يو څه وخت لمخه مي د يو ناواړه غربي ليکوال يو ليک تر نظر تېر شو. که څه هم دا ليک ډېر ګډوډ ؤ خو دې سړي د پښتون افغان په اړه ليکلي ؤ چې د دې قام فطرت بېخي د غلامۍ نه دی. زما په نزد دې سړي بېخي په څو توريو کې د پښتانه فطرت ډېر ښکلی بيان کړی دی. خو پکار دا ده چې څوک دا توري د ليونتوب په معنا وا نه خلي چې ګوا کې پښتون بېخي هيڅ قانون او اصول ته غاړه نه ږدي، بلکه پکار دی چې د غلامۍ او استبداد له مروجو تعريفو سره موازنه کړل شي.
په تېرو څو اونيو کې د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې د ګوانډيو د لاس وهنې (طالب) په ضد خورا ډېر پاڅونونه شوي دي. د رسنيو د راپورو لمخې دا وخت په غزني، لغمان، کنړ، کندهار، لوګر او پکتيا کې اولس د طالب په ضد را پاڅېدلی دی او له خپلو کليو او سيمو څخه يې شړلي دي. زما په نزد دې خړو پښتنو له خپل فطرت سره سم د ظلم او استبداد په ضدخپل عکس العمل ښکاره کړی دی. زه پخپله دې پاڅونونو ته خورا ډېر قدر لرم او د يو ژوندۍ ټولنې د اولسي مزاحمت يو ښکلی مثال يې ګڼم. په لوی انځور کې دا پاڅونونه د څه دانشخورانوIntellectual Prostitutes د هغو پروپېګېنډو نفي کوي چې:
اول – پښتون يو داسې بې عقله مسلمان دی چې د اسلام پر نامه هر څه مني.
دوم – پښتانه په اصل کې د پنجابې او عربي طرز سخت دريځه مذهبي لېونتوب Punjabi and Arabic Style of Religious Fanaticism خوښونکي دي.
دريم – پښتانه فطرتا رجعت خوښوونکي دي او داسې نور.
که رښتيا خبره شې نو د پښتون افغان د مسلې حل هم دادی چې اولس به د ژوند په اړه خپل غږ پورته کوي، د چا په انتظار به نه کښېني او د خپل ژوند او وطن به پخپله مالک کېږي. که پر تاريخ نظر واچوو تر موږ لمخه هم د نړۍ په بېلا بېلو کونجو کې قامونه د خپل ژوند په اړه داسې زړوروګامواخيستلو ته مجبوره شوي دي او بريالي شوي دي. لکه د فرانس د ستر انقلاب پاڅون، د روسيې د اکتوبر پاڅون او د ماوزې تونګ د ډلې راپاڅېدل. د دې ټولو پاڅونونو پېل هم داسې ليا تردې په کمزوري شکل کې شوی دی. خوتوپير دا دی چې هغه پاڅونونه د منظمه، پوه او ويلي مشرتابه تر نظارت لاندې ؤ او د بدلون دپاره يې يو فارموله درلودله. بله خواته که و ګورو د غيرتمنو پښتنو زلميو دا پاڅونونه د نظام د بدلون دپاره نه بلکه د يو څو لنډو موخو دپاره دي. د دې مثال داسې دی لکه يو کس چې له يو ونې څخه ځان خلاسول غواړي او خپل زيار د هغې ونې پر ښاخو پرې کولو باندې باسې. دا يو منلې سوې خبره ده چې دا ونه به بېرته ښاخونه زېږوي. له ونې څخه د ځان خلاسولو يوه لاره ده هغې له بېخه ايستل بس!! څه به ښه وائ چې دا پاڅونونه د رجعت له بېخه د ايستلو او د پير،سيد او مولا په نامه چې انګرېز او اوس د طالب او تبليغي په نامه چې پنجابي کوم تور او بدمرغه بوټی زموږ په ټولنه کې کرل دي به بېخه د ايستلو سبب و ګرځي. مطلب په دې کې هيڅ دومه خبره نشته چې په دا تېرو دوو پېړيو کې چې افغان د وده او پرمختګ هڅه کړې دښمن يې مخه هم د دې رجعتي قوتو په مرسته لاره نيولې ده او دا قوتونه هر وخت د دښمن ملګري پاتي شوي دي. د دې پاڅونونو پائلې به هغه وخت ډېر اغيزمنې وې چې د دوئ له لارو څخه د دې قوتو د الوتلو وزر غوڅ کړل شوی وای.
بله خواته د دې پاڅونونو په اړه د نړيوالو ځواکو او د افغان دولت غبرګون هم د ستاينې وړ نه دی. داسې ښکاري چې دوئ خو ليا له دې پاڅونونو څخه ناخبره دي او ليا يې مهيمه نه ګڼي کني د دولت او نړيوالو ځواکو لپاره دا ښه موقع وه چې د اولس به دې ملاتړه يې ګټه اخيستي وای، او د دې سيمو چې ځوانانو چې کومې لاس ته راوړنې کړي دي د هغو کنټرول پوليسو او ملي اردو په خپل لاس کې اخيستي وای، ولې چې د دې سيمو د نوي نسل په لاس کې توپک او په دې خوني لوبه کې شکېل پاته کېدل يو ناسمه عمل دی.