fbpx
ساهو برلاس مقالې

د پاکستان د جوړېدو پس، د ملا رول

لیکوال ساهو برلاس
سامراج چې کله يو قام غلام کړي نو د مقاومت د روحيې د ختمولو لپاره يې په ذهن کار پيل کړي. په فکري توګه چې يو قام غلام شي، د خپل اصل نه بېل شي، تاريخ هېر کړي بيا د اوږدې مودې لپاره د بل د چوپړ جوګه شي.
د فکري غلامي لپاره سامراج رسنۍ او نصاب څخه کار اخلي. په پښتني ټولنه کې دا دواړه اغېزمن نه وو. رسنۍ ليري کليو بانډو ته رسېدی نه شوې. راډيو لږ خلګو اورېدل. ښوونځي جوړول، ښوونکي ګمارل او بيا يو نصاب ورښودل د اوږدې مودې کار وو. پښتون دومره موده دښمن ته وار نه کوي. په جنګي بنيادونو د سامراج د پروپيګنډې کار ملا ته و سپارل شو. د سر ملايانو دا کار په شعوري توګه د دښمن د استازي په حيث کولی او لاندي د قدوري ملايان جاهلان ول. په ناپوهي يې دښمن لره کار پيل کړ. د دې پروپيګنډې شکلونه څه داسي وو.
۱. پاکستان يو مصنوعي رياست وو. د خپل وجود د جواز لپاره يې دوه کارونه وکړل. يو يې د اسلام شعار ورکړ او بل د هند دښمنۍ. پښتنو په تاريخي طور د هند سره دښمني نه درلودل. پښتنو په هند باچهي کړې وه، ورڅخه ويرېدل هم نه. ملا د دې روحيې سره بلد وو. ځکه يې د هند سره د ويري نه، د جهاد ږغ پوره کړ. پښتنو د کشمير جنګ و کړ. ملا بيا هم پښتانه دې فساد ته په يو و بل رنګ هڅول خو بيا يې دومره اغېز و نه کړ.
۲. پښتانه له دې نوي دولت سره نه دا چې بلد نه وو، جناح او مسلم ليګ يې نه پېژندل ورسره دا هم چې د خپل قامي تشخص لپاره يې خطر ګڼلی. ملا د “قام پرستي (ملتپالنه) کفر ده” شعار ورکړ او د يو مسلم قوميت ناره يې ووهله. سپېڅلي پښتانه يې د دين په نامه ختا کول خو دا يې په پام کې و ساتل چې د پښتنو ځانګړيتوب او کلتور ته لاس ورنه وړي ګنی پښتانه به ورته په غصه شوي وو. پايله يې دا چې په پښتون کلتور کې نغښتې يو عجيبه اسلام يې خلګو ته وروپيژانده. چې نه اسلام وو، نه پښتونولي. خو په دې کې برلاسی شو چې ځينې پښتانه کنفيوز کړي.
۳. که څه هم دا دوه اړين کارونه وو خو ملا برلاسی نه شو. دومره اهميت يې و نه موندلی. بيا قدرت ورباندي مهربانه شو. افغان فساد ته د نړۍ تور و سپين بدماشان سره يو شول. د ټوکړو ښکور ته چې ملا ناست وو، په چرګانو موړ شو. دوه درې ودونه يې کول. لوی موټران شول. د حجرې خوار طالب، د پريدي جنګ د اور خاشاک شو. سپور ملا په کلي کې نه د دين شو نه د سادين. سياسي ملايانو نړيوال شهرت تر لاسه کړۍ. ښې بنګلې يې جوړي کړې.
پښتون په حيث د قام ووژل شو، ووهل شو، له کور او وطن څخه و شړل شو. په دې ورانۍ کې د کوربه رول ملا و لوبولۍ. هر ميلمه يې لکه بدلمنه ښځه انټرټېن کړ. د ملت ناموس، کلتور او تاريخ يې ورته ليلام کړۍ. پښتنې نجوني د لاهور په بازارونو کې خرڅې شوې.
۴. هره تياره پای لري. چې چا جوړ کړي وو، هم هغه ورته په قهر شول (په لومړئيو شپو کې زموږ ګمان هم داسي وو). د ملا په ضد جهاني پروپيګنډه پيل شوه. پښتون وطن ته بس دومره وخت پکار وو چې څه دمه شي. چې سامراج په دې پوهېدی چې لوبه غلطې خوا ته روانه شوه، افغانان دمه شوي وو. نوي جنګ ته تيار وو.
اوس!
سامراج غواړي چې څه نازولي، په يو ډول و ساتي چې د اړتيا په وخت پکار ورشي. په منځنۍ/سهېلي آسيا، منځني ختيځ کې خو هم لوبه ګرمول غواړي. د ملا، طالب غوندي پخواني لوبغاړي به پکار ورځي.
زموږ له وطنه دي ورک شي، ورک به شي، نور چې يې مخه په هرې خوا وي. عرب دې اوس رېبي، څه چې يې کرلي وو.