fbpx
پښتیان مقالې

مصنوعي متفکر

لیکوال پښتیان
يو څو مياشتې لومړي د امريکا د دفاع پخواني وزير رابرټ ګېټس پخپل کتاب کې دا ومنله چې د افغانستان د ولسمشرۍ په تېرو ټولټاکنو کې د امرېکې متحده ايالاتو بشپړه هڅه وکړه چې ولسمشر حامد کرزی له ارګه وباسي. د دې لپاره متحده ايالات د يو داسې کس په لټه کښې وو چې په هيواد کې د ولس ملاتړ ولري او د حامد کرزي له ارګه په ايستلو کې مرستندويه وخېږي. متحده ايالاتو هغه وخت ډاکټر صېب عبدالله عبدالله د دې کار لپاره غوره وګڼلئ. د ټولو هڅو باوجود متحده ايالات په دې و نه توانېدل چې د ولسمشر کرزي مخه ونيسي او کرزی يو ځل بيا ولسمشر سو او د څلورو نورو کالو لپاره يې د متحده ايالاتو د هغو شومو موخو لاره ونيوله د کومو لپاره چې دوئ افغانستان لوټې لوټې کړ، مجاهدين او تاليبان يې جوړ کړل او بيا وروستو دوئ ورپسې راغلل.
د سږ کال د ولسمشرۍ ټاکنې د 2009 د ولسمشرۍ تر ټاکنو ډېر مهيمې دي. د دې لامل له متحده ايالاتو سره امنيتي تړون دئ. متحده ايالات چې په هر ډول وي په افغانستان کښې يو عسکري بېس غواړي. بل لوري ته حامد کرزی د تړون په بدل کې په هيواد کښې امنيت غواړي او په دې باوري دئ چې د افغانستان امنيت په بشپړه توګه د متحده ايالاتو په لاس کې دئ او که سپېنه ماڼۍ وغواړي افغانستان يو پرامنه هيواد جوړېدای سي. متاسفانه د متحده ايالاتو ګټې د افغانستان په ناامني او تاوتريخوالي کې پټې دي او دوئ غواړي چې د ناامنۍ او تاوتريخوالي په پېلمه په افغانستان کې يو عسکري بېس ولري او له هم دې بېس څخه د سيمې په اړه خپله تګلاره عملي کړي. دا هغه وخت شونی کېدآيسي چې کله امنيتي تړون لاسليک شي او د امنيتي تړون لاسليکېدل تر هغه مهال امکان نه لري تر څو چې حامدکرزی ليا د حامد کرزي له فکر سره همغږی کس په ارګ کې ناست وي. همدا يې لامل دئ چې متحده ايالاتو هم د تېر ځل په ټولټاکنو کې او هم د سږ کال د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې دا بشپړه هڅه کوي چې په ارګ کې يو داسې کس ناست وي چې د دوئ د شومو تګلارو مخه و نه نيسي. دا ځل پر ځای د دې چې پر يو غلطه اسپه شرط ولګوي Bet a wrong horse متحده ايالاتو د اشرف غني احمدزي په شکل کې د يو مصنوعي سياستدان د ايجاودولو Inventing an artificial politician لاره غوره کړه. په لومړي ګام کې يې په رسنيو کې په ګړجن ډول اشرف غني د نړۍ دوم متفکر و نومولئ، وروستو يې په دوم ګام کې په هيواد کښې خپلې ټولې پټې او ښکاره اثاثې د اشرف غني د بريالي کېدو لپاره په لاره واچولې او تس په څو اونيو کې هغه اشرف غني چې د 2004 په ټاکنو کې د پارليمان عادي چوکۍ ترلاسه کولو کې پاته راغلئ او د 2009 په ټاکنو کې يې د ولسمشرۍ لپاره نوماندو څلور واړه کانديدانو کې تر ټولو لږ رايې واخيستې، تس په څو اونيو کې د هيواد تر ټولو مقبوله (!) کس جوړ سو. د نوموړي د مقبوليت (!) لاملونه قابليت، صلاحيت، پوه، مسلکيتوب او ايمانداري يادېږي. دلته تپوسونه دا راټوکېږي:
1. ايا قدرمن اشرف غني د قابليت، صلاحيت، پوهې، مسلکيتوب او ايماندارۍ ټولې ځانګړتياوې له 2009 څخه وروستو تر لاسه کړې او که يې لومړي هم درلودې؟؟ د 2009 په ټولټاکنو کې ولې افغان ولس د اشرف غني له دې اسماني ځانګړتياوو ناخبره وو؟؟ ايا داسې خو نه ده چې هغه وخت سي ای اې او ايم ای سيکس د اشرف غني پر ځای پر ډاکټر صېب عبدالله عبدالله لاس ايښئ وو؟؟

2. د افغانستان ستونځه کله د ولسمشر د مسلکيتوب ليا نه مسلکيتوب ده؟؟ له تېرو دوه سوو کالو څخه افغانان له استعماري قوتو (پرنګی استعمار او اوس امريکن استعمار) سره مخ دي. بايد موږ ځان په دې پوه کړو چې يو ډېر زورور ځواک لګيا دئ زموږ پام له رښتېنو ستونځو څخه د دروغځنو ستونځو پر لوري اړول غواړي. دا قوتونه لګيا دي د افغان ولس پام د تاليب په شکل کې له امريکايي استعماري لوبې څخه د هيواد د اداري فساد پر لور واړوي. اشرف غني د دې لوبې يو ستره مهره ده.

3. نه پوهېږم چې يو شمېر خلګ ولې دا فکر کوي چې د نړۍ ټول علمونه قدرمن اشرف غني کړي دي دا نوره ټوله نړۍ جاهلا، تمبله، ناپوهه او نالوستې ده؟؟ شايد ډېر خلګ به ناخبره وي چې په موجوده افغان دولت کې يو شمېر داسې چارواکي (لکه ډاکټر صېب سپانتا او ډاکټر صېب عمر زاخيلوال) شته چې اشرف غني ته پنځه کاله درس ورښودلای سي. که د افغان ستونځه په مسلکيتوب هوارېدائ بايد دا وخت افغانستان يو پرامنه هيواد وای. نور خو هسې پرېږده قدرمن اشرف غني هم په افغان دولت کې وظيفه ترسره کړې ده، که مسليکيتوب زموږ د ستونځې حل وای بايد د اشرف غني د وزارت په وخت کې امنيت راغلی وای.

رښتيا خبره دا ده چې د اشرف غني په شکل کې امريکي استعمار ته هغه مهره په لاس ورغلې ده د کومې لپاره چې دوئ تېر څلور کاله انتظار وکړ. په لومړي ګام کې د امريکې پلان دا دئ چې په هر ډول وي د کرزي د فکر مخنوی وکړي او هر هغه کس له ارګ لرې وساتي کوم چې د کرزي له فکر سره همغږي وي لکه ډاکټر صېب زلمی رسول. امريکا غواړي چې په افغانستان کې تاوتريخوالی، چاودنې، مرګونه او غمونه روان وي او د دې پر سر دوئ د سيمې له نورو هيوادو لکه چين او روسيې سره خپله لوبه جاري وساتي. که په ارګ کښې کرزی ليا د کرزي د فکر کس ناست وي، دا به د امريکې لپاره ستونځمنه وي چې خپله تګلاره پر وړاندې بوزلي. د دوئ داسې کس په کار دئ چې مصنوعي مفکر، معمور طبيعته او له سياسي اړخه ړوند وي. اشرف غني د دې کار لپاره تر ټوله غوره شخصيت دئ.
بايد لږ روڼا د قدرمن اشرف غني پر شخصيت او فکر واچول سي.
1. دوستم د مرستيال په توګه ټاکل
د پخواني توپکسالار جنرال دوستم د لومړي مرستيال په توګه ټاکل د قدرمن اشرف غني نه خوښه وه او نه دا د ده خپله پرېکړه وه. نوموړي دوستم د امريکا په لارښوونه خپل مرستيال وټاکلئ. دوستم د افغانستان د جګړې د تورې دورې تر ټولو بدنامه، ظالم او ستر جنګي جنايتکاره پاته سوئ دئ. اشرف غني دا دعوه کوي چې دی به د هرډول بې ايمانۍ، ټګۍ، اداري فساد او نورو ناخوالو په ضد کلک ګامونه واخلي. نه پوهېږم چې دا کار به قدرمن متفکر صېب له کومه ځايه پيل کوي؟؟ ايا د دې کار د پيل لپاره به تر ټوله غوره کس دوستم نه وي؟؟؟ د دوستم رنګه کس د ولسمشر په څنګ کښې د ناستې په وخت کې به افغان ولس له اشرف غني څخه د ورکړل سويو ژمنو هيله وکړي…؟؟ حالت دا دئ چې اشرف غني د دوستم په ملګرتيا دومره شرمېږي چې د خپل کمپاين ډېرو غونډو تې له ځان سره نه بوتلئ. دوستم په اصل کې په شمال کې د متحده ايالاتو تر ټولو غټ اېجنټ دئ. متحده ايالات به په راتلونکي کې له دوستم څخه کوم کار واخلي دا په پام کښې نيول ډېر اړين دي. په تېره په داسې صورت کښې چې (!) ولسمشر (اشرف غني) په يو ټوټه معده ژوندی او کله کله د هايپوګلايسيمک hypoglycemic دورو له کبله د ليونتوب تر بريده لاړ سي. دوستم هغه کس دئ چې تس يو کال لومړي يې په شمال کښې د امريکايانو په لمسون د چين د تېلو پر شرکت بريد وکړ او يو شمېر چارواکي يې وتښتول او ولسمشر حامدکرزی دې ته اړ سو چې د دوستم د ګرفتارۍ امر جاري کړي. ايا د تېلو پر دې شرکت بريد د هيواد پر اقتصاد بريد نه دئ؟؟ ايا يو داسې کس چې د پرېديو په لمسون د هيواد ګټو ته زيان رسوي چې ارګ ته ورسېږي کوم ګلونه به نه وکري؟؟ ايا موږ داسې يو کس ته متفکر ويلای سو چې خپل لومړی مرستيال ستر جنايتکار، په اداري فساد کې ښکېل او د خپل هيواد و دښمني تې ملا تړلې وي، وټاکي؟؟

2. د نړيوال بانک معموريت
نړيوال بانک د نړيوالو استعماري هيوادو د لوټمار، ټګيو او بدمعاشيو يو ستره آله ده. د دې بانک معمورين په اصل کې د استعماري هيوادو دلالان وي چې د ټګۍ او بې ايمانۍ له لارې غريب او د پوهې له کچې ټېټ هيوادونه و استعماري هيوادو ته له اقتصادي اړخه غلامان کوي. قدرمن اشرف غني د خپل ورکړل سوي معموريت سره سم په ډېر وياړ سره د يو کتاب په شکل کې و استعماري هيوادو ته د غرېبو او بې وزلو هيوادو له اقتصادي اړخه مستعمره کولو ډېرې ښکلې لارې ښودلې دي. له دې سره سره د شلمې پېړۍ په پای کې د نړيوالو سامراجيانو د درو هيوادو (چين، روس او هند) و لوتمار ته سخت پر پښتورګو دړد و، د دې لپاره يې په دې هيوادو کې خپل خاص خاص اېجنټس ټاکل. اشرف غني په هغو خاص خاص ايجنټس کښې يو دئ چې په دې درې واړو هيوادو کښې يې دنده تر سره کړې ده.

3. ملي اردو اسلامي کوي
د ټاکنو په يو مناظره کښې ښاغلي غني وويل چې که ولسمشر سي نو به د افغانستان ملي اردو اسلامي کړي. سوال دا دئ چې د افغانستان ملي اردو – غير اسلامي – ده؟؟ که چېرته اشرف غني دا فکر کوي چې هو غير اسلامي ده، بيا خو پر ملي اردو د تاليبانو بريدونه بلکل صحيح او جايز دي. چې د هيواد ولسمشرۍ ته کانديد يو متفکر انسان د هيواد ملي اردو غير اسلامي ګڼي نو بيا خو تاليب بلکل نه دئ غلط؟؟؟ بل د اشرف غني او د اسلام يې سره څه؟؟ ايا ښه به دا نه وي چې اشرف غني د اسلام تبليغ لومړي له خپله کوره او ټبره پيل کړي؟؟ زه فکر نه کوم چې يو متفکر دي دومره ټېټ او بې ځايه فکر ولري.

4. امريکا د افغانستان په ستونځو کې لاس نه لري
اشرف غني و يو خارجي رسنۍ ته په خپله يو مرکه کې وويل چې د افغانستان په ستونځو کې د امريکې لاس نسته. نه پوهېږم چې متفکر صېب ناپوهه دئ که خامخا د افغان ولس پر سترګو لاس ورنيسي؟؟؟ ايا دا رښتيا نه دي چې د افغان ولس د ننني حالت تر ټولو ستر لامل – افغان جهاد – دئ؟؟ افغان جهاد د چا پروژه وه؟؟؟ نن چې افغان ولس له کوم مذهبي ليوتوب سره مخامخ دي ايا دا په اتيايمه لسيزه کې د سي ای اې لوبه نه وه؟؟ متفکر صېب موږ ته دا باور راکولای سي چې د امريکې او برتانيې له مرضۍ بغير دي پنجابی دومره غښتلی وي چې تاليبان دي ساتي، بيا دې روزي بيا دې افغانستان ته د ترهګرۍ لپاره رالېږي؟؟؟ تر خپله رايه ورکولو لومړي بايد افغان ولس د متفکر صېب دې فکر ته پام وکړي.

5. افغان ځوانان خارج ته لېږم
په يو مناظره کښې اشرف غني د خپل اقتصاد پلان څه په دې ډول وړاندې کړ چې دئ که ولسمشر سو نو به په لکونو افغان ځوانان د کار لپاره خارج ته ولېږي. دا خبره که ګل اغا شېرزي کړې وای شايد کومه مسله به نه وه، ولې چې د غريب پوهه او سواد هم دومره دئ. زه دې ته ګوته به غاښ يم چې دا څنګه متفکر او اقتصاد پوه دئ چې دئ د يو هيواد د اقتصاد لپاره دومره کمزوری پلان لري؟؟ د نوموړي په اړه چې د متفکرۍ کوم ډول ډنګېږي بايد ده د افغانستان د مځکنيو خزانو او د انرژۍ د بې پايه سرچينو د پرمختګ او له هغو څخه د ګټې اخيستلو کوم پلان وړاندې کړئ وای. متفکر اقتصاد پوه صېب بايد د برېښنا لپاره د بندو د جوړېدو او د اوږدو هوارو پرتو مځکو د کروندې لپاره يې کوم پلان وړاندې کړئ وای، د افغانستان يو ښار يې د کمپيوټر د پوهېIT CITY، بل يې د مځکنيو خزانو د پوهې، بل يې د زراعت او بل يې د لايو سټاک د مرکزونه د ګرزېدو پلان وړاندې کړئ وای. ايا متفکر صېب د هلمند د نايابه خاورې Rare Earth له شتون څخه خبر دئ که نه؟؟ ايا د نايابه خاورې دا خزانې د افغانستان لپاره د سعودي عرب د تېلو برابرې نه دي.؟؟؟ متفکر صېب د دې خزانو د را ايستلو او له دې څخه د ګټه اخيستلو خبره ولې نه کوي؟؟؟ داسې خو نه ده چې افغان ځوانان له هيواده دباندې ولېږي او دا خزانې و نورو هيوادو ته سپاري ؟؟؟

6. د جېمز کارويل ټاکل
متفکر صېب د 2009 په ټولټاکنو کښې د نامتو امريکايې James Carville خدمات واخيستل. کارويل هغه کس دئ چې د يو شمېر نامتو امريکايې او اسرايلي ولسمشرانو کمپاين يې پرمخ بيولئ وو. کارويل د دې کار ډېرې زياته پيسې اخلي خو نه پوهېږم چې پر قدرمن اشرف غني ولې دومره مهربانه وو چې په مفته يې کمپاين ورته وکړ. د پام خبره دا ده چې د يو داسې کس د ځان د کمپاين لپاره ټاکل چې هغه نه له افغانستان سره بلد وي، نه د افغان ولس سره. نه پوهېږم چې متفکر صېب ته دا مشوره چا ورکړې وه چې که د هلمند له توخيو، د ننګرهار له شينواريو او له وردګو رايه د جېمز کارويل په وينا اخيستل کېدايسي؟؟ که چا مشوره نه وي ورکړې او متفکر صېب دا کار پخپله کړئ وي، نو زما يې پر داسې بې ځايه او بې متلبه متفکري کلک اعتراز دئ. د داسې کار هيله خو مجال دئ که له ګل اغا څخه هم څوک وساتي متفکر خو هسې پرېږده…!!
لنډه يې دا چې لوبه ډېره ساده ده، امريکايان غواړي چې افغان ولس سربدله کړي، له رښتينو ستونځو څخه يې پام واړوي او په دروغځنو خبرو يې وغولوي. اصل خبره دا ده چې امير دوست محمد خان چې له نن څخه شاوخوا دوه سوه کاله لومړي کومه جګړه پيل کړې وه، هغه نن هم په هغه شکل کښې روانه ده تس مخالفه لوبغاړی بدل سوي دي. امير دوست محمد خان، امير شيرعلي خان، امير يعقوب خان، امير عبدالرحمان خان، وروستو اميرامان الله خان چې له کومو حالاتو سره مخ وو نن حامدکرزی له هغو حالاتو سره مخ دئ. لکه پيرنګي چې امير دوست محمد خان په شاه شجاع بدل کړ او امير امان الله خان يې د سقاو په زوی هم دا ډول امريکا د حامد کرزي فکر له ارګه ايستل غواړي او دا ځل يې لاره د توپک نه بلکه د رايې ده. هغه هم د افغان ولس خپله رايه. دا پريکړه اوس د افغان ولس په لاس کې ده چې دوئ د خپلې رايې په بدل کښې ځانته غلامي خوښوي او که خپلواکي.