fbpx
ساهو برلاس مقالې

کلتوري غلامي

لیکوال ساهو برلاس
د خپلواکو قامونو کلتور په خپل اساس وده کوي. ټولنيزي اړتياوي، سياسي او اقتصادي ادارو ته وده ورکوي، پراخوي يې. چې کله قام غلام شي بيا دا وده مصنوعي وي او په يو ډول د بادار قام ښکاره کلتوري غلا وي. په پاکستان کې راښکېل پښتانه د دې مصنوعي ودي (ارتقا) په بله مانا زوال سره مخامخ دي. د دوی سياسي ادارې د بادارانو د هغه سياسي ادارو نقالي دہ چې د پښتنو د ځپلو لپاره يې جوړي کړي دي لکه بيوروکرېسي.
په يو ځانګړي چاپېريال کې چې خلګ و اوسيږي بيا يې خيال دا وي چې د دې ها خوا هيڅ نشته. پاکستان کې پښتانه استعمار په زور نيولي، ځپلي او ځورولي دي. د شپږو لسيزو غلامي د دوی فکر هم داسي جوړ کړ چې بې زوره هيڅ نشي کيدلی. ځکه د تشدد روحيې او رويې په ټولنه کې ځای و نيولی.
د غلام قام پوهاند د بادار قام کلتور خپل کړي. د بل وطن بوټي پخپل وطن کې نهال کړي او بيا ورته ژاړي چې ونه ترې جوړه نه شوه. ټوله فکري سرمايه يې د پردئيو افکار وي. (دلته بايد په پام کې و ساتو چې د نورو قامونو د فکري او کلتوري پانګي څخه استفاده نه کول بې عقلي ده. خو دا استفادہ باید په داسي ډول وي چې د خپل قام په معروض کې و څېړل شي. د کار شيان/څيزونه ورڅخه واخيستل شي او نور و هغه وخت ته پاتې شي چې يو قام په ذهني، سياسي، ټولنيز او کلتوري کچه د تخليق کولو قام سره يوبرابر شي).
د کلتوري غلامي دا پروسه بادار قامونه په ډېره هوښيارۍ په مخ وړي. اول؛ قام په فکري توګه مرعوب کړي. دويم؛ په خيراتونو، انعامونو د مقاومت روحيه ختمه کړي. دريم؛ د قام تاريخ کې داسي لاسوهني وکړي چې غلام قام د خپل پخوا (ماضي) څخه بېل کړي، اتلان ورته غندي. نوي اتلان ور و پېژني.
په داسي حالاتو کې “پوهاند” چې د قام دماغ وي، هڅه پېل کړي چې خپل کلتور راژوندی کړي. خو دومره وخت تېر شوی وي چې کوم ټکي چې کاروي هغه د بادار قام څخه مستعار وي. کوم افکار، مفکورې او متلونه چې کاروي هغه د ده د خپل قام نه وي. ځکه په قام کې د مقاومت روحيه را ژوندۍ کولو کې ورته ستړي ګوري. ډېر له دې ستړي زيار څخه لاس په سر شي. څه پوهان بيا دا مبارزه په مستقيم ډول په مخ بيايي. د استعماري نيواکګرو څخه په پوره ډول ځان خلاسول Decolonization څه آسانه کار نه دی. دښمن چې ولاړ هم شي، د فرانز فېنن په وينا، شاته وراسته جراثيم پرېږدي. دا جراثيم استثمار ټينګ کړي او داسي د اولس د پراخو پرګنو په ژوند کې څه اساسي بدلون رانشي.s