fbpx
ساهو برلاس مقالې

په نړۍ کې يواځې شوی پاکستان

لیکوال ساهو برلاس
د قامونو په سيالۍ کې يواځې هغه قامونه پاتې کيږي چې د نورو قامونو د خپلواکی قدر کوي، د ګاونډيو هيوادونو سره ښې اړيکي ساتي، خپله جغرافيه د سيمي د هيوادونو تر ميان د تجارت، ورورولی، سوکالۍ او پرمختګ د فيکتور په حيث و کاروي، خپل اقتصاد، پانګه او علم پر مخ بيايي او ځان له هومره ګټه ګوري چې څومره يې حق وي.
پاکستان په دې کچه پاتې راغلی دی. د ګاونډيو هيوادونو سره يې اړيکي خرابي دي. د هند سره نه د ډغري دي نه د لاسوهني. خپلي هڅي يې وکړې. د کشمير د جهاد په نامه يې سيمه په اور کې ساتل. اوس د هغه برمه هم پرېوتۍ. د هند سره د ښه اړيکو د ټينګار هڅه کوي خو د دې تر شا هم خواخوږي نه د وخت د تېرولو هڅه ده چې د افغانستان سره پولي يې لږ په کلاره شي نو بيا به پام هند ته اړوي. د هند ورباندي باور نشته. پاکستان دا تورونه هم لګوي چې په بلوچستان کې د بلوڅو د خپلواکۍ د مبارزې شا ته هم هند ولاړ دی. د هند سره تاو تريخوالي نه يواځي په نړۍ کې د سياست په ډګر کې پاکستان ته ستر زيانونه اړولي، اوس خو د لوبو په ميدان کې هم پاکستان د هند تر لاس لاندي راغلی.
د پاکستان بل ګاونډی ايران دی. دوی به په اسلامي ورورولي يادولی. بيا يې جند الله ورته جوړ کړ. په ايران کې يې په پرله پسې ډول لاسوهنه پېل کړه. اوس د شام په حقله، د سعودي د ډالرو په بيه يې ځان بيا خرڅ کړۍ چې د ايران ورڅخه نور هم کرکه زياته شوه. د ګاز پروژه يې د امريکا په فشار پرېښوده. د ايران ورباندي باور بېخي ختم شو.
د دوی خوږ ملګری چين دی چې دوی يې په دوستي وياړي. د چين سيمه شين ژانګ کې د ترهګر بريدونو هر پل پاکستان ته ودرېدۍ. که څه هم چين په سيمه کې خپلي استعماري موخي لري او پاکستان د دې اهدافو لپاره د يو آله په حيث کاروي خو د يو ښه ماشين په تور پاکستان د دې استعمار په لاس کې هم خپل باور بايللې دی.
پاتې شو افغانستان، افغانستان سره يې اړېکي بېخي په دې ډول دي چې لا به افغانستان له منځه وړي لا به دوی له منځه ځي. دوی هم په دې منځ کې بله لار نه ويني، افغانان هم اوس باوري دي چې دواړه د ښه ګاوڼدي هيوادونو په حيث ژوند نه شي کولی. لامل يې د ډيورنډ توره کرښه ده. که اوس په منځ کې څه د سولي، ورورولۍ خبري کيږي نو هم د دې لپاره چې دواړه هيوادونه د ښه وخت په تمه ناست دي. افغانستان چې د ۹/۱۱ پس په څومره چيټکي وده وکړه، ملي اردو غوندي پياوړې اردو يې جوړه کړه، اقتصاد يې ښه شو، ادارې يې جوړي شوې او تر ټولو ښه دا چې پنجاب يې په حيث د يو دښمن و پېژندلی او د پنجاب لاس پوڅي طالبان يې و پېژندل، دا ټول پاکستان وارختا کړی دی. که څه هم د پاکستان اميدونه اوس هم په طالبانو پوري تړلي دي خو اوس د دوی څه پوهان يې هم مني چې د طالبانو بيا واک تر لاسه کول هيڅ امکان نه لري.
په افغانستان کې د طالبانو ترهګر عمليات کم شوي دي، خو چې بيا هم کومه پېښه و شي نړۍ طالب نه، پاکستان تورن کړي. داسي هر ه پېښه د پاکستان ترهګره څېره نړۍ ته څرګنده کړي او پاکستان نور هم په نړۍ کې يواځې شي.
د هند د پاکستان مزکي او د افغانستان د کراچۍ او ګوادر بندر ته اړتيا وه، اوس هم ده، خو د چاه بهار بندر د دوی ډېري اړتياوي پوره کړي دي. کيدی شي په راتلونکي کې پاکستان په دې حقله د ډېر فشار لاندي راشي.
د نړيوالو ځواکونو د پاکستان د مزکي د لاري اړتيا وه. خو د ۲۰۱۴ پس به دا اړتيا کمه شي ورسره به د پاکستان اهميت هم ټيټ شي. کيدی شي پاکستان ته هومره د ډالر مرسته هم ورنکړي. دا به د پاکستان په ځکندن پروت اقتصاد ځانمرګې کړي.
ورځ په ورځ، پاکستان يواځې کيږي. موږ يې بايد په ډېر پام سره جاج واخلو. يو له دې کبله چې افغانستان په جوړېدو دی. افغانستان به خپله خارجه تګلاره د نورو تر اغېز لاندي نه راوړي لکه د کريميا په حقله د اولس مشر د ستايني وړ دريځ.
بل په دې چې د پاکستان د کړکېچونو نه ګټه پورته کړو.