fbpx
سالار یوسفزی مقالې

غوښتنې اوپرمختګ

ټولې نظريې دغوښتنودپنځېدواود دغه غوښتنودتکميل په اثرکښې زېږدلی دي.هسې خوډېرې نظريې اوفکرونه دي چې دلږتوپېرياتشريح سره ټولې يوبل ته ورته دي.خودوه غټې نظريې يعنې نظريه تخليق اونظريه ارتقادغلط فهمۍ يا کم فهمۍ له وجې په ن ن دورکښې مدمدمقابل ودرولے کېږی.خوڅرنګ چې مخکښې يادشويدي چې د دې ټولوسرچينه غوښتنې دي.دغوښتنو(ضرورت اوخواهش ) له وجې دتخليق ضرورت محسوس کړے شواودغه تخليق دنظريه تخليق په تشريح معرفی کړے شو.د دې په مقابل کښې سائنسی دوريوه نوې نظريه ، نظريه ارتقا ،مينځ ته راوړه.دنظريه ارتقاهرګزداموخه نه ده چې دنظريه تخليق خامخا ردوکړی. بلکښې دايوه سائينسی نظريه ده سائينس دخپلوکوټلواصولوپه بنسټ دنظريه تخليق ردهم نه کوی اوتائيدهم.په سائينسی نقطه نظردهغه څېزڅېړنه کېږی چې لېدے ، اورېدے،محسوس کېدے شی اوانسانی عقل ، حواس اوسوچ وفکرپه بنسټ دهغې مشاهده اوتجربه  کېدائے شی اوپاتې هغه تخليق چې دانسان د دسترس نه بهردے هغه خواته دپرمخ تګ لارې ګوری اود هغې دڅرنګ والی دليل لټوی.

که په غوروکتے شی نظريه تخليق دغوښتنوزېراثرنظريه ده اونظريه ارتقادنظريه تخليق پرمخ تګ دے.ځکه که غوښتنې نه وے تخليق به نه وواوکه مخلوق نه وے پرمختګ به دڅه وواوڅنګه به وو؟

دقبل ازتاريخ دوحشی دورانسان چې کله دژوند دبقالپاره دکنډک په صورت کښې دووسېدوفکرخپل کړودے يې دې ته وهڅووچې دوحشی ځناورود داړلوعلاوه لوږه هم په يوه معنا کښې وحشی ځناوردے چې دهغې په داړلوهم سړے ژوندے نشی پاتې کيدائے دې فکرد ده سوچ ،فکراوميلان ټولنيزژوند ژواک ته نورهم مخ په وړاندې بوتلو.اودکميون يعنې يوځائےووسېدواوپه ګډه دښکارکولوهنراوتدبير.

د دغه شريک عمل کولوپه نتېجه کښې دبرخې سوال راپېداشواودهغې دحصول لپاره دمنصف اوعادل مشر.داووهغه وړمبےپرمخ تګ چې انسان د حکمرانۍ ترتيب اوتنظيم ته راورسيد.دې فکرته په رارسېدوکښې انسان په کروړونو کلونه مزل وکړو.اووړمبۍ منظمه ټولنه په وجود کښې راغله.د دې سره سره انسان ته دډېرښکارپه اسانه ترګوتوکولولپاره داوزاروضرورت پېښ شو.دغه دورپه هجری دوريادګټې په دوريادېږی کله چې انسان دګټې نه اوزارجوړول پيل کړو.خوانسانی مزاج چونکه تغيرپذېردے اوغوښتنې لامتناهی نودوی دسبافکر راواخستل اودزرعی دوراغازوشو.نارينه عمومی طوردوحشی ځناوروسره دزورازمائيلواودهغوی دزوره دځان ژغورلوجسمانی طورزيات جوګه وونودوی خپل کارهم هغه شان جاری وساتواوزنانوودځنګلی ميووراوړو، ډکوټولولواودفصلونوتخمونوجمع کولوسرسره دتخمونوکرلواوسمبالولوونډه مخ په وړاندې بوتله.داورايجادپه انسانی تاريخ کښې ديوانقلاب برابرکاروکړواوانسان يې دګټې د دورنه په سلګونوکاله مخ په وړاندې بوتلو.دکرکړی (پائی ) ايجاد دغه پرمخ تګ نورهم پياوړے کړواوانسان د دې جوګه شوچې ليک لوست ذده کړی خپل فکرونه اوتاثرات ديوبل سره شريک کړی اومستقبل ته منتقل کړی اودژونداسان تيا ګانې په شريکه ديوبل په مرسته په اسانه لاس ته راوړی.داهغه وخت ووچې انسان ، صفر، ايجادکړود، صفرايجاد په انسانی ارتقاکښې دټولوموهم ګام ګڼلے کېږی يعنی نشت له وجودورکول.دزرعی دورنه ترسائينسی دورپورې هم انسان دخوږواوترخوبلامزلونه سرکړل اوان تردې چې دسائينسی دوردروازې ته راورسېد.دسائينسی دورايجاداتود دوی پرمخ تګ دقرنواوزمانوپه ځائے ترکلونواومياشتورالنډکړواوانفارميشن ټکنالوجۍ ترمينټونواوسکنډونو.

انفارميشن ټکنالوجۍ دنياديوکلی ياکورپه غولی کښې راغونډه کړه خودبده مرغه دمعاشی اومعاشرتی بې انصافۍ کلک زړے دستورهم په ځائے پاتې شواويايې دارتقاسره دخپل تورعمل ارتقا حدکمال ته ورسوله.زوروروملکونو، قومونواوقبيلودطاقت اورتبې دډېروالی خواهش دنيا فساد طرفته په ېوه اوبله هيله اوبهانه ورټېل وهله.دافرادی قوت په ځائے مشينی قوت مخ په وړاندې لاړ.دپسمانده خوارواوکمزوروملکونو،قومونواوقبيلودابادۍ اوسوکالۍ په ځائے دهغوی بربادۍ اوبې ثباتۍ ته کاراووئيلے شو.دسائينس اوټکنالوجۍ په تېغ اوتوره پوره ملکونودسائينس اوټکنالوجۍ نه دبې بهره خلقولوټ شوروکړواو په هغوی يې حکمرانی کول خپل حق وګڼلو.

د دې جبرنه دخلاصی دباداروقومونوديرغلګرۍ اواستبداد دمخنيوی هم دغه يوه لاره ده چې پرېوتی قومونه ، قبيلې اوافراد د دقيانوسی سوچ وفکرنه ځان وژغوری.دعصری تعليم يعنې سائينس وټکنالوجۍ نه ځان باخبراومټ پرې باندې ولری.چې دغه تش په نامه مهذبواوپه کرداردوحشی دورغېرمهذبوملکونو،ظلم اوجبرله، غاښ ماتے جواب ورکړی.کنې د دوی ماتې يقينی ده غلامی اوبدبختی په برخه