fbpx
مقالې نعیم خان

 تالبان او نړیوال سیاست

لیکوال نعیم خان

نیټه        ۲۱ دسمبر ۲۰۱۲

انسان نه یوازې د خپل چاپیریال اولاد دی او ځیني ذدهکړه کوي خو کله نا کله څه خاص خلک نه یوازې دا چې د خپل چاپیریال څخه ‌ذدهکړه کوي خو سره سره د خپل چاپیریال د لارښود په حیث هم کار کوي او دا هغه خلک دي چې تاریخ ځیني جوړیږي او د قامونو برخلیک لیکي. دمثال په توګه څه تاریخ پوهان په دې نظر دي چې باید دویمه نړیواله جګړه نه وای رامنځته شوای که هټلر نه وای زیږیدلای خو بیا څه نظرپوهان په دې اند دي چې د هغه وخت اقتصادي او سیاسي حالاتو د یوه هټلر په زیږدونه کښې لاس درلود. هټلر که څه هم د خپل چاپیریال اولاد و خو د خپل چاپیریال د پلار په حیث یې هم دنده پر غاړه درلودله.

په دې ټول منظر نامه کښې تالبان چیرته لیدل کیږي؟ ایا تالب د حالاتو ښکار دی، پیداوار دی او که پلار دی؟ او هیره دې نه وي او ډیر امکان لري چې تالب د یوه ناروغه ‌ذهن یوه ناکاره فکر وي.

په دوه قونجه نړۍ کښې روسیه له امریکا لپاره د لارې خنډ وه او د سپینې ماڼۍ په نړۍ د حکوت او قدرت لرلو په رنګین خوب کښې روسیه لکه د خپسې په څیر یوه ویرونکي سټۍ وه. امریکا له دې څیرې څخه د خلاصون په هیله د ستورو جنګ یا (( Star war  په نامه جنګ ته بډې راکاږلې خو ډیر ژر په اولس مشر ریګن ښکاره شوه چې د ستوروجنګ باید د امریکا اقتصاد له تاوان سره مخ کړي نو ځکه یې د هغه وخت تالبان چې جهادیان نومیدل، سپنې ماڼۍ ته وبلل چې په کښې ملا ګلبدین او ملا حقاني هم شتون درلود او د امریکا اولس مشر دا نوموړي تالبان د امریکا جوړونکو مشرانو په صف کښې وشمیرل او دا ځکه چې دوی هغه کار په ډیره ارزانه بیه وکولو کوم کار چې باید د ستورو له جنګ له لارې هم نا شونی وه.

د تالبانو ملاګانو پر مټ د روسیه په څیر قدرت رانړول یوه ډیره عجبه تجربه وه. دې تجربې د نړۍ په سیاسي او عسکري ټولنو کښې یوه غټه بدلون ته لمن ووهله. نړوال سیاست مدارانو په دې امکاناتو خپل سرونه خلاص کړل چې وتوانیږي یوه داسې قوه رامنځته کړي چې وکولای شي  له لارې یې په اسلامي نړۍ کښې هر ډول سیاسي او اقتصادي بې ثباتي رامنځته کړي. په عربي هېوادو کښې د دې قوې پر مټ پرله پسې کامیابو عملیاتو جوته کړې چې  تالب د راتونکي لپاره یوه ارزښتناکه وسله ده، او په اوسنې وخت کښې موږ وینو چې څه رنګه تالبان د پښتون قام د ټول وژنې په پروژه کښې په مهمه دنده ګومارل شوي او ځیني کار ترې اخیستل کیږي .که چیرې تالبان یوه خپل واکه ځواک وای نو بیا خو باید د عملیاتو ځای یې لاهور وای خو داسې نه ده،تالبان پیښور او پښتون خوا ورانوي او جنګ پرې د لاهور سره کوي  او بیا په تیره تیره د پښتنو ښوونځي په نخښه کوي .

په پښتو کښې یو متل مشهور دی چې وسپنه په وسپنه ماتیږي، د ای ایس ای لوړماران اوس دغه فارمولا په پښتنو کاروي. دا خو ښکاره خبره ده چې تالب د پښتنو دښمن دی، خو دا د هر پښتون فرض دي چې پښتون ته وروښایي چې تالب څوک دی؟