fbpx
شاه مامود مقالې

اولسمشره! کومه لاره غوره کوې؟؟

لیکوال جلال بازوان

په تېره لسېزه کې متحده ايالاتو د نېټو ټلوالې په ملګرتيا د ترهګرۍ په ضد د جګړې پر نامه دوې لويې جګړې (افغانستان او عراق) وکړې چې له کبله يې په لکونو انسانان ووژل شوه او د ملياردو ډالرو تاوانونه او لګښتونه وشوه. په دې دواړو جګړو کې د افغانستان جګړې په ټوله نړۍ کې خورا ډېر پلويان درلودل او په عمومي ژبه کې ورته Just War  ليا War of Necessity ويل کېدل. که څه هم د دې جګړې اوږدېدل او د حالاتو د سمې پر ځای د چپې پر خوا تللو يو څه خلګ ګوته په غاښ کړل خو بيا هم يو ګڼ شمېر جنګ ځپلي افغانان په دې هيله ؤ او اوس هم دي چې کېدائشې حالات بدل شې.

که څه هم امريکه او د نېټو ټلواله، چې په اتيايمه لسېزه کې يې د خپلو وسلو او ډالرو په زور افغانستان کنډوالې کړ او په مليونو انسانان يې ووژل، په دې مسؤله دي چې د افغانستان بېا رغونه، د افغان امنيتي ځواکو روزنه او په وسله سنبالول، د افغانستان ملي حاکميت او ملي بشپړتيا وساتي، خو د 9/11 له بريدو پس ډېر افغانان په دې قانع ؤ چې دا ځل نړۍ بې له څه مطلبه او موخو په سپېڅلتيا د افغانستان بيا رغول غواړي. خو په تېره لسېزه کې داسې ډېرې پېښې وشوې لکه په ړندو بمبارو کې اولسې وژنې، د پاکستان له خوا د ترهګرو روزل او خوندي کول او په ځواب کې د قادر مطلق امريکه او نېټو Almighty USA/NATO  کمزوری غبرګون، د اسامه بن لادين د پاکستاني پوځ په تخرګ کې موندېدل او د نړۍ د پاکستان پر دې عمل سترګې پټول، په باګرام کې د قرانو سېځل او  داسې نور، چې هغو ځېرک افغانان دې ته اړ ايستل چې هغه د دوست او دښمن په مينځ کې د توپير روښانه کولو دپاره يو ځل بيا فکر وکړي.

تريخ حقيقت هغه وخت روښانه شو چې کله متحده ايالاتو له افغانستان سره د سټراټېژک تړون Strategic Agreement  غوښتنه وکړه. که څه هم د دې تړون دپاره امريکه افغانستان ته دومره اړه ده لکه څومره چې افغانستان امريکه ته اړ دی، ليکن له بده مرغه داسې برېښې چې د سامراجيت په نشه کې ډوب امريکي چارواکي تشې خپلې ګټې اړينې ګڼې او غواړي چې افغانستان يو خپلواکه هيواد نه بلکه د امريکه يو ستراټېژک مورچه  Strategic Outpost و ګرځوي او هم  له دې ځايه د چائينا او د منځنۍ آسيا او روسيه څارنه وکي. بيا دي هم افرين پر افغان اولسمشر حامد کرزي او نور مشرتابه شې چې تر اوسه ليا د امريکه او نېټو ټلوالې د ډېرو ټګيو او دړکيو په مقابل کې د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو دپاره محکم ولاړ دي.

تېره اونۍ افغان اولسمشر محترم حامد کرزي په ژوولو توريو کې د افغانستان ملي حاکميت ته درناوی، د افغان ملي اردو روزنه او په وسلو سنبالول، او د هيواد هوائي ډګر او زندانونه هيواد ته سپارل، د سټراټېژک تړون دپاره شرطونه وړاندې کړل چې زما په اند د نړۍ د هغو سامراجې قوتو دپاره يو ښکلې د خټو پوزه ده څوک چې ځان د جمهوريت علمبردار او د افغانستان جګړه Just War/War of Necessity  ګڼي.

د پښتو يو متل دی وای – چغال زوړ شې خو له خپلې رېنګې نه اوړي –  شايد دا خبره به پر امريکه او نېټو ټلواله باندې ډېره سمه لګېږي. دا قوتونه د افغان مشرتابه تر فشار لاندې راوستلو او د سټراټېژيک تړون پخپله خوښه او ګټه ختمولو دپاره له ډېرو لوېدلو چلو Mean Tricks څخه کار اخلې. موږ به دا نه هېرؤ چې دا قوتونه يواځې په ټانکو، توغنديو، بې پيلوټه الوتکو جګړې نه کوي بلکه د خپلو مخالفينو تر فشار لاندې راوستلو دپاره نيويارک ټائمز، واشنګټن پوسټ، تهينګ ټېنکس او نورې پستې Soft  قواوې هم لري. دا قواوې د  Intellectual Prostitution هغه تور مخونه دي چې په يو ليک Article  تور سپين او سپين تور ګرځولای شې. له دې سره سره په دا تېرو څو مياشتو کې په حالاتو کې بدلون دا ښکاره کوي لکه د دولت د مخالفو وسله والو (طالبانو) لکۍ چې د شناخته خلګو په لاسو کې وي او دا خلګ د خپلو موخو تر سره کولو لپاره د جنګ ځپلي افغان له ژوند سره لوبې کوې.

که څه هم دا وخت په هيواد کې ادارې فساد تر حد اوېښتی دی خو و افغان دولت ته په کار دی چې هغه ټولې پروژې چې د يو ايس اېډ او نورو ادارو له خوا و خلګو ته ورکول کېږي پورا پورا تر خپل اختيار لاندې راولي. له دې سره سره په کار دی چې د نړيوالو ادارو له خوا کومې پروژې ورکول شوې دي د هغو څېړنې وشې او د هغو ټولو نړيوالو ادارو په ضد کلک ګامونه واخيستل شې کومې چې په اداري فساد کې شکېل دي.

که څه هم افغانستان دا وخت نړيوالو مرستو په تېره بيا د امنيتي ځواکو د روزنې او په وسله سنبالولو کې ډېره اړتيا لري ليکن اولسمشر ته په کار دی چې په دوو لارو کې د يوې انتخاب وکړې: آيا د تور عبدالرحمان خان په شان د سټراټېژک تړون په نامه وطن پلوري او که د امير امان الله خان په شان ملې ګټې ساتي.

اولسمشره !!

د پښتو متل دی وايې – د مېړه ليا ترپ وي ليا خرپ – په دې کې هيڅ شک نسته چې له سامراج سره د ډغرې وهلو والو پائلې داسې وي لکه د ډاکټر نجيب الله، ذوالفقار علي بوټو، صدام حسين او کرنل قذافي خو دا به نه هېروو چې هيواد او ملت تر شخصيتو ډېر مهيم وي.