fbpx
مقالې

زما ژوند او ژوندون

لیکوال افغان جرګه

خان اودولسمد خان شهید

زوکړه او کور نئ

د مشرانو د خولې چي د کال ۱۹۰۷ د جولای په اوومه پیدا شوی یم. په خټه اڅګزی، همیدزی، جلېزی او د برخوردار خان د کاله یم. د کوټې په پلو (ضلع) کې د کولیستان د دتړې په ناتولا کارېز نومي کلي کې زېږېدلی او لوی سوی یم. ته ننه چي د کال ۱۹۵۹ د جولای دویمه ده او زه د مولتان په پلَو (ډسټرکټ) جېل کې دا کرښې لیک هورې اوسم.

کورنئ

د مور نوم مي “دلبره” ؤ، دَ پلار نوم مي نورمامد خد دئ، نیکه مي سولتان مامد خان ؤ. دَ هغوی پلار ناتولا خان ؤ چي زموږ کلی يه په نامه دئ. د هغوی پلار بؤستان خان دَ برخوردار خان زوی ؤ چي زموږ د کهؤل د ټبر د هغوی په نامه یادیږي. پلار مي دوه وروڼه نؤر دلؤد یو مشر کنی میر امد خان او بل کشر مېرنی غولامی دین خان. داوړه د هغوی په ژوند او زما تر پیداوښت وړاندي مړه دي او هیڅ بچي يه نه دي پاته سوي. د پلاره دوه وروڼه، زه او مشر ورؤر خان اودل سلام خان او دوې خوندې پاته سوو چي تر ننه ژوندي یو.

مور مي د پلار د سکني توربور لور وه . پلار یې مامد هسن خان او نیکه يه پتې مامد خان نومیدؤ. مور مي یو سکنی ورؤر درلؤد، مامد الي خان، چي یو زوی یه ژوندی دی. مامد ازم خان اوس په کامي (سیاسي) کار پسې اوغانیستان له تللی دی. هلته په کندهار کي اوسي او خپل کامي (سیاسي) کار کوي.

زموږ د کورنئ خلګ که څه هم دَ برخوردار خان دَ وخته راهیسي د پښتنو دَ کامي سرکار او دربار سره راغلي دي، او لوستي خلګ تېر سوي دي خو ژوند او مېنه یه دَ باچهانؤ او باچهیؤ سره بدله سوې ده، او داسي ښکاري چي تل په جنګونؤ او اتلپتل (انقلاب) کې راغلي دي. دَ ژوند څه لیکلی څیز یې په کورنئ کې پاته سوی نه دی. او نې دا ښکاري چي په سرکې له کمه ځایه راغلي دي او څنګه؟ خو ځکه چي دَ اڅګزو همیدزو پښه جلېزي او هم په تؤبه کې په ډَډ نومي ځای اوسي نؤ اندازه ده چي دوی به هم دَ هغه ځایه راغلي وي. دَ دربار او سرکار سره یې اړېکی په سر کې څنګه راغلی دا ښه روڼه نه ده. ويي چي برخوردار خان دَ امدشا بابا په شپؤ کې ؤ او دَ نؤرؤ کارؤ سره دَ کندهار ښار کلا د هغوی تر لاس لاندي جؤړه سوې وه.

دَ تورکیستان په جنګؤ کې هم نوم یادیږي. دا هم ویل کیږي چي یو نیکه مو په کشمیر کې هم ګورنر پاته سوی دی. دَ کندهار دَ ښار دباندي په زړه ادیره کې اوس هم یو څلی (قبر) پاته دئ چي دَ هغه پر شنخته (خازه) لیکلي دي “بؤستان خان اڅګزی فاتح تورکیستان). دا څلی دَ برخوردار خان دَ زوی دی.

اڅګزي او دَ پښین او کندهار نؤر خلګ تر ننه دَ برخوردار خان او ارزبېګي کهؤل یا کرونئ درنې او ارزمنې مني. دغه ارزبېګي نیکه دَ برخوردار خان وراره یادوي. دا نه ده جوَته چي ارزبېګي یه ځايي نوم ؤ که څه درباري ځای (منصب) . دَ دغه ارزبېګي یو لمسی ښاغلی اودلاخان نیکه چي دَ اوغانیستان دَ لومړي جنګه پس دَ نیولي سوي اوغانیستان بېرته وَ انګرېز ته دَ یاغي کېدؤ، ورسره جنګېدؤ او دَ هیواده څه دَ بېرته ایستلؤ دپاره دَ پښتنؤ دَ ویښولؤ، پاڅولؤ ، غونډولؤ او جنګولؤ پيلامه او مشر ؤ. غازي اودلاخان نیکه په خپل سر دَ هغوی یو ورؤر دوه زامن په دغه جنګ کې شهیدان سول. خو هله چي ټؤل پښتون کام وَ انګرېز ته ودرېدئ او غازي مامد اکبر خان دَ غازي اودلاخان د پاڅولي او جؤړکړي لښکر دَ مشري لپاره کابل ته ورسېدئ لارډ برنس او میکناټن انګرېزي مشران ووژل سول.

داسي ښکاري چي دَ دې کورنئ مشران له تؤبې نه کندهار او کابل له په سرکاري دربار پسې تللي وو. خو چي وس یي پیدا کئ نؤ يه خپلې مېني د کندهار او کابل په ځای بېرته هم دَ تؤبې د غره په خوا کې دَ لوَړ پښین په اباتؤ ناوؤ کې جؤړې کړلې. ناتولا خان نیکه هغه کارېز رانیو چي تر اوسه دَ دوی په نامه او زموږ مېنه ده. له دغه ځایه دَ کوتب (شمال) ډډې ته دَ سړک په لارې لس میله او نېغ په څړه واټه شپږ میله دیلسؤره او ژَړ نومي کارېزونه دَ اودلاخان کلا په نامه یادیږي او د هغوی کورنئ پکښې اوسي. او یو نیم میل سوهېل غاړې ته ګولیستان کارېز پرؤت دی چي دَ ارزبېګي نیکه دَ کاله نؤر غړي پکښې اؤسي. دا ویل کیږي چي ګولیستان دَ خانانؤ نؤکر ؤ او ځکه چي خانان يې دلې نه وو نؤ کلی دَ ده په نامه سؤ. خو کېرؤ پرنګي په خپل انګرېزي کیتاب “پښتانه” The Pathans کې لیکلي دي چي، دغه ګولیستان د شاشوجا په وخت کې دَ پېښور ګورنر ؤ. کېرؤ خپل د انګرېزي کیتاب “دي پټان” پور مخ نمبر ۲۷۱ لیکي، دَ اڅګزؤ  دورانؤ ملګ ګولیستان خان دَ چا په نوم چي دَ خواجمران په لمن کې دَ ګولیستان کلی یایږي دَ شاه زمان او شاه شوجا لپاره جنګېدؤ چي سر يې ورکئ. دغه ګولیستان خان خپل دَ پؤهې، بهادرئ او پت (وفادارئ) لپاره ډېر اوځار ؤ. او په پېښور کي یو وخت دَ شاه شوجا ګورنر ؤ. هلتې خلک تر اوسه یادوي. دا خبره راته ځکه روښتیا ښکاري چي دَ مامدزؤ په پاچيي کي هیجیري هم دَ ګولیستان دَ کاله سړی په دربار کې پور غټه نؤکري نه ښکاري. دَ دوی پرو ځای د برخوردار دَ کاله او دَ غازي اودلاخان دَ کاله سړي په وده کي وؤ. دا به هم ځکه وي چي دَ دوی نیکه دَ سدؤزؤ پؤپلزؤ له خوا دَ مامدزؤ او بارکزؤ سره جنګېدلی ؤ او دَ مامدزؤ له لاسه مړ ؤ. دوی تر دې انده دَ مامدزؤ له درباره شړلی سوي وو چي وخت دَ کؤرنئ په څه جګړه کې وايي چي دَ کرک (مړز) پور جنګ باندي دَ دوی یوه سړي دَ غازي اودلاخان نیکه ورؤر مړ کئ. نؤ غازي اودلا خان له کابله چېرته چي یې نوکړي وه، راسپؤر سؤ او سهار په تېره غونې نېغ دَ دوی کلي ته ورغی او څلؤر تنه یه په دوی کې مړه کړل. او بېرته خپلې نؤکرئ له ولاړ. دوی نه پښتني سرکار له ولاړ نه هغوی اودلاخان نیکه ته څه وویل. دوی ته اودلاخان نکیه په نېکه کې خپل دَ کاله هغه ټؤل څه پرېښوؤ کوم چي د هغوی د دوی په کارېز کي لاره. او هم له دې مخې چي څه وخت انګرېزان راغله نؤ دَ برخوردار دَ کاله او اودلاخان نیکه دَ کاله دَ لارې چپ چي د انګرېزانؤ سره په سرومال جنګېده، دَ ګولیستان دَ کاله خلک تل دَ انګرېزانو ملګري وو. که دلته وو که په کندهار کي. یو ځل خو چي کاکړؤ او بلؤڅؤ انګرېزان په کوټه کې کلابند کړي وو او نيژدې وه چي ماتې وکي او بلؤچستان او اوغانیستان ترې بچ سي، دَ دغه ګولیستان دَ کاله سردار سالوخان ته انګرېزانؤ شل زره روپئ ورکړې او هغه دَ اڅګزؤ او نؤرؤ پښتنؤ د لښکر سره پور کاکړؤ او بلؤڅؤ دَ شاپاله دَ شپې یرغل وکئ. دَ هغو څه کلابندي پاته سوله او خواره سوو. دا دَ اوغانیستان دَ دؤیم جنګ خبره ده. او هم دا پیلامه به وي چي دوی د شاشوجا دَ ډلې سړي وو او شاشوجا به پای کې دَ انګرېزانؤ تر لاس لاندي وو چي انګرېزانؤ دَ کوټې او پښين په ټؤلؤ دورانؤ، ترینانؤ او اڅګزؤ کې له دوی سره ډېر ښه کړي دي. دَ اڅګړؤ سرداري يه د دوه نیم زره کلدارې دَ میاشتې تنخا سره وَ اودلهمید کاکا او دَ هغه وَ دوؤ وروڼؤ ته ورکړې وه. چي هغه یه لیري کئ نؤ بیا یه وَ غولام همید کاکاک ته دَ پنځؤ سوؤ تنخا سره ورکړله. دَ کارېز غم (مالیه) یې دَ تل دپاره وربخښلی دئ. او په چمن او ګولیستان کې دَ لېویز وَ نؤکرئ هم ورکړې دي. او تنخاګانې هم . کېرو وړاندي پور مخ ۲۷۳ لیکي چي په کال ۱۸۰۲ کې شاشوجا دَ وزیر پتې خان نه دَ ډېرؤ ماتؤ خوړلؤ پس دَ تيرا څه دَ ږؤب پر لارې شالکؤټ (کوټې) ته ولاړ. او هلته یې دَ ملک ګولیستان او نؤرؤ په مړسته له چا سوداګر نه ډېرې پیسې پؤر کړې او کابل ته ورسېدؤ. هلته خلګ دمخه لا وماموت شا ته یاغي سوي وو او شاشوجا يې باچا کئ. ده شامامود وَ نیو بندي یې کئ او بیا یه هرات له ولېږه. شپږ کاله شاشوجا بېغمه باچا ؤ. چي بیا شاماموت دَ وزیر پتې خان په کومک مات کئ او له هیواده یې ویوست. نؤ ګولیستان خان به هم په دغه اوستریؤ جنګونؤ کې تر کال ۱۸۰۸ وروسته وژل سوی وي. ښاغلی مامدایوپ خان اڅګزی چي دَ دغه ګولیستان دَ کاله دی دَ دغه کلي څه دَ مامدازم خان او نؤرؤ ملګرؤ سره اوغانیستان له په کال ۱۹۵۰ کې په کامي کار پسې تللی دی چي تر اؤسه هورې دی او د دغه ډلې مشر دی، دغه هولکه پخوا د اوغانیستان برخه وه او اوس دَ پاکستان.

دَ انګرېزانؤ او اوغانیستان تر میان دَ ګندمک دَ لوزنامژ پس دا ځای دَ سیوئ، پښين او ټل چوټیالئ سره دَ اوغانیستانه رابېل او په هند ګډ سول. دَ ګندمک لوزنامه دَ پرنګیانؤ سره امیر مامد یاکوب خان کړې وه چي بیا وروسته امیر ادرمامان خان هم ومنله. او زموږ د کؤرنئ خلګ دلته راغله ابات سول. دَ ګندمک تر لوزنامه وړاندي زما نیکه سره دَ خپلؤ زامنؤ ، کؤره او دَ کؤرنئ دَ ډېرؤ نؤرؤ مشرانؤ سره خپل دَ وروڼؤ او زما دَ نیکه پتې خان سره په کندهار کې اوسېده. دغه پتې مامد خان دَ امیر شېرالي خان او دَ هغوی دَ ښاغلؤ زامنؤ امیر مامد یاکوب خان او امیر ایوب خان په وخت کي دَ کندهار ګورنر (نایب الحکومت) ؤ. دَ اوغانیستان دؤیم جنګ هم په دغه وخت کي سوی دئ او کندهار انګرېزانؤ نیولی ؤ. خو بیا هم پتې خان نیکه ګورنر پاته ؤ. څرګنده نه ده چي دَ انګرېزانؤ لخوا ګورنر ؤ او که نه انګرېزانؤ په اولسي سرکار (سول حکومت) لا کار نه ؤ لرلی. دَ یوه زاړه خت څه ښکاري چي انګرېزانؤ یو وار هغوی بندي کړی ؤ او ټؤل مال يې هم جیني سرکاري کړی ؤ. خو بېرته یې دَ امیر ادرمان خان په سپارښت پرې ایشي ؤ. دَ امیر ادرامان خان دَ دغه سپارښتي خت سوت (نقل) اوس هم دَ موږ سره سته دئ او لکه دَ هغه وخت دؤد چي ؤ هغوی به خپل نؤر خپلوان دَ ولات پور نؤرؤ لؤیؤ او وړؤ واکوالؤ لګول. ګوا په کندهار ولات باندي دَ دوی دَ خپلوانؤ او کؤرنئ راج ؤ. خو زما نیکه ملنګ وزمه او خودای پاری سړی ؤ. که څه هم په ټؤلؤ وروڼؤ کي دَ ده او دَ دغه پتې مامد خان وېش شریک ؤ خو دی او دَ ده زامن دَ سرکاري کاریه بېزاره او په زدکړه، لوستؤ دَ پوهنې او اولس په کارونؤ اخته وو ځکه زما پلار او مشر اکا (تره) پوره لوستي او خبر خلګ وو.

داسي ښکاري چي دَ اوغانیستان دَ دؤیم جنګه پس چي انګرېزانؤ دَ اوغانیستان باچهي دَ امیر شېرالي خان دَ کؤرنئ څخه واخیستله او امیر ادرامان خان ته يې ورکړله او دَ امیرمامد ایوپ خان او امیر ادرامان خان او انګرېزانؤ تر میان په کندهار کې جنګ ؤ نؤ زموږ دَ کؤرنئ خلک دَ هغه وخت تر چالو دؤد لاندي دوې ډلې سوو. پتې مامد خان ګورنر دَ امیر ادرامان خان خوا ته ؤ، زما پلار اکا، نیکه او دَ پتې خان زوی ښاغلی مامد هسن خان زما د مؤر پلار دَ امیر مامد ایوپ خان ملګري سول. او دَ انګرېزانؤ سره دَ میوند په اوڅار پښتني جنګ او دَ کندهار په نؤرؤ جنګؤ کي جنګېدل. چي زما او دَ ټؤلې کؤرنئ دپاره دَ ویاړ خبره ده. دا خبره څرګنده نه ده چي په نیژدې خپلوانؤ کي دا بېلتون چي څؤک دَ یوه امیر ملګري وو او یا دَ پخوا په شان په سرکاري کارؤ ګورنر ؤ او واک کي لګیا وو او څؤک دَ بل ملګري او په غزا کي د انګرېز سره جنګېده یو دَ بل خوښه او دَ دې لپاره وو چي مه کوه دَ هر چا بری چي سو زموږ برخه به پکښې وي او که نه په نا خوښه او دَ هر سړي خپل په اندازه وو. یا دا وه چي ښاغلي پتې خان چي دَ ګورنر په تؤګه به يې خود دَ انګرېزانؤ سره لاره درلؤده او دَ امیرادرامان خان سره یې هم ښه پېژانده په دې پؤه ؤ چي بری به کومې خوا ته وي ځکه دَ امیرادرامان خان ملګری ؤ. او دا نؤر ځوانان، ناخبره دَ کامولئ او دین په نشه کې په غزا کي جنګېدل.

چي امیر مامد ایوپ خان په جنګ کي مات سؤ او دَ هرات په لاره ایران ته لاړ زما دَ مؤر پلار هسن خان نیکه هم له هغوی سره ولاړ او شپږ کاله پس بیا دَ هغوی سره بېرته هند له راغی. امیر مامدایوپ خان انګرېزانؤ په لاهؤر کي کښېناوه او مامد هسن خان دَ هغوی دَ نؤرؤ ملؤ په شان خپل کؤر ته راغی. امیر مامدایوپ خان تر ډېره خپل دَ پینشن څخه سل روپئ دَ میاشتېي هغوی ته وورکولې. زما پلار مشر اکا یا تره او نیکه په رېګ کي دَ شمشؤزؤ اڅګزؤ دَ یاسین کاله دَ مشر مولاباران سره شړونی (پناه ګزین) سول. چي هغوی او نؤرؤ اڅګزؤ په ډېره مېړانه او ښه تؤګه دّ امیر ادرامان خان نه بچ وساتل او ښه مېلمستیا یه ورکړله.

امیر ادرامان خان د باچهئ پس پتې مامدخان ګورنر ونیو بندي یه کابل ته بؤتئ او وورته یه وویل چي زؤی، ورؤر، ورېرونه او نؤر خپلوان چي د ماسره جنګېدلي او تښتېدلي دي راوله. ښکاره ده چي هغوی نه دا کولای سو او نه یې کول غوښتی. ځکه امیر دَ دوی ټؤلې مځکې، ودانئ او دَ کؤر سامان سرکاري کړل چي دَ کرؤړونؤ روپؤ ؤ. او دوی یه په جېل کې وساتل. دا هم نه ده څرګنده چي دَ هغوی دَ بند راز څنګه ؤ. په جېل کې وو که په کؤر کې وو ولي هغوی دَ بند په شپؤ کې په کابل کي بل واده هم کړی ؤ او د هغه څې یو زوی او یوه لور هم سوي وو. چي دَ ده له مرګه پس امیر ادرامان خان پښين له راولېږل. څؤ کاله هلته په جېل کې ؤ او په جېل کې مړ سؤ. دا نه ده جوته چي په خودايي مرګ ؤ که باچا وواژه. دَ  کؤرنئ ځیني مشرانؤ به ویل چي په زهرؤ مړ کئ خو زه ځکه نه سم ولای چي پخواني پښتانه ډېر بدګومانه خلک وو. او دروغ یې هم ځکه نه سم بللای چي امیر ادرامان خان بې شماره ډېر نؤر پښتانه مشران مړه کړي دي.

دَ امیرادرامان خان دَ باچهئ سره سمه دَ ګندمک لوزنامه چي امیر یاکوب خان کړې وه خو لا کار نه ؤ ورباندي پیل سوی بیا ومنل سوه او زموږ دَ نیکه مېنه پښین او ګولیستان دَ اوغانیستان رابېله او دَ هند برخه سوله. نؤ زما نیکه پلار او نؤر ځپلوان دَ رېګه دلته راغله خود به دَ انګرېز سرکار په خوښه وي.

انګرېز سرکار یوازي دا نه چي دَ هغوی څې د اوغانیستان دَ کارون څه تپوس وکئ دَ هغوی دَ مځکې غم (مالیه) یه هم تر ژونده وروبخښله. خو که څّه هم دَ کؤرنئ زیاتره خلګ لوستي او دَ پښتنؤ پاړسؤ او تازي ښه پؤهان وو، او هغه وخت داسي خلګ دَ انګرېز سرکار ډېر په کار وو او ښې ښې نؤکرئ به يې ورکولې. خو دَ میوند دَ جنګ برکت ؤ چي زموږ خلګ دَ انګرېز دَ نؤرئ نه بېزاره او یوې ډډې ته اوسېده.

تر دې چي که څه هم دَ ډېره وخته به اڅګزؤ دَ برخوردار او ارزبېګي کهول خپل مشران او سرداران منل او انګرېزانؤ هم دلته دَ اڅګزؤ سردارئ دوی ته ورکړله خو چي سردار اودل همید خان دَ سردارئ سره دَ کوټې دَ انګرېز پولټیکل اېجنټ له کېمپه څځه دَ تؤپکؤ دَ ډاکې او دَ سپاهیانؤ دَ مرګ په تؤر کې ونیوسؤ او سرکاري توپک يې دَ کوره وَ هم خاته نؤ دَ هغوی په ځای بل نامتو سړی انګرېزانؤ ته پیدا نه سو. ځکه چي دَ سر خلګو تر انګرېزان لاندي سرداري دَ ځان شرم او دَ انګرېز نؤکري او تنخا یې ناروا ګڼله. که څّ هم انګرېزانؤ ډېر شی ورکاوه . تر دې چي د غازي اودلاخان لمسی ښاغلی تاج مامد خان کاکا چي انګرېزانؤ ډېر ناچاره کئ چي دَ پنځه سوه روپئ دَ میاشتې تنخا او نؤرؤ ډېرؤ ګټؤ سره سرداري واخله نؤ وايي چي هغوی په ډک دربار کې انګرېز لاټ ته وویل چي “زما او ستاسي دؤستي او باور نه سي کېدای . نه به تاسي برنس او میکناټن هېرکئ او نه زه غازي اودلاخان هېرولای سم.” هغوی په دې هکله دَ یوه مار او سړي دَ دوستي او څاره بؤده هم ورته تېره کړې وه چي دَ دوستئ سره دَ سړي زوی مار ټپي کړی و او مار دَ سړي زوی وهلی ؤ خو بیا هم دَ سړي خوښه وه چي دوستي دي وي نؤ مار ورته ویل چي “نه زه خپل پؤرهار هېرولای سم نه ته خپل دَ زوی مرګ ځکه مو دوستي نه سره کیږي. د دې وینا پس انګرېزانؤ تاج مامد کاکا بندیوان کراچئ له بؤتئ او دَ شپږؤ میاشتؤ پس يې راپرېښؤ. ځکه انګرېزانؤ په ناچاري یو دَ پښؤ له خوا سړی سردار کئ چي په کام کې ډېر مخ او زؤر نه لاره. تښ دَ نامه سردار ؤ. تنخا په یې اخیستله او په کوټه کي به اوسېده. دغه اوستری سردار بچی نه درلؤد ځکه دَ هغه له مرګه پس انګرېزانؤ بل سردار نه کئ جؤړ او دَ بلوچیستان په ټؤلؤ خلګؤ کي یوازي اڅګزي دَ انګرېزانؤ دَ باچهئ دَ دغه ناخوالئ او زیاتي څخه بچ پاته سوو چي سرداري او نوابي یه بؤلي او نؤر کامونه یې دَ پښؤ واچول. وروسته بیا ډېرؤ خلګؤ د دغې سردارئ لپاره ډېر کوښشنونه وکړه چي یو پکښي ښاغلی مامدانور خان کاکا هم ؤ خو دغه وخت په کام کي داسي خلګ پیدا سوي وو چي په دې پوی وو چي سرداري دَ کام بېخ خاته دی. ځکه دوی خپل مراد ته وَ نه رسېده. دغه مامد انور خان کاکا دَ ارزبېګي نیکه دَ کاله مشر سړی او دَ ښاغلي مامد ایوپ خان سکنی اکا ؤ چي په کندهار کي دَ بچ سکاو پور سرکار د اڅګزؤ د کامي لښکر مشر ؤ. اوس هم ژوندی دی په کندهار کي اوسي او مولکي نایب سالار دی او باچا ډېره مځکه ورکړې ده. خو ځکه چي ازادي او اولسواکي یه په خټه اخښلې ده، لوستی اوړ پؤه سړی دی نؤ هلته سَوکه ناست نه دی. دَ هغه ځای دَ اولس واکه ډلې ويښ زلمي دَ مشرئ په تؤر کې څؤ کاله دمخه سره دَ زؤیه مامد الم بڅري او ډېرؤ ملګرؤ سرکار ونیو. څؤ کاله بندي ؤ. ناجؤړه سؤ نؤ سرکار پرېښؤ. که څه هم زموږ دَ کؤرنئ په خلکؤ کي هم دَ نؤرؤ پښتنؤ شانته دَ توربورګلوئ، پرؤ او ډلؤ بدبختي وه خو دَ لوستؤ او سرکاري دربارؤ کې د اؤسېدؤ له مخې یو خو لږ وه او بل هر څه چي وه هم په هغه کې د مخامخ يا پسي شا یو بل ته بد ویل، لاس لګول، ژؤبله او مرګ کول، یا پردؤ خلګؤ نؤکرانؤ یا دَ باړې په ټټوانؤ یو بل ته تاوان رسول مخ له نه وو. که څه هم په شا او خوا کلؤ کي به تل توربورؤ یو بل سره دَ لاس او سؤټي جنګونه کول خؤ زموږ به کؤرنئ (برخوردار کهؤل) کي دا کار ډېر کم ؤ. یو ځل زما تر زؤکېدؤ لا هم ډېر وړاندي زما وَ نیکه ته دَ هغه یو وراره یو ځای په هدیره کي ګواښېدلی ؤ. چي دومره ناپېښه خبره وه چي خلګؤ بدلي پوري جؤړې کړلې. او بل ځل زه لا وړوکی وم چي په دوؤ کؤرونؤ کي څه دَ لاس لګېدؤ جنګ وسؤ. درېیم ځل زما یو ماما په خپل ورؤر لاس لګولی ؤ. چي دَ یوه بله به خوابدي سو نؤ به يې تله راتله او غم ښادي سره بند کړل. یا چي به څه بنده سره پېښه سوله نؤ به یې نالښت (دعوه) وکړله. خو وو پښتانه ځکه یه وی وخت پور نالښتونؤ دومري زؤر لګولی وو چي ډېر خرڅ يې باندي کېده. او ټؤل وخت به په لګیا وو. په سر کي به يې نالښتونه پور خوښیو خبرؤ سره پېښ سؤ یا دَ شریکي مځکي وېښ یا دَ څه شاړي مځکي نیوکه (قبضه) یا څه لار کوڅه او دَ انګرېز په میانځګرؤ کي خو به خبره راغوڅېدله نه او لا به يې زؤر سره بد سؤ نؤ دَ یوه څه به بل نالښت پېښ سؤږ او زیاتره به یو دَ بله خوابدي او مرور وو. تګ راتګ او غم ښادي به یې سره بنده وه. په دې لړ کي یو وخت دَ ماجت پور مشري (تولا) سره ولوېدله. دوې ډلې سوو او نالښتونه يې پل کړل. تر دې چي دَ کلي لوی شریکي ماجت دَ سرکار لخوا شپږ کاله بند ؤ. نه به مولا پکښې ؤ نه بانګ وایه کېده او نه چا لومنځ پکښې کاوه. چي په دین او پښتؤ دواړؤ ډېره بده خبره وه. خو دوی پښتؤ نیولي وو. دواړؤ ډلؤ ځان له مولایان ساتل او په بېل ځای کې بې مونځونه پسې کول. ما لومړی ځل په دغه شپؤ کي لوست په دغه ځان له جومات کي پیل کړل. چي موږ رالؤیدو لا دغه خوی څه څه پاته ؤ. یو وار بیا یوه داسي شخړه پېښه سوله چي موږ ټؤل په نالښتؤ اخته سولو خو دَ دغې پس موږ څؤ تنؤ ځوانانؤ یوازي دانه چي دغه نالښونه مو بند کړل. په خپلؤ کې مؤ ډېره خوږه ورؤرګلوي جؤړه کړه چي څه هم په میان کي مو ډېري درنې خبرې راغلې خو پله خوږه ورؤري مو په ورانه نه کړله. نيژدې دېرشؤ کالؤ راسي زموږ څه نالښت سرکار له نه دی تللی. چپ دَ یوه یا دوؤ چي هغه ته هم موږ د ډلې یا پرې رنګ نه دی ورکړی نه مو خوابدي او خواشیني ترې سازه کړې ده. که څه خبره بنده پېښه هم سي خپله دَ کؤرنئ خلګ سره کښېنو غوڅه يه کو او دا کار ډېر اسانه هم دي. و چي په غونډ کلي کې څؤ تنه هم داسي وي چي په روښتیا دَ شره بېزاره وي او دَ کؤرنئ په پړؤ او ډلؤ نه ګډیږي نؤ بیا نؤر هم نه سي کولای. زه په پله خو داسي یم چي که نؤر خو پرېږده په سر مي دَ مشره ورؤر سره چي زما دَ پلار په ځای هم دی او ځاني دومره راباندي ګران او راته خوږ دی او دومري ښه یه هم راسره کړي دي او لا لګیا دی راسره کوي يه چي دَ هغؤ هیڅ اندازه نه سي کېدای. دَ چا جګړه یا نالښت وي زه نه په شریکیږم او نه دَ هغه سړي سره خوابدوم. نه څه بد خو پرېږده پرېکړون جیني کوم. که مي دَ وسه کیږي دَ پخوا په شان ښه هم ورسره کوم. اوس دستي هم دَ هغوی دَ یوه تربور سره دَ ازم جان پور ملکي او دَ بل سره دَ ازم جان پرو مځکه نالښت چلیږي. او زه دَ دواړو سره دا نه چي کښېنم پاڅم په روښتیا يه په زړه کې هم ښه غواړم دَ کلي او کؤر په خبرؤ کي یې پوښتم، کومک جیني اخلم او کومک ورسره کوم. تر ننه مي په هیڅ تؤګه دَ دوی په جګړه کي هیڅ ډوله نه لاس اچولی دی او نه مي په لرلی دی. او هم دا شان مي مشر ورؤر دی. دا نه چي یوازي په کلي کي مو خپلوانا خانان دَ چا سره زؤر زیاتی کول غواړي دوی نه په ورګډیږي. خپله چي یي دَ چا سره بنده پېښه سي تر وسه دا کوښښ کوي چي په کؤر کي غوڅه کي. ما خپل په ژوند خپل د کار یا مال دپاره پور چا نالښت نه دی کړی او نه دَ دې پسې هم دَ کولو باړ لرم. نه مي دَ چا سره لاس لګولی دی. او نه مي چا ته څؤک پارولي دی. لا به مي خپل په ژوند کي ډېر خلګ او مله دَ شره او پېناته ګېشلي وي. یو ځل خو په غره کې دَ اوغانیستان ملک داروخان راسره جګړه وکړله ويې وهلم، سر یې رامات کئ خو ما دا هرڅه وغمل. نه مي لاس ورواچاوه او نه مي بیا نالش وکئ. پوره بیان به يې راسي.

زموږ د کؤرنئ په ډېرؤ ښؤ خویؤ کي چي تر اؤسه هم دَ شااوخوا دَ نؤرؤ خلګؤ څخه بېل او شکارندوی دی تر ټؤلؤ لؤی او اوچت هغه سريښته ده چي پور هغه باندي دوی خپأ شریک کارېز چلوي. دا کارېز دَ اؤبؤ یوه واله ده چي دَ درؤ کلؤ مځکې په ابادیږي . دَ شلؤ لکؤ روپؤ لا زیاته بها لري. سوونؤ کسان په شریکان دي. دَ چا برخه لږ او دَ چا ډېره وي. څؤک ماړه او زؤرَور دي او څؤک خوار او کمزوري. څؤک لا کونډې ښځې او یتیمان هلکان وي. څؤک پور کؤر وي او څؤک په خوارئ مزدورئ پسې په کلؤ تللي او ناکؤره وي. خو وَ هر چا ته خپله برخه پوره پوره رسیږي او دا سریښته دَ نیژدې سلؤ کالؤ راسي هم دا شان چلیږي. هیڅ کله هم نه دَ چا برخه زیان سوې ده نه دې شریک تؤل ته چا تاوان رسولی دی او نه څه شر او جنجال پکښې راغلی دی. دَ شاوخوا په نؤرؤ کارېزؤ کي تل شر او جنجال وي.  کمزوري شریک ته خپله برخه نه رسیږي ، زؤرَور او چالاک خلګ دَ ټؤلؤ برخه خوري. کله لا څؤک خپل دَ برخې نه زیاتې او سيوا پکښې خرڅې کي. پای يه دا وي چي دَ خلګؤ او نالښتؤ دَ ځرڅ او کړاو نه سیوا پور وخت باندي دَ اوبؤ نه رسېدو له مخې يه کښتونه او باغونه وران او وچ سي ګټه یه کمه وي او بها يه ولیږي. چي کله کارېز بند سي یا ونړيږي نؤ يه پور کار او خرڅ نه سره جوړيږي. په کلؤ يه او اوبه بندي او مځکي شاړي پرؤتي وي. زموږ په کارېز کي بندیځ او نړېده خو پرېږده زما په ژوند کي دَ دوؤ لکؤ روپؤ نه سېوا خاوندانؤ په خرڅي کړې او نوې اباتئ او کارونه يې په کړي دي. پای يه دا چي هر چا ته خپل پؤر وخت خپلې اوبه رسي. کښت او باغ یې ودان وي نؤ ګټه او بها یه زیاته وي. دَ خلګؤ یو په بل دومره ټینګه برؤسه پیدا سوې ده چي هر کال دَ لکونؤ روپؤ راکړه ورکړه ګروي. او سواګاني په ساده کاغزانؤ باندي کیږي او تر ننه څّ ګړبړ نه دی پکښې راغلی. او دا ټؤل دَ هغې سریښتې (انتظام) ګټه ده پو کمه چي کارېز چلیږي. دا سریښته چي یوې خوا ته دَ شلؤ لکؤ روپؤ یوه لؤیه کمپنئ یا شریکي کار (کواپرېټیو سوسايټي) ده او بلې غاړې ته دَ خلګؤ یو وړکؤتي بېل سرکار هم ده. ځکه دَ کلونؤ راسي دومره سمه چلیږي چي پوره اولسواکه سریښته ده. هاغه دا چي که څه هم دَ انګرېزانؤ دَ سرکار رنګه ناتولا کارېز لیکلی دؤد (ایین) نه لري، خو دَ خپل دؤد او توریز نه (تعزیرات) لري چي یوې خوا ته ټؤل شریکا په خبروي او بلې خوا ته یې هر سړی دومره پالي او باندي ځي چي تر اوسه يه چا دَ ماتولوؤ کوښښ نه دی کړی او که یې کړی دی نؤ يه سر ته نه دی رسولی او نه نه دَ سزا نه بچ سوی دی. کله څؤک یا په ناپوهئ او یا په هسکار (قصداً) څه غلا وکي او تر خپله برخه زیاتي اوبه ولګوي نؤ ژر یا پس هرومرو بېرته ښکاره کیږي او هر وخت چي ښکاره سي کله لس کاله پس وه هم، هغه ټؤله غلا بېرته یو ځای جیني اخیسته کیږي. او هیڅؤک دَ دې څه نه ناګاري (انکار) کوي او نه یې کولای سي. که یې وکئ نؤ ټؤل نؤر شرکان یې په ګډه په زؤر جیني اخلي. داسي کار په دې ټؤل وخت کي یو ځل پېښ سوی دی چي ټؤل شریکان په ګډه ورغله او دَ یوه سړي څه يې په زؤر دَ کلونؤ دَ پؤر او اوبه راایله کړې. په کال کي دوه ځله یو وار په سپرلي بیا په مني. ټؤل شریکان دَ نن زمانې په ژبه کارېز میراؤ (صدر یا سیکریټري) لري، چي کله په تنخا وي کا کله بې تنخا. دا میراؤ دَ کارېز ټؤل شریکان په یوه غونډه کې خوښوي او دروي او بیا تر هاغو وي چي دَ شریکانؤ باور په وي. او چي کله یې باور پاته نه سي نؤ هغه لري کي او بل ودروي. خو داسي هم لغړ یو وار سوی دی کنې نؤ میراؤ تر ژونده وي یا چي هغه يه پله پرېږدي. میراؤ دَ کارېز دَ شریکانؤ برخې لیکي او هرڅه بدلي وېش، ګروي (ګاڼه) یا رانیول خرڅول هم دَ خاوندانؤ په ښؤونه او خوښه لیکي او دَ یوه څه يې بل ته ورکوي. ځکه هر وخت دَ هر چا برخه ورڅرګندوي او څؤک غلا نه سي کولای. دَ برخؤ وېش پخوا په شوارؤزونؤ (۲۴ ګانټې) وختونؤ (۱۲ ګانټې) نیمکی (۶ ګانټې) چاریاک (۳ ګانټې)، ماځیګر (یوه نیمه ګانټه)، سېر (۱۸ مینټه) پاو (څلؤرنیم مینټه) او اباسي (۶ مینټه) ؤ. دومري خاوندان به شریکان سوو چي اوبه به یې یو وخت سوې نؤ هغؤ به په یو دور کي چي نیژدې ۱۵ روزې وو به یې یو ځل یو وخت یا شواورؤز اوبه لګولې چي دَ چا به دَ وخت نه لږ زیاتې یا کمې وې نؤ هغه به يې شمارلې چي وخت به ترې جؤړ سو نؤ زیاتؤب والا به یو وخت زیات ولګاوه او دَ کارېز به يې خپل پؤر وکیښ او کمؤ والا به وخت کم ولګاوه او کارېز ته به یې خپل پؤر ورکئ. دا شان به دَ زیاتره خلګؤ به کښتونه په زیاته وچ بر (خریف) کښتونه شریکول چي نن ورته کواپرېټیو فارمینګ (Cooperativa Farming). او په ډېرؤ اوچتؤ او پؤهه هیوادونؤ کي چالو دی. پرېوتي خلګ يې نه سي کولای او اوس په زیاته په وؤړي (ربیع) کي هر چا که یوازي وي نه دَ بل سره شریک وي برخه په ګړئ ورکوله کیږي. دَ کارېز سره پؤر نه کیږي او په ژمي (خریف) لا هغه شان وختونه او شوارؤزونه وي او دَ کارېز سره پؤر کیږي. خو دا پؤرونه په کال کي پخوا دوه واره او اوس یو ځل. هرومرو په ګړئ ترمینټونؤ پؤري ادا کیږي. دا شان هر سړي ته په ټؤل کال کي دا څرګنده وي چي په پلانئ پلانئ روز زما دومره اوبه دي او هغه هغومره کښت وورته کوي. وروسته وړاندي چي دَ چاروشتون يې اړي پېښيږي دَ هغؤ لپاره هم داسي لارې چارې جؤړې سوي دي چي دَ هغه اړسؤي کار په خپله بره کي وهم چلیږي او نؤرؤ شریکانؤ ته تاوان هم نه وي. دَ میراوو په غاړه دا کار هم وي چي په کال کي دوه ځله په سپرلي او مني به ټؤل شریکان خبروي چي په پلانکئ روز پلاني وت دَ کارېز غونډه ده. دا غونډه زموږ دَ کلي په لوی ماجت کي دَ توت دَ ونؤ په سیؤري کیږي. دې غونډې له هر شریک راتلای سي او تراؤسه ډېر سریکان راځي هم. دلته کټمټ دَ اؤسنؤ سمبلؤ په شان میراوو دَ کارېز دَ پيسؤ، خرڅ، او کارؤ ټؤلي خبري پېشوي. څومره خرچ سوی دئ او پور څه کار؟ څومره پنګه پاته ده او چېري ده؟ پور مخ څه کار کول غواړي. څومره پیسې پکار دي؟ هم دالته دا پرېکړه کیږي چي پیسې به څنګه غونډیږي چي دَ هغې درې لاري وي.

۱.      شلاوڼ – لکه دا چي څؤک ګانټه اوبه لري هغه به یوه روپئ یا لس روپئ وورکوي.

۲.      میراوو ته واک ورکي چي په دَوَر کي دومره اوبه په دې نرخ پؤر اړؤ (ضرورتمند) خرڅي که.

۳.      کله لږ یا ډېري اؤبه ګرَو (ګاڼه) کي پسسؤوال خلګ يې واخلي. او تر هغؤ يه خوري چي کارېز بېرته دَ دوی پیسې وورسوي.

هم په دې غونډه کي شریکان یو دَ بل څه خپلي ګیلې او لانجې وړاندي کوي. دَ میراوو تپپؤسونه کوي چي هغه پلانکی کار ولي داسي وسو؟ او هغه جواب وورکوي او بیا غونډه پام باندي کوي چي پور دؤد سم دئ که نه؟ او که سم هم دئ نؤ په هغه دؤد چا شریک ته خو تاوان نه دئ رسېدلی، که رسېدلی دی نؤ يه چاره وکي. هغه دؤد بدل کي او یا څه لار وروله کښېږدي. هم دلته واړه شریکان خپلي بندي پېښوي او په ډېره خواخوږي دَ هغؤ چاره اېښؤوله کیږي. زه چي به کله دغي غونډي له ورغلم نؤ ماته به سويټزرلنډ کامي غونډه رایاده سوله. هلته هم هر سړی راتلای سي او یو برابر وؤټ لري. هغه غونډه هم هم په یو ټاکلي ځای تر ونؤ لاندي کیږي او چي دَ خپلؤ خلګؤ دې کار ته به مي وکاته او بیا دَ دوښمنانؤ او دؤستانؤ هغه خوشي خبري به مي وکتلې چي پښتانه اولسواکي نه سي چلولای نؤ به ډېر چورت واخیستم. دا غونډه په کال کې دوه ځله خو هرومرو کیږي. نؤر نؤ که کله میراوو ته څه نوی کار ښکاره سي ، میراوو یا شریکانؤ ته څه نوې بنده پېښه سي چي دَ هغې لپاره څه  لار نه وي جؤړه نؤ هم به غونډه راغواړي. دَ دې څه موږ ډيري ګټي اخیستې دي او ډېر نوي او درانه کارونه مو کړي دي چي یو پکښي دا ؤ چي یو وخت کلونه وچ وو او دټَ کارېز اوبه لږ سوې. کښتونه خو پرېږده پاخه باغونه هم نه په نودېده. دا یره وه چي دَ شریکانؤ ډېر باغونه به وچ سي. او دَ کلؤ خوارئ به یې برباد سي. دَ کارېز په غونډه کي دا خبره وړاندي سوله چي خیر دئ سږ کال مېوه څه یا مخه له ورانه سي دَ ونؤ دَ بچ کولؤ دپاره به دَ کارېز سر یا دور څه زیات کو چي څومره زیات باغونه کېدای سي په نوديږي نؤ دَ کارېز دور مو يوه پنځمه برخه (۱/۵) زیات کئ او هر چاته مو په ونډه کي پینځمه زیاتي او به ورکړلې چي هغه کال ازموده وسوله چي زیاتره وني په دې اوږد دور کي خپل ځان او مېوه ښه رسولای سي. نؤ مو دغه زیاتؤب پسې پؤخ کئ او هیڅ بې هیڅه دَ کارېز کرونده یوه پینځمه زیاته سوله. هم دَ خاوندانؤ ګټه سوله هم دَ مزدورانؤ کار زیات سو. زما په وخت کي دا میراوان سوي دي: زما پلار تر ژونده وو. بیا مي ماما وو. دا دواړؤ بې تنخا کار کاوه. په دې پسې مي یو تربور ښاغلی مامدتاهير خان وو. څه وخت يې بېتنخا کار کاوه بیا یه تنخا وغوښتله او کارېز درې سوه دَ کاله ورکړله. بیا مي مشر ورؤر او اوس ښاغلی اودلکودوس جان دئ. دَ میراوو ځای تل ارزمن بلل کیږي. میراوو ته کارېز يوه ښه ګړئ هم وورکوي.

زه لا ډېر وړوکی وم چي دَ مشري خؤر دَ مرغړؤ (خنازیر) دَ کښلؤ (اپرېشن) دپاره دَ مؤر پلار او کؤزر سره یو ځل درې څلؤر میاشتي دَ کوټي په اوڅار زنانه میشن درمانتون کي اؤسېدم. دَ درمانتون اڅاره درمانئ میس سټوورټ چي ډېره بوډئ ښځه وه او دَ هغې نؤري انګرېزاني ملګرې به تل خپل په کار لګیا وې په درمانتون کي نؤر هم پښتانه واړه وو چي زیاتره به دَ دغؤ انګرېزانؤ ښځؤ څه بېرېده، نیژدې به نه وورتله. مؤر و پلار او نؤرؤ پښتنؤ به هم بېرول چي دوی واړه غلا کوي او بیا یه کریشتانان کوي. و زما دَ هغې بوډئ سره ډېر زړه لګېده. او دَ هغې دَ ملګرؤ سره هم. هر چیري چي به دوی وې که به یې ناجؤړان کتل، که به یې درمان کاوه یا څیرل (اپرېشن) که به یې لونځ کاوه که به یې ناجؤړانؤ ته خپل دَ دین پرې پېژانده (پروپيګنډه) کوله، زه به نيژدې ورته ولاړ وم. ورؤورؤ دَ بوډئ راته پام سو. ګؤره چي څنګه ګوندي زما دَ دې هیڅ بې هیڅه نيژدېکت له مخي دَ هغې هم راسره مینه پیدا سوله او زړه یه راسره ولګېده. هرځای چي بې ولیدم دَ ځان سره بې روان کړم. دې به کار کاوه زه به وورسره وم. ورؤ ورؤ بې کله کؤر ته هم بؤتلم او چي ماځیګر به دباندي تله دَ اتوار په روز ګیرچې له نؤ ره بې دَ ځان سره په بګئ کي بیؤم. یو وختې ماښام ډؤډئ له هم کؤر ته وګرځولم. درې دوی وې یو زه وم ډؤډئ مو یو ځای وخوړله. چي کؤر ته راغلم مؤر مي ډېره وابدې سوله . پلار ته مې وویل چي ده خو نن ډؤډئ هم دَ پرنګیانؤ سره خوړلې ده. دَ هغه هم دا کار خوښ نه سؤ او راته یه وویل چي بیا ډؤډئ مه وورسره خوره. چي ما تپؤس ترې وکئ چي ولي؟ وې چي هغوی موردار شیان خوري. دَ سرکوزي (سور) غوښه خوري او شراب چیښي زما ډېره خوابده سوله چي دا دوی ولي درؤغ خبري کوي او وورته مي وویل “ما خو نه دا شیان خوړلي دي او نه مي هلته لیدلي دي. نه دوی خوړلي یا چيښلي ده”. “ولې، تې څه پېژنې؟” ما وې، “دا شیان خو نه پېژنم خو هلته څه ناولده څیزونه نه وو، کوم شیان چي وو هغه ګرد ما پېژندل. دَ چرګ غوښه وه. سبزي (ساګ) وو، پټاټې (الوګان) وو. مېوه وه او اوبه وې. بل شی نه وو”. دغه وخت خو زه دَ هغؤ په کار او ښېګړې لا نه رسېدم هسي مي خوښې وې.  خو زما او دَ بوډئ مینه تر ډېره وه. څؤ څؤ ځله موږ دَ کؤر دَ ناجؤړانؤ دَ دارودرمل لپاره راغلو او په درمانتون کي وورسره واؤسېدلؤ او هسي هم چي به زه کوټې له راغلم دَ دې لیدؤ له به ورغلم. یو ځل دوه دا هم دَ پل کار یا درمان دپاره ګولیستان له زموږ کؤر له راغله. او څنګه چي زه لؤیېدم او دَ دې دَ خوارؤ زیارؤ او دَ پردؤ خلګؤ پښتنؤ، بلؤڅؤ او هیندکیانؤ ناجؤړانؤ دَ دې سمانې او پور هغؤ باندي دَ دې خرڅ ټؤل راته ښکارده هومره مي مینه وورسره زیاتېدله. او چي بیا په دې پوی سوم چي دا هرڅه دوی خپل دَ دین دَ خوَروني او پرېپېژاندې لپاره کوي نؤ مي یوې خوا ته دَ دوی سره مینه زیاتېدله او بلې خوا ته مي پور ځان او خپل کام په زیاته پور مولایانؤ نیت بدېده چي دوی ولي دا کار نه کوي او دا مي تر زړه ایستي وو چي زه رالوی سم ن دغه شان به خپل ځان او مال دَ دین او کام په لار کي لګوم. د دې بوډئ پښتؤ ډېره ښه زده وه. ما به دا مؤر بلله او دې به ماته زوی ویل. تر ډېره دلې وه بیا یه خپل ځای درمانتون او ټؤل (جایداد) چي دَ لکونؤ روپؤ وو ټؤل دَ ډاکټر هالنډ و میشن ته پرېښؤول او لندن له ولاړه. څه وخت پس بیا دَ هغه ځایه په هغه خپل کار پسي اپریکې له ولاړه. اوس په خبر نه یم چي مړه ده که ژوندئ. په کال ۱۹۳۰ کي چي انګرېزانؤ موږ دواړه وروڼه بندیان کړو او دَ دوؤ انګرېزانؤ اوسرانؤ او یوې میمي دَ تښتولؤ دَ جؤړي (سازش) تؤر يې په درؤغؤ راباندي ولګاوه چي بیان بې وړاندي راسي دا لا دلې وه. او خبره سوې وه. زموږ سره یې ډېره غمرازي کړې وه او ډېر ډاډ يې وورکړی وو چي ژر به بېرته راسي پروا یه مه کوه. کال پس چي زه دَ جېله راغلم لیدو لې ورغلم ډېره خوشاله سوله. انګرېزي اخبار يې لوست په هغه کي یو خبر وو چي دَ رېګ اڅګزؤ دَ ګولیستانه څه دَ رېل نؤکران هینکیان تښتولي وو او خپل دَ څه بندي دَ غوڅولؤ لپاره یې یرغمال او بندیان ساتلي وو. اخبار يې ماته راکئ وې دا خبر دي لوستی دئ؟ چي ما ولستی نؤ یه وې دا ستاسي خلګ ولي سرکاري نؤکران تښتوي؟ زه په ټؤله خبره خبر وم چي دې ته مي وکړله او بیا مي وورته وویل چي تا خو ډېر وخت دلته تېر کئ تا ته به دا خبره ښه څرګنده سوې وي چي دَ دې ځای پښتانه نه خو زلنده (خونخاوار) دي او نه شري او شرابیان. خو ځکه چي یوخو دَ هیند دَ انګرېز سرکار او دَ پښتنؤ دؤد او تورېزونه (تعزیرات) ډېر بېلتون سره لري او بل بیا دلته چي انګرېز سرکار دَ جرګې په نامه چي دَ میانځګرئ کمه سریښته روانه کړې ده او دَ پولې دَ تؤرؤ کمه توریزونه (قانون جرایم سرحدي) چي چالو کړي دي دَ هغو له مخې زیاتره وَ پښتنؤ ته میانځ (انصاف) نه رسي او نه بره دَ اپیل او پریاد څه لار لري. نؤ دا دوی دَ اپیل او میانځ (انصاف) پیدا کولؤ یوه بله لار رایستلې ده چي سړی بؤزي چي زموږ په پلانئ خبره کي میانځ (انصاف) راسره وکئ نؤ به دا سړی در پرېږدو او زیاتره دَ داسي کاره پس سرکار دَ هغؤ خبره وَ هم مني. او میانځ وورسره وکي. ته پسې ګؤره په دې خبره کي به هم سرکار میانځ وورسره وکي. دا په خبره پؤه سوله بیا یه ماته ویل چي زه دَ څؤ روزؤ دپاره ستا کؤر ته درځم. خو دَ مېجر پارلې دَ هغه دَ ښځې او کيپتان دَ تښتې پس، په کمه کي چي موږ بندیان سوي وو، پولیټیکل اېجنټ دَ چمن غاړي ته دَ انګرېزانؤ ښځؤ بند کړی دئ. دَ پولټیکل نه تپؤس غواړي و هیله مي ده چي ما به نه بندوي. څؤ روزي پس چي ما بیا تپؤس جیني وکاوه وې، “خوښه یه نه ده. په زیاته بیا ستاسي کره. وې چي ما ډېر ورته وویل چي هغه زما زوی دئ، زه د هغه نه هیڅ بېره نه کو او که ته او ستا جرګه هر څؤ ووایاست چي ده دَ انګرېزانؤ په تښتولؤ کي لاس لاره خو زما زړه ته نه لويږي. زه یه دَ وړوکوالي راسي پېژنم. هغه دا شان سړی نه دئ.” نؤ هغه و، “دا خو زه هیچیري نه کوم، ولي دا زما هم سپکه ده او دَ چا کره چي زه ځم دَ هغؤ هم سپکه ده.”

زموږ دَ کؤرنئ خلګ دَ ټؤلؤ پښتنؤ رنګه ډېر زیات مېلمه دؤسته وو. او په دې لړ کي دَ ځآيي پښتنؤ پرته بې وَ سرکاري نؤکرانؤ او واکوالانؤ ته هم ډېري درنې ډؤډئ وورکولې. چؤچ (Standard of life) یه هم دَ کوټي په ټؤل پلَو کي ډېر اوچت دَ کابل او کندهار د خانانؤ راز وو چي یو ځل بې دَ چا سره مېلمستیا او تګ راتګ لار جؤړه سوله نؤ بیا بې دَ تل هغه روپاله. تر دې چي ځینؤ به د ګولیستان ټؤلؤ سرکاري نؤکرانؤ ته بې دَ مېلمستیا سېوا خپل دَ باغؤ په هره مېوه کي هم برخه وورکوله او چي کله به هغوی دَ ګولیستانه بدل هم سول نو بې ه خپله یا دَ هغؤ په  غوښتؤ دا برخه پښین او کوټي له ه وورسوله. او چا له خو پې پنجاب له هم لېږله. په سرکي هم او زما په وخت کي هم موږ دا کار دَ مېلمستیا او ښه ځوانئ په تؤګه کاوه خو هغؤ خلګؤ زیاتره دا یوه خوشامنده یا مؤک (رشوت) ګاڼه ولي چي دوی به دې څيز ته تؤل نه اېښؤو او نه بې څه ډېره پرواه په کوله. نؤ زه په کؤرنئ کي لومړی سړی وم چي دا کار مي بند کئ. او دَ دې راکړي ورکړي بونیاد مي پور دؤستئ کښېښؤو. دؤد مي نه ګاڼه او نه داسي په بند وم چي که ته پروا په کوې که نه زه بې کوم ولي چي زموږ دؤد دئ.

په دې لړ کي دَ ډېره وخته دا رَو راچلېده چي دَ پښین او چمن مجسټرېټانؤ به په میاشت کي یو ځل ګډه (جاینټ) جرګه په ګولیستان کي کوله او خپل خپل دَ تړي دَ ځینؤ غټؤ غټؤ جرګه بازانؤ سره به راغله. څلؤر پنځه روزي به په ګولیستان کي ډېره وو او زموږ خلګؤ به سهار او ماښام ډېري درنې ډؤډئ او مېلمستیاوي وورکولې. دَ یوه یوه وخت په ډؤډئ بې په سوونؤ روپئ خرڅېدې او کړاو به لا بل وو. چي زه غټ سو نؤ مي دې خبرې ته پام سو چي زه یا زموږ مشران هم چي کله کوټي، پښین یا چمن له پېښ سو نؤ دغه جیرګه بازان او واکوالان موږ ته کله یو وخت هم مېلیمستیا نه راکوي. نؤ موږ يې ولي وورکوو. دا خو دوی ښه ځواني یا مېلمستیا نه ګڼي خوشامنده او مؤکی (رشوت) ګڼي. کنې نؤ پښتني مېلمستیا خو دا وي چي ته پېښ سوې زه به ډؤډئ درکوم او چي زه پېښ سم ته بې کوې. ورؤ ورؤ مي پنه کؤرنئ کي دَ مشرانؤ او کشرانؤ سره دا خبره پېأل کړله او ژر مي ټؤل دَ ځان ملګري کړل. چي دا دؤد به پرېږدو او دا ځل به واکوالانؤ او جرګه بازانؤ له مېلمستیاوي نه کوو. چي دَ جرګې روز راغله واکوالان او جرګه بازان دَ پخوا په شان راغله خو دوی زموږ په دې نوې جؤړه خبرنه وو او ځان لې څه بندوبست هم نه وو کړی. بیا وروسته دَ هغه ځآی واکوالانؤ راته ویل چي تر ماځیګره یه هیڅ بندوبست نه وکئ او تپؤس بې کاوه چي چا مو ډؤډئ نه ده کړې؟ چي بې هیلې سوو او ځايي واکوالانؤ خبر کړل چي دا ځل ډؤډئ ګاني نسته نؤ يه څلؤر مږونه رانیول. شپه یه تېره کړله او سهار وختي واپس ولاړل. هغه روز او نن روز بیا په ګولیستان کي دغه جرګه نه ده سوې. چي دَ دې نه ښکاري چي دوی جرګې له نه راتله ډؤډؤ او مېلؤ له راتله. چي ډؤډئ بندي سوې بیا چا جرګې څه کولې. دَ هغه وخته زموږ او دَ دغه سرکاري خلګؤ مېلمستیا دا شان سوله چي چا ډؤډئ راکوله هغه له مو وورکوله او چي چا نه راکوله دَ هغه تپؤس مو نه کاوه.

ما خپل دَ کؤرنئ خبري ځکه څه اوږدې کړلې چي په سر کي دا خبري زما دَ ژوند او دَ بلؤچیستان دَ کامي (سیاسي) ژوند سره دَ شاګي (پس منظر) په تؤګه ډېره اړه (تعلق) لري. زموږ دَ کؤرنئ دَ انګرېزانؤ له باچهئ دَ هغؤ دَ نېزدېکته، نؤکرئ او خسمانې له دغي بېزارئ له مخي که څه هم زیاتره غړي يه لوستي او ځیني پکښې زیات پؤهه او بیا د ګولیستان میانځي ښؤونځي (مډل سکول) دَ ولات دَ لومړنؤ سکولؤ څځه یو وو چي په هغه کي زموږ دَ کؤرنئ ځوانانؤ لوست کول. په دغه لومړي وخت کي چي په ټؤل هند کي موسلمانان له انګرېزي ښؤونځؤ بېزراه او لري وو. زموږ مشرانؤ خپل په وړؤ یوازي په ګولیستان کي لا نه په کوټه کي انګرېزي ویله. خو هم په دې وخت کي چي ډېرؤ خلګؤ به دَ انګرېز نؤکري دَ ژوند پيلامه او مراد ګڼله دوی نه خپله سرکاري نؤکري کوله او نې خپل په بچؤ کوله. دغه وخت چي هسي لوستي خو مخوَر کاسن به انګرېزانؤ په ښه نؤکري کي اخیستل زموږ په کؤرنئ کي ډېر لوستي کسان وو خو دَ یوه یا دوؤ کؤرؤ چپ هیچا به نؤکري نه کوله. دَ لېویز نؤکري چي دَ سر رابرټ سمډېمن دَ دام تر ټؤلؤ بې ختا زېندئ (تېزندئ) وه او دَ بلؤچیستان زیاتره کامؤ مشران په کښې راګیر سوو زموږ خلګؤ وَ نه کړله، سېوا له یوه یا دوؤ کسانؤ.