایوه ده دا بیله خبره ده چې داداطریقه بدله بدله ده او عبادت دروایت تسلسل د ے کوم روایت چې په تسلسل سره په مذهبی بڼه کښې اداکړ ے شی هغې ته عبادت وائی اوکوم چې په ټولنی فکرترسره کېږی روایت پاتې شی . که پدې دیوال غور وکړې نوجسمانی طوردا هم یو بت د ے اودعقیدې په روپه راوڼ کښې هم دغه دبدئ صفات هرکال دیاتریانودلاسه تروټلے کېږی.

ډیره غصه راغله چې ده ته څه ووایم خوچې مخامخ دخلقومظاهرې ته فکرکوم ټول چې لکه دعقل نه خلاص وی اوپه ډیره بدمزاجئ دګټوپه دغه دیوال خپله غصه سړوی.زما هم غصه سړه شی چې خدایه څه ووایم چې ددې سړی نه وس خلاص شم خودوئیلونه مې نه وئیل غوره وګڼل خوپه اند کښې ډوب پاتې شوم اودجمرات اوراوڼ په خلاف دخلقوجوش اوجذبې اودهغوی دغه دلېونوپه څېرمظاهرې مې په زړه کښې دراوڼ اوشیطان ، یاتری اوحاجی تصویرونه یوکړل اودغه تصویرونه وار په وار دومره په تېزئ زما په مزغوکښې اوړیدل چې زه ګانګوړه پاتې شوم.

خوهغه خامخا زه زورولم اوپه قلاره یې نه پرېښودم اوبیاګویاشوتپوس یط وکړوتاته پته ده داشیطان خلق ولې په کاڼوولی ؟ماوې اودابدبخته دانسان ازلی دشمن دے دنافرمانئ اوبدئ ابتدا هم ده اوپه انتها هم ولاړد ے.هغه مسکے شووئیل یې زما پوښتنه داده چې خلق ولې دا شیطان دلته په کاڼوولی ؟ آیا داشېطان دلته قېدکړ ے شو ے د ے اونوره دنیا ترې خالی شوېده ؟ سم یې قارکړم خویوخوامشروواوخبره به یې هم په طریقه اوخنداکښې کوله اوزه داسې ګومانی شوم چې د ے پخپله پوهه د ے یا په ما پورې خندا کوی یا مي دڅه مقصد لپاره قاروی نوزما غصه سړه شوه

نا ! دا سنت ابراهیمی دی چې شیطان ورله دلته درې واره مخې له راغے چې دخپل نیک مقصد نه یې واړه وی اودرې واره هغه په کاڼوووېشتواومونږهغه یادپه داسې کولوتازه کوو. هغه په ډرق ډرق وخندل اوګویا شوتا مخکښې ماته اووئیل چې دنافرمانئ اوبدئی ابتدا دشېطان نه شوېده ته هغه بدئی اونافرمانئ ماته په ګوته کولے شې کومې چې شېطان کړېوی ! ماوې آوالله پاک ادمء دخاورې نه جوړکړوبیا یې پکښې سپېځلے روح وپوکواوټول مخلوق ته یې حکم ورکړوچې آدمء ته سجده وکړئ واړه مخلوق دخدائے دحکم سره په سجده شوسېوا دشېطان نه هغه لوئی وکړه زه داورنه پېدا یم او دے دخاورې نه زه دده نه غوره یم ده ته څنګه سجده وکړم ؟ آدمء ته یې دسجدې کولو نه انکاروکړودالله پاک دحکم نافرمانی یې وکړه حالانکې دے داول نه دکافرانونه وواوازلی بدبخته وګرځولے شو.هغه بیا په ډرق ډرق وخندل وې ساده سړیه دایمان نخښه داده چې دخدائے نه دکېدواودمخلوق نه دنه کېدوعقیده او یقین په زړه کښې وی یعنې هرڅه چې دی خدائے پیدا کړی دی لودهغه دحکمونوتابع دي هېڅ یومخلوق دالله دمرضۍ او امرنه سیوا څه نشی کولے نوبیا شېطان څوک دے چې هغه دخدائے دحکم نه بغېرپخپله څه کولے شی یا یې کوي یعنې چې څوک دنیکۍ نه منع کړي اوبدۍ ته یې متوجه کړي او ایا دا دالله خوښه نه وه چې تاسوته وښائی سجده صرف خدائے ته روا ده او دهغه نه علاوه بل چا ته روانه ده .او د تخلیق مالک صرف خدائے دے اومخلوق ترې عاجزدے او دشیطان انکار هم یوخدائی امردے خوانسان ترې دبدې خدائے جوړکړواوخدائی صفات یې ورله ورکړل .تا چرته شېطان لیدلے دے چې راځی اوتا دیوکارنه منع کوی ! ماوې نا هغه په زړونو کښې وسوسې پېداکوي.،وئیل يې هغه بې دخدائی امرنه زړونوته ننوتے شي اوپه زړونوکښې وسوسې پېداکولے شي! ماوې نا.،وئیل یې جوړې شېطان هم دخدائے دحکم تعمیل کوی کنه !ما جواب ورکړوهغه نافرمانه دے دخدائے دحکم تعمیل نه کوي بلکښې دخدائے له طرفه رټلے شوے دے هغه وئیل داتاته چاوئیلی دي ما وې ملایان صاحبان وائی ، مذهبی تاریخ وائی.وئیل یې په ملا یقین کوې په مذهبی تاریخ یقین کوې او په ما نه کوې ؟ ما وې ته پکښې لاڅوک يې چې پتا یقین وکړم؟ وې زه هغه رټلے شوے یم.ددې اوریدوسره مې ورله په لاس کښې نیولے دیخواوبوډک بوتل راخشی کړویو ډب خومې واورېدواویوه چغه هم خودے ورک وو.ماولیدل مخامخ یوسړی دخپلې غټې غټې ږیرې ګرولونه لاس ویستلی ووملا یې ګروله اواګیربګیر یې کتل اوداوبوهغه بوتل ټهیک دهغه شاته دهغه په پښوکښې پروت وو…..!

مینا

۱۵اکتوبر۲۰۱۳