ګل کرم ازغي کېږي حېران، یمه حېران ——— هر څه په تندي کېږي حېران، یمه حېران
هارون باچا د پښتو په موسېقې کې هغه نوموړې او مشهور سندرغاړی دی چې په دې لنډو وختونو کې به ئې هغه پېښې کوونکئ هم پېدا نشي. د هارون باچا توپېر له نورو سندرغاړو سره په شعرونو وئېلو او د یو خاص مقصد په سر دی. هارون باچا هره سندره فلسفه ده، هغه فلسفه چې که په سوونه کتابونه پسې هم ولټوې نشې کولې چې هغومره دقیق معلومات د خپلې پښتني ټولنې په اړه راجمع کړې لکه د هارون باچا په یو سندره کې ئې چې پېدا کولې شې.
هارون باچا په سیاسي لحاظ د لر او بر پښتنو د یووالي خبره همېش په خپل خوږ اواز کړېده او دا کوښښ ئې کړېدی چې پښتانه په یو نه یو شکل راويښ کړي، لکه اکثر په ټپو کې به د هارون باچا پېغور ورکوي ، ځکه چې پېغور د پښتنو د راویښېدو هغه کونجي ده چې له بلې هرې وسېلې نه ښه او په اسانۍ په پښتنو اثر کوي:
سم دم پښتانه یو څه وحشیان نه یو ——ټول خو جاهلان نه یو، ټول خو جاهلان نه یو
د هارون باچا د سندرو په اړه به ډېرکم خلک پېدا شي چې د هغه په شعر،فکر او تفکر پوه شي، ځکه چې دا زمونږ په شان ځوانه طبقه خو يواځې ډول،سورنا،رباب په کړنک خوښېږو مګر کله مو هم دېته فکر ونکړو چې دا څه وائي؟ ددې مقصد څه دی؟دا هارون باچا ولې دومره ځان ستړې کوي؟د هارون باچا هره سندره د ټولنې د مرهم پټې ده، هم انتقاد کوي او هم ئې د حل لاره وښائي.
هارون باچا دا خبره په زغرده کړېده او کوي ئې چې پرېږدې څوک په څه کې خوښ وي، د خپل کار سره کار لرې:
زه به ئې وصال ته او ته جنت ته ورځې شماره —- ما له په امېل او تا له په تسبو زنده ګي ده
دلته د هارون باچا مرام د ټولنې د خرابېدو نه البته هغه شېخانو ته یو خطاب دی چې لکه د زیارت منجاوران د دنیا بل کار ئې د وسې پوره نه وي نو بل ته مسئلې او خپله پرې حملې کوي.
همدرانګه هارون باچا د غرب عربي نړۍ،زمونږ همسایه ګانو او د نورو پلیتو هغه سازشونه هم مونږ ته په ګوته کوي او هغه په هغه خوږ ګبین اواز کې مونږ ته وائي
نو تا خو دخپل غر په هر کمر کې ګلاب وکرل —- مونږ له دې بارود زمونږ په غرونو کې ساتلې دي
هارون باچا خپل هغه اوږد سفر ته دوام ورکوي او نه ستړې کېږي، د پښتنو په حال په هر ځای او په هر مېدان کې ژړېږي، لکه د پښتنو د یو بل نه ورکېدلو په اړه دې بیا وائي:
د پښتنو کوڅې خو داسې بې ایمانه نه وي—–داسې بې ژونده نه وې داسې بې جانانه نه وې
کلونه پس شو مخامخ سره مو ونه ژړل —– د پشکال وریځې داسې بې بارانه نه وې
هارون باچا که له یوې خوا د پښتنو د کورني جنګونو نه سر ټکوي او جنګ ته د پای ټکې غواړي نو هلته خپل د نیکونو مېړانې او غېرتونه هم نه هېروي او په زغرده ئې وائي:
مونږه ابدلي لرو، سوري لرو —- مونږ د تاج وتخت حکمراني لرو
مونږه په تاریخ کې خپل مردان لرو—- پیر لرو،حوشحال او باچا خان لرو
هارون باچا له ازادې پښتونخوا او له لوي افغانستان سره بې سارې مېنه لري او وائي:
ای زما د مینې باده — د لرغون پښتون له یاده
د غېرت له ډک هېواده —-راشه او راشه، ما له ځانه سره واخله
د تاریخ د مېنې پلار ته —– د غېرت د مېنې مور ته
د نیکه د شملې کور ته —-راشه او راشه ما له ځانه سره واخله
هارون باچا له روانو کړکېچونو څخه هم ښه خبر دی، اوسني شرائېط او د پښتنو حال ورته ښه معلوم دی لکه چې وائي:
ورورلي، تربورولي شوه —-نغرې هم د پردو شو
په جرګو کې درغلي شوه —- په لښکر کې غمازي شوه
په حجرو کې پټ پټونې —- په جومات کې دلالي شوه
هارون باچا بیا د خپل پښتني ورونو لپاره باغي هم دې لکه په دې اخرو کې چې په پښتنو مذهب ورتپل شوېدی او مذهب پرستانو او بشر دوستان دواړه پښتانه له یو نامعلومه ادرس له مخې وژني:
شېخه ستا جدا زما جدا مزاج —– زه به چښم جامونه ته نصوار کوه
هارون باچا له تېرو او روانو لوبو هم ښه خبر دې او مونږ ته وائي چې ګورې خبره ټوله د ملت پالنې ده، ورورلي ورورلي نشته لکه چې وائي:
مسلماني ده، ځان ځاني ده —- زما ځواني ده څوک مې نه کوي پوښتنه
هارون باچا د پښتنو روښانه ائېنده په ارمان هم دی او مونږ ته هم دلاسه راکوي چې:
دومره مې باور دی چې رښتیا به شي —- مه ژړا، مه ژړا زړګیه خېر دې رابه شي
هارون باچا د لراوبر پښتنو د یووالي صبر په غټ زړه کوي او وائي:
ستا له انتظار له خوږو خوند اخلم —— ستا دیدن که نن نه وي سبا شي
ج بازوان شینواری
شېنجن پوهنتون
2012/9/4