fbpx
مقالې

د ثورانقلاب تاریخی لید لوری

لیکوال ولي ولسپال
په افغانستان کی د پیړیو را په دی خوا قبایلی ټولنو شتون لرلو چې افغانی ټولنه یې په خپل منځ کی په بیلا بیلو طبقو ویښلی وه. لوږه، وزګاری، ناپوهی، زيې او خیلی امتیازاتو برسیره تر ټولو لویه غمیزه او بد مرغی د شاهی نظام شتون وو، چې په هیواد کی يه د پیړیو راسی واکمنی کوله. دی نظام په ټول ملت ظلم زور او تیری کاوه او په ناروا توګه یی ټولنه په تیارو کی ساتلی وه دوی هڅه کوله چی افغان اولس په هره توګه سره وویښی قبایلی مشران، خانان، پیران او ملایان د شاهی کورنۍ اصل لاسپوڅی وو چی ددوی په مرسته یی خپلی توری څیری د اولس په مخ کی سپیڅلی ساتلی وی. د ظاهر شاهی توره دوره هم د دی بدمرغه نظام تسلسل وو چی په هیواد کی ټولو خلکو تر استبداد او زبیښاک لاندی ژوند کاوه. خو په دی وخت کی د هیواد ویښو او پوه ځلمیانو په لومړی ځل د ټول هیواد په کچه یو سیاسی او روڼ انده غورځنګ را منځ ته کړ دا غورځنګ (ویښ ځلمیان) په ۱۹۴۷ کال کی د امان الله خان د شاهی مشروطه غوښتونکو او نورو پرمخ تګ غوښتونکو ځلمیان له خوا په لومړی ځل د یو سیاسی هدف د لاس ته راوړلو لپاره په کار پیل وکړ ددی غورځنګ بنسټ ایښودونکی ګل باچا الفت، نور محمد تره کي، عبدالروف بینوا، غلام محمد غبار، محمد عالم بڅرکی، فیض محمد انګار او داسی نور نومیالی ملګری وو چی په هیواد کی یه د یو بنسټیز بدلون لپاره هلی ځلی کولی دوی دا هڅی د شاهی نظام د ظلم جبر او نا برابری په ضد وی. دوی ډیر ژر په هیواد کی خواره شول. او داولس له خوا ورته ښه راغلی وویل شو.دا غورځنګ یو مترقی او تر ډیره بریده چپ لاسی فکر لرونکی غورځنګ وو چی په هیواد کی يه د اصلاحاتو او بدلونونو لپاره مبارزه کوله.د دوی څخه ډیری ملګری خلکی نظر لرونکی وه. نور محمد تره کی په لومړی ځل سیاسی مبارزه د ویښو ځلمیانو له غورځنګ څخه کړی ده چی وروسته یی د خلک دیموکراتیک ګوند په نوم یو بیل سیاسی ګوند را منځته کړ چی طبقاتی مبارزه یی کوله. خلکیانو د قبایلی وروسته پاتی ټولنی او ړوند فکر څخه د رایستلو او د شاهی کورنۍ د ناورین څخه د ژغورلو په لړ کی د نه ستړی کیدونکی او پرله پسی مبارزی بنسټ کیښود.د خلک دیموکراتیک ګوند په ۱۳۴۳ ه ښ کال چی د۱۹۶۵ م سره سمون خوری د کابل ښار څلورمه کارته شیرشاه مینه د نورمحمد تره کی په کور کی بنسټ کیښود او په دی کنګره کی نور محمد تره کی د عمومی منشی په توګه وټاکل شو. په دی کنګره کی ګډون کونکی نور محمد تره کی، طاهر بدخشی، صالح زیری، ډاکتر شاولی، سلطان کشتمند، میثاق، دستګیر پنجشیری او داسی نور وو چی د نومونو د ډیروالی له سببه مو یاد نه کړی شو. د خلک ګوند هدف او مرامنامه په هیواد کی د سوسیالیزم لپاره مبارزه او سوسیالستی ټولنه رامنځ ته کول وو. دی ګوند په چټکۍ سره په هیواد کی خپلی ریښی وغځولی د زور او استبداد لاندی طبقی ډیر ژر د ګوند سره یو ځای شوی چی دی حالت شاهی کورنۍ وارخطا کړه. د خلک ګوند جریده چی د خلک ګوند د نظریاتو هنداره وه او استاد تره کی یی د امتیاز خاوند وو د شاهی نظام له خوا بنده شوه په دی لړ کی د دوی په مخ کی د شاهی نظام له خوا ډیری ستونزی را پیدا شوی ډیری ملګری زندانیان شول او په یو او بل نامه و ځپل شو. خو خلکی مبارزینو خپلی ارادی لوړی وساتلی او مبارزی ته یی دوام ورکړ کله چی د شاهی کورنۍ یو باچا خارج ته د درملنی به پلمه ولاړی او سردار داود په تخت کی ناست نو داسی فکر کیده چی داود یو روڼ انده باچا دی خو ډیر ژر مالومه شوه چی د لیوه زوی لیوه وی او داود هم د تیرو شاهانو په څیر خپل اصلیت خلګو ته وروپیژند او دظلم غږ یی به ټول هیواد کی خپور شو. خلکی ګوند چی د خلکو د فکر هنداره وه خپله مبارزه روانه ساتله. شاهی کورنۍ د خلکی ځلمیانو په وژنه او ترور لاس پوری کړ په دی لړ کی د پرچم ګوند چی د خلک ګوند سره بیا یو ځای شوی وو د مشر میر اکبر خیبر ترور چې د حمل د میاشتی ۲۷ نیټه د ۱۳۵۷ کال کی د هیواد سیاسی اوضاع بدله کړه او په خلکو کی یه غوصه راوپاروله د میر اکبر خیبر جنازه د زرګونو خلکیانو له خوا په خلکی مینه ولمانځل شوه. دی حالت شاهی کورنۍ وویروله او د خلک ګوند مشران یی ټول بندیان کړل. په دی لړ کی استاد نور محمد تره کی هم بندی شو د خلک ګوند یو بل مشر حافظ الله امین په کور کی تر نظارت لاندی ونیول شو. په ۷ ثور چې د ۲۷ اپریل ۱۹۷۸ سره برابریږی د حافظ الله امین په امر د خلکی قواو پاڅون وشو چې د شاهی کورنۍ توره دوره یی د تل لپاره ختمه کړه او په هیواد کی د خلکی سپرلی زیری نوی هیلی راوټوکولی او د خلکی ګل بڼ غوتۍ ګل شوی. خلکی انقلاب سره سم په هیواد کی ژوند د نوی سره پیل شوو او د رښتونی سوسیالستی ټولنی د تشکیل دور پیل شو هر څه بدلون و موند نوی کلتور نوی تمدن او نوی موسقی سره ټولی ټولنیزی اړکی د خلکی نظام په بنسټ جوړی شوی. همدارنګه په چټکی سره نوی اصلاحات وشو دسره رنګ بیرغ چې د خلکو کلمه پکی لیکل شوی وه د هیواد ملی بیرغ اعلان شو. دشاهی کورنۍ د ۲۳ غړو خاینانو څخه تابعت واخستل شو. همدارنګه په شپږمه ګڼه فرمان کی د انقلابی دندو په پیروی د بزګرانو د هوسا ژوند په خاطر د ملایانو له جبره او د سود خورو د ګروی او ملاماتونکی سود څخه ټول بزګران وژغورل سول. په اوومه ګڼه فرمان کی د ښځو او نر تر منځ فرق ختم کړل شو او دواړه نر ښځه د ژوند په هره برخه کی سره برابر شوو د میرمنو پلورل بند کړل شو. په اتمه ګڼه فرمان کی د ځمکو اصلاحات وشو بی مځکو او لږ ځمکه لرونکوبزګرانو ته په وړیا توګه ځمکی وویښل شوی. دا د ټولو خلکو په ژوند کی یو تاریخی انقلابی تحول وو. چې د هیواد دښمنانو هیڅ کله هم نه شو ځغملی د نړیوال استبداد پلار امریکه او نوری لاسپوڅی نړۍ لکه سعودی عرب، پاکستان، ایران او اروپایی پانګواله ټولنه ټول د خلکی انقلاب په ضد کی سره یو شو او د مذهبی بنسټپالو او ترورستانو په مرسته يې هر ډول خنډونه د خلکی دولت په وړاندی را پیدا کړل. له دی سره تر ټولو لویه غمیزه د سټالنستی بیروکراسی او د کی جی بی د فوځ افغانستان ته راتګ وو ځکه چې د سټالن تر لاس لاندی لویه شوی روسی بیوروکراسی ته د یو خپلواک خلکی هیواد او انقلاب د زغم وړ نه وو. ځکه د برژنیف په مشرتابه کی شوروی فوځ په افغانستان تیری وکړ او د خلکو اولس مشر حافظ الله امین یې شهید کړ دولت یې له منځه یوړ او په ځای یي پرچمی درباریان واکمن کړل چې په هیواد کی د یوی خونړۍ جګړی لامل شو د هیواد د خلکو د بد مرغی سبب شو. جهادی بنسټپالو او د استثمار تالۍ سټو هیواد لوټی کړ. همدارنګه خلکی رژیم له منځه یوړل شو. کله چې روسی ځواکونه له افغانستان څخه ووتل د استبداد تالۍ سټو په هیواد کی چور چپاول جوړ کړ هیواد یې لوټی لوټی کړ انسان وژنه پیل شوه او په سلګونو زره بی وځله افغانان د خپل منځی جګرو قربانی شول د جهادیانو او طلبانو بادارانو د هیواد د ورانی سره سمه دا دعوه پیل کړه چې د تاریخ اخری ور یې وتړلو او د خلکی فکر لمن يې د نړۍ څخه ټوله کړه. خو نن په داسی وخت کی چې امریکای زبیښاک په افغانستان کی وجود لری او تر دی له مخه د یونوکال او سعودی عرب په پانګه پالل شوی طاللبانو د ظلم دوره تیره کړه ټول هیودوال نن په دی پوهیږ چې د متحده ایالاتو د استبداد او اسلامی بنسټپالو هدف څه وو. او ددوی کردار ډیر څرګند او جبر نه هیریدونکی دی. په قبیلوی ژبنیزو سیمیزو او مذهبی بنسټونو عامه وژنه وشوه او له دی سره د امریکای زبیښاک افغانستان ته راتګ نوی ناورین له ځان سره راوړ د خلکو په ژوند کی هیڅ مثبت بدلون ونه لیدل شو او خلک د همداسی کړاونو سره لاس او ګریوان دی د نړیوال زبیښاک خونړی رقابت د هیواد وګړی د یو ناپیلی سرنوشت سره مخامخ کړی دی. په ټو لنیزه توګه دا ټول نظامونه که د مذهب تر نوم لاندی دی او که د ډیموکراسی تر نامه لاندی دی د پانګوال نظام ساتندوی دی. او د نړیوالو زبیښاکی پانګی ته دوام وربښی نن په داسی حال کی چې د افغانستان خلکو دا ټول سیسټمونه ولیدل او د هغوی نه هیریدونکی ظلمونه یې د ژوند په هره شیبه کی زړه دردوی. افغانان یو ځل بیا په جدی توګه د خپلو ستونزو حل غواړی او هر هغه څه ته خوښبینه دی چی په هیواد کی ازمایل کیږی اوسنی امریکای زبیښاکی يا پانګواله دیموکراسی چې د ازاد بازار په درشل کی په هیواد کی ازمایل کیږې د جهادی او طالبانی فکر او نظام په څیر ديوه جیب د لګښت زیږنده ده چې د خلکو په ژوند کی هیڅ بدلون نه شی راوستی خلک د لوږی، وزګاریو، ناروغی، نا امنی او د ژوند د بیلابیلو کړاونو سره لاس او ګریوان دی په لنډو کی پانګوالی د خلکو په وینو خپل نظام ته دوام ورکوی.
ددی ټولو بدمرغیو څخه د خلاصون یوه لاره ده هغه خلکی روایت دی چې زموږ په ګران هیواد کی یو بیل تاریخ لری همدا یواځنی نظام دی چې د خلکو ژوند ژغورلی شی یواځی په پلان شوی اقتصادی نظام کی د خلکو په ژوند، کلتور، تمدن او ټولنه کی یو انقلابی بدلون راتلی شی او خلکی روایت به په یو نوی دریز د نوی هیواد او نړۍ بنسټ ږدی. یواځی او یواځی خلکی نظام د افغانستان او د نړی د زحمتکښانو ستونزی هوارولی شی.