fbpx
مقالې نعیم خان

خپله ژبه که د بله ژبه

لیکوال نعیم خان

نيټه           شلم اګست ۲۰۱۲

که د نړۍ د قامونو تاريخونه ولولو نو دا خبره ترې جوده کيږي چې قام او ژبه سره يو ځای سفر کوي، که ډير لرې نه ځو نو د اوسنې تاريخ نه معلوميږي چې سره انډين د امريکې اصلي وکړي هم په دې سبب سره ورک شول چې ژبې يې وده ونه ميندله. پښتون قام که څه هم د ورکيدو په لور سم دی نو يواځينۍ وجه يې د ژبې نه پرمختګ دی.

بيا ډيره د خواشنۍ خبره دا ده چې د  پښتون قام مشران که څه هم په زنده باد مرداباد کښې ښکيل دي خو د ژبې په حوالې سره يې سر خلاص نه دی. بې له ژبې قام نه شي کيدلای، بايد دغه مشران په دې خبره سر خلاص کړي. لکه څه رنګه چې پښتو ژبه د مځکې له مخه ورکيږي هم دغسې ورسره دا قام د قاموالۍ له پلې لويږي.

پوښتنه پکار ده چې مونږ په کال کښې څو ورځې د قامي ژوند په نامه لمانځو، څومره دودونه او کلتوري غونډي لرو او له کومو موخو په اړه د يو بل سره ټولنيزې اړيکي لرو؟ که ځواب مو په نۀ کښې وي، نو بيا بايد فکر وکوو. څه ورځې او څه شيان خو داسې پکار دي چې پښتانۀ پرې سره په څه موقعو يو ځای کيږي چې د يو قام پيژندنه ترې کيږي.

چای يې پلو د مخه پورته نه کړو

پښتو لا هغسې بکره پرته ده