fbpx
سیمه او افغانستان ناشنا شینوارئ

د امریکا نوې لوبه او د پاکستان دلالي

امریکا غواړي چې یو نوی سوړ جنګ په افغانستان کې د چین، روس هند او ایران سره وغځوي او دا جنګ به بیا د افغانانو په وینه د نړۍ زورواکو په ګټه تمامیږي لکه څنګه چې د مجاهدینو ویني قرباني شوې اوس به د مجاهدینو پر ځاې د طالب په نوم د افغان پښتون وینه تویږي.
که افغان حکومت له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي او تالیب په دې حال پاتې شي لکه نن نو دا به له شکه لرې نه وي چې طالب په نوم ترهګر به افغانستان کې بیا د امریکا او غرب زد جهاد علانوي او هماغسې جنګ به د افغان په خاورې پیل کیږي لکه د روسانو په وخت کې.
دا جنګ به داسې وي چې په ښکاره به امریکا او ملګري یې ددې په زد وي خو داسې به ښکاره کوي چې څه نشي کولی او همکاري به هم د افغان حکومت سره کوي او نړۍ ته به وایي چې مونږ طالب نشو ختمولی لکه نن چې وايي. سره له دې چې طالب امریکا په اسانه ختمولی شي. په دې جنګ کې به پاکستان د دلالی ځاې لري او لکه څنګه یې چې په تیره کې د روس په مقابل کې خپل رول لرل همداسې به د د لالی رول د امریکا او ملګرو په وښودنه کوي خو دلالي به د امریکا او ملګرو کوي، او د خپلو پاکستانیانو وینې به هم تویوي.
ددې خبرې یو تازه بیلګه د افغانستان په نازیان ولسوالی کې او د ډیورنډ لرې خواه کې په تیراه کې د کورونو کډه کول دي چې دلته به جنګ کیږي.
په داسې لوبه کې باید افغانان خپل دوست او دوښمن وپیژني.
افغان راتلونکی ولسمشر باید تر هغې امنیتي تړون لاسیک نکړي چې د افغان په خاوره امن رانوړي که داسې تړون وشي چې امن نه وي هیڅ افغان ته به د منلو نه وي.