fbpx
ساهو برلاس مقالې

کلي چې په دروغو جوړ شي، وران شي

لیکوال ساهو برلاس
تاريخ که څه هم ليکل کيږي په دربارونو کې، د دروغژنو خلګو په قلم (ټول تاريخ نه — لويه برخه يې) خو تاريخ اولس جوړوي او وخت يې د ښه و بد، رښتيا او دروغو پريکړي کوي. د پاکستان تاريخ څېړنه دومره زيار نه غواړي چې په ورکو څلو پسې به ګرځې ولې چې چا ليکلی، چا جوړ کړی هغه لا ژوندي دي. د دوی په ليکل شوي تاريخونو کې که د رښتيا ټکی نشته. مهم دروغونه يې څه داسي دي.
۱. پاکستان د مسلمانانو لپاره جوړ کړل شو.
چا چې د مسلمانۍ دعویٰ لرله، هغه يې ملګري څه چې کلک مخالف وو لکه جميعت علما هند، جماعت اسلامي…
بيا چې پاکستان جوړ کړل شو، نو د نوي هيواد (اوسني پاکستان) تر مسلمانانو هلته ډېر پاتې شول. د هغو د ژوند او اسلام لپاره څه و کړل شو؟
۲. دوه قومي نظريه:
دوی وائي چې په هند کې دوه قامونه اوسېدل. هندو او مسلمان. د دواړو ژوند ژواک سره بېل وو.
رښتيا دا چې په هند کې ډېر قامونه اوسېدل، دوه نه. د هر قام ژبه او د ژوند تېرولو لاري چاري د بل څخه بيلي وې. هندي مهاجر پاکستان ته راغلل، دلته و اوسېدل، خو اوس هم د سندهيانو څخه دومره بېل دي چې جلا پېژندل کيږي. که دا يو قام وو نو ستونځي ورته ولې دي؟
که د مذهب پر بنسټ قامونه جوړيږي نو په پاکستان کې دا وخت څو قامونه اوسيږي؟ مسلمان، هندو، عيسوي، سکهـ، پارسي…. دا خو اوس هم يو قام نه دی.
۳. قامي ژبه:
د پاکستان نصاب او رسنۍ دا وائي چې د پاکستان د جوړېدو يوه وجه “هندي – اردو” شخړه وه.
د دوی مطلب دا چې مسلمانانو اردو ويلې او هندوانو هندي. پوښتنه دا ده چې دومره موده تېره شوه خو اوس هم په کروړونو پښتانه، بلوڅان، سندهيان او پنجابيان اردو نه شي ويلای. دا ټول کافران دي که څنګه؟
۴. پاکستان د اسلام کلا:
د پاکستان تاريخ وائي چې دا هيواد د دې لپاره جوړ کړل شو چې شريعت تطبيق کړي.
د پاکستان د جوړولو وال چې په پام کې و ساتو نو پوهـ به شو چې دا د اسلام نه څومره ليري خلګ ول. جناح د خنځير غوښه خوړل. د پلار نوم يې د مسلمان نه وو. د پارسي ښځي سره يې واده کړی وو چې نوم يې رتن بائ وو. نمسۍ يې پارسي ده. لمونځ يې نه وو زده.
۵. مسلم ليګ او مسلمانان:
هغه وخت هم او اوس هم وائي چې مسلمانانوپه مسلم ليګ کې فعاله برخه اخيسته او په ګڼ شمېر يې غونډو ته راتلل.
د مسلم ليګ غونډو ته به جناح په انګريزي وينا کوله (اردو يې نه وه زده)، د اوسني پاکستان د اوسېدونکو اردو هم نه وه زده. د دوی په غونډو کې خلګ څه وائي؟ څه غواړي؟ اولس ورباندي نه پوهيدی نه يې ملګرتيا کوله. د جولائ ۱۹۴۶ په ټاکنو کې مسلم ليګ د اوسني پاکستان (د بنګال بغير) څخه لس څوکۍ هم و نه ګټلې. په يو کال کې دومره انقلاب څنګه راغلۍ چې خلګ ټول د دوی سره ملګري شول؟
۶. سرشيندني:
د نړۍ د هر ملي غورځنګ او انقلاب تاريخ دا وائي چې بې له سرشيندني، جيلونه وړلو، د مال او جايداد قربانولو چا خپلواکي نه ده تر لاسه کړې. د پاکستان تاريخ وائي چې يو مخکښ او عام کارکونکي يې يو ساعت جېل هم نه دی وړی.
بيا چې هيواد جوړ کړل شو نو خلګو قربانۍ ورکړې.