fbpx
مقالې

ورک شوي کلیوال 

لیکوال افغان جرګه
لیکوال: بریال سپرلئ
په یو کلې کښې یو ډیر د سیالانو سیال سړي اوسیدو. دومره سیال چې د ایساب، ژبو او انسانیت په علومو کښې به یی کلیوالو ته زده کړې ورکولي. له بده مرغه څه داسې نآشنا چل ورسره اوشو چې خپل ځان ترینه هیر شو هو ورته یو خبره یاده وه او ویل به یی چې زه ډیر پخوانئ یم زما عمر په زرګونو کالونو پروت دي. یو کلیوال ورته و ویل چې زمونږ نیکه راته ویلې دې چې زما یو ورور ورک شوي دي او د هغه رور خوبئ د نیکه نه راپاتی شوي کتاب کښې لیکلی شوي دې او هغه ټولی خوبئ په ته کښې شته دې نو ځکه ته زمونږه رور کیږي، دئ ورته و ویل ښه نو وم به چې ته وایی. په دي مابین کښې یو بل کلیوال ورته وایی چې ته زما رور یی هو بس زما په دین راشه . په دین هو یی شو هو داسې سر پيرئ شو چې لا د خپل ځانه ورک شو او سم لکه مجنون شو. یو بل شاطر کلیوال ده هر سه کتل او ورته وایی چې زما سره رازه، زه به در له ډوډئ، کالې او کور بندوبست وکړم ستونزي به در ختم کړم هو ډوډئ، کالې او کور په لالچ کښې یی ډوډئ هو پریده هغه شته کور او کالو نه هم لاس و وینزل. ده سړئ به څنګه بیا د سیالو سیال جوړ شې؟ ده سړئ به څنګه له خپل ځانه د لیوانې او مجنون تور لري کړې؟ ده سړئ به څنګه خپل ډوډئ، کالې او کور بندوبست په سمه توګه وکړې؟
که د خپل ځان په لټون شې او خپل ځان وپیژنې بیا به د کلیوالو د ملنډو نه خلاصئ و مومې..