fbpx
جلال بازوان ژباړې

دوستي د چینایانو له نظره(لمړۍ برخه)

لیکوال جلال بازوان
د یو بهرني هېواد سره تعلق لرونکي په صفت څوک چې غواړي له چینایانو سره دوستي ولري باید پدې پوي شي چې د چینایانو په نظر کې یو دوست څه اهمېت لري، او ورته په کومه سترګه ګوري.

د جین خاندان (Jin Dynasty) د واک په وخت کې یو خورا مشهور شاعر وئېلي دي چې:
(落地为兄弟,何必骨肉亲)
ژباړه: مونږ ددې لپاره پېدا شوي یو چې د ورونو په څېر ژوند وکړو، مهمه دا نده چې مونږ دې د یو فامیل او یوې کورنۍ(بیالوژیکي رشته، د وینې رشته) غړي واوسو.
مطلب دا چې که څه هم تاسې وروڼه او خوئېندې ونلرې، ترهغه چې دوستان او ملګری مو ترڅنګ وي نو بیا فکر د څه؟
کله چې ددوستۍ او دوستانو د پېداکېدو خبره شي نو چینایان بیا پدې کار کې ډير ازاد طبعیته او ازاد خیاله دي. دوي ددوست په انتخاب کې له جنسیت، عمر، نژاد، قومیت پولې، سرحدونو او داسې نورو شیانو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي. لنډه خبره داده چې هرڅوک کولې شي له چینایانو سره دوستي وکړي.
هغه څه چې ستاسې او د یو چینائي دوست په دوستۍ کې خنډ پېدا کوي هغه د ژبې، کلتور او فرهنګ ترمنځ فرق او تشه ده، خو د ژبې تشه د فاصلې په نژدېوالي او کلتوري او فرهنګي تشه د پوهې له لارې کېدلې شي چې له منځه ولاړه شي.
د جنګ هنر(The Art of War/孙子宾法) په نوم کتاب چې یو له خورا مهمو پخوانېو کتابونو او اثارو څخه شمېرل کېږي، د سون ځه(孙子Sun Tzu) لخوا لیکل شوې وائي: (中有云,知已知彼,方能百战不殆)
ژباړه: که دې ځان او خپل مقابل لورې (دښمن) وپېژندلو، پدې باوري اوسه چې لدې وروسته به په لس هاو جنګونو کې هم کله ماتې ونه خورې.
ددې ژباړې په ترڅ کې به تاسې د چینایانو په اړه عام معلومات او همدارنګه د ستاسې او د چینایانو د کلتور او فرهنګي تشې په راډکولو کې ډیر کومک او مرسته وکړي.
2014/5/3
د بهرنېو زده کوونکې لیلیه
شنجن پوهنتون
ژباړونکې: جلال بازوان