fbpx
سالار یوسفزی مقالې

دپښتون دتارېخ خط وخال

په تېرپسې

دپښتنوسیاسی تارېخ په روښانه طوردمیروېس خان غلزي ۱۶۷۳-۱۷۱۵ نه شورو کېږي حالانکښې ددې نه مخکښې دپښتوژبې اوپښتون قام تارېخ دشپږوزروکالونه زیات بیانېږي خواثبات هیڅ نه لري سېوادژبڼی جمع خرچ نه .دیارلس سوه کاله خواوشاه دامیرکروړدبهادرئ ،اتل ولئ اوحکمرانئ قیصې په ګوته کېږي خوپه دلیل کښې دامیرکروړیونظم اودبېټ نیکه یوه دعاراپاتې ده اوبس .

مېروېس خان دقندهاردیوې مالدارې اوسیاسی کورنۍ دسلیم خان اونازوبی بی کره سترګې وغړولې پدغه وخت کښې په قندهارکښې دشیعه ایرانی اومغل سنی ترمینځ جګړه روانه وه.میرویس خان په مکه کښې دشیعه ګانوخلاف فتوی واوريده اوپښتانه قبائیل یې راټولول شوروکړل (Edward G Browne 1924).

په۱۷۰۹ً کښې یې جیورجے ایکس ائي (George X I)یوعیسائی کمانډر چې په ګورګین خان مشهوروواووژلو.اواقتداریې ترلاسه کړو.ددې نه داپه ډاګه کېږي چې دمیرویس خان کودتا اوتحریک دپښتون قام اوپښتوژبې لپاره نه ووبلکښې دمذهبی فرقه پرستئ زیراثرشوروشوے وو.ياده دې وي چې دایرانی اوعربی قامونوترمینځ روانه جګړه ډېره زړه راروانه ده په مختلفوشکلونو،نومونواوهیلوبهانومخ په وړانډې روانه ده اواخری سر یې دشیعه اوسنی په فرقه پرستئ تمام شوے دے . دواړه قامونه دمذهب دنامې داستعمال په وجه ډېر نورقامونه نفسیاتی ، اواقتصادی طورخپل غلامان کړیدي اوډېره لویه فائده يې ترې پورته کړې ده.خپله برتری یې په نوروقامونو ذهنی طورمسلط کړې ده.هم ددې فکرداثرلاندې دپښتون قام دځاني فکراوحیثیت دفکردنشت والي په وجه دبل هرقام نه زیات تاوان موندلے دے اولامومي يې . دمیرویس خان اواحمدشاه ابدالی اودنوروحکمرانانوترمینځ دافرق دے چې دوي دکوره بهرنران وواودانورپه کورکښې دننه نران وو.دمیرویس خان ورورعبدالعزیزخان دخپل ورورښې لاس پاتې شوےووخودمیرویس خان دمرګ وروستودهغه ځوی محمودپدې تورووژلوچې هغه قندهار واپس پارسیانوته ورکولو(Steven Olfinoski 2004 )

دوېم پښتون زورورحکمران احمدشاه ابدالی ۱۷۲۲-۱۷۷۲ دمحمدزمان ابدالی اوزرغونې بی بی ځوے وو.محمدزمان ابدالی دهرات ګورنراودابدالیانومشرووچې دهوتکوسره په جګړه کښې مړوودلته هم په ډاګه کېږی چې محمدزمان ابدالی دغېرپښتون قوم دحکمرانۍ ټینګې ساتلولپاره دپښتنوپه ضد په جنګ کښې دپښتنودلاسه په حق ورسېدو.احمدشاه ابدالی هم دافشریدحکومت په فوځ کښې یوفوځی وو.دنادرشاه افشاردمرګ وروستواحمدشاه ابدالی دخراسان والی جوړشو.اوپه پنځه کاله کښې یې دقبلې له اړخه دخراسانه ترنمرخاته کشمیره پورې علاقه قبضه کړه.هغه نهه واره دهندوستان سره اوسپین زرراوړي دي د زرګونوپښتنووینې

 دهغه دکامرانۍ لپاره اوبهېدې په لکونوهندوان یې کوتره کړل خونن هم داحمدشاه ابدالی دیوجمات اویودشاعرۍ ددېوان نه علاوه نورهیڅ داسې یادګارشے نشته چې مونږ ورته پدې غرض ګوته ونیسوچې زمونږسترمشرفاتح هندوستان خپل پښتون قام له دغه کارنامه کړېده.دهندوستان نه دزرګونوپښتنودغېرتمندووینوپه بدله کښې راوړے دولت څه شواوچااوخوړځکه په ملک کښې دقام لپاره پدغه وخت کښې نه سکول جوړشوے دے نه کالج،نه هسپتال ، نه سړک ،نه کارخانه اونه بل څه دخېرښېګړې کارترسره شوے دے.

داحمدشاه باباوروستودهغه قابل اولاددیوبل نه د غوږونوپرېکولواوسترګوویستلوپرته هډوبل کارنه دے کړے.

پسې بيا