دفلسفی د ضدینوقانون د کشرونو تر منځ جدل ته یو ساینسی بڼه ورکړی ده چې په ترڅ کی یه ټول کشرونه یو پر بل په بشپړه توګه بیل بیل تیریږی او د دوی د نس څخه یو نوی حرکت منځ ته راځی. دا خوزښت د تیرشوی کشر ځانګیړنی له منځه وړی او په بدل کی نوښت ته لاره هواروی. دا یو ساینسی عمل دی چې په ټوله ټولنه کی د مکان او زمان سره سم بشپړتیا ته ځان رسوی. او بیا له یو نوی کشر څخه پیل کویدا عمل په هره ټولنه کی پرله پسی روان وی. د ټولنیز ساینس په رڼا کی دا را په ګوته کیږی چې دا خوزښت مادی بنسټونه لری چی د هری ټولنی په ورځنیو چارو کی پوره رول لری. خو ددی حقایقو په رڼا کی موږ دا هم وینو چې انسان په خپل ژوند کی تل د بدلون څخه ویره لری او تیار نه وی چې عادی ژوند دی یه بله بڼه ومومی. او دا په خپله ددی تضاد برخه ده چې د ده په ژوند ژوره اغیزه اچوی او بدلون ته یې تیاروی. انسانان ډیرځلی روایتی پاته کیږېدبیلګی په توګه انسانان نه غواړی چې د ټولنی، کورنیو، قبیلو او سیمی رسم رواج او روایات پریږدی او د یو مستقیل حقیقت په توګه یې عملی کوی. دا روایات یې په مذهبی او کلتوری عقیده اوښتی وی. د نړۍ تاریخ له داسی پیښو ډک ولاړ دی چې انسانان د بدلون په مخ کی خنډ شوی دی او تل یی نوښت د کفر په مانا اړولی دی.د یونان له تاریخی تمدن څخه نیولی تر نن پوری په انسانی ټولنه کی دا خاصیت شتون لری. له بدلون څخه هر څوک ویره لری خوپه ننی عصر کی زموږ اسلامی ټولنه په دی هکله تر ټولو احساسه ټولنه معلومیږی او خپل تصورات په خطر کی احساسوی او دا یو اټل حقیقت دی. مسلمانی ټولنه په کلی توګه د خپل بیل شناخت ساتلو لپاره په نړی کی د چټکو بدلونونو سره لاس او ګریوان ده مسلمانان په خپلو کی په دو برخو ویښلی دی بنسټپالی او روڼاندی دا تضاد د داخلی او باندنیو اغیزو نتیجه ده. په نړۍ کی په چټکی سره د ټکنالوژی او ساینس په ډګرکی مخ په وده روان غیر اسلامی هیوادونو مسلمانی مستقیلی مفکری ته جدی ګواښ پیښ کړی دی. په داسی وخت کی له دی تذبذب سره مخامخ دی چې څنګه کولی شی چې د غیر مذهبی نړی ټکنالوژی وکاروی او دساینسی علوموڅخه ییګټهواخلی او د اقتصاد چټکی ودی خو یه له روانی مشکل سره مخامخ کړی دی ان چی د ډوډی تر بیی ټاکلو پوری په هر څه کی د پر مخ تللی غیر مذهبی نړۍ لاس دی. په داسی حالت کی د خپل بیل شناخت قضیه د مسلمانانو لپاره یوه لویه ستونزه بلل کیږی.(مسلمانان خپله بیله مذهبی بڼه لری چې ددوی خوی او رویه دوی د نوری نړۍ له انسانانو څخه بیل ساتی. دا مذهب د روانی ستونزو یوه ټولګه ده چې د نړۍ په هر کونج کی دوی ځان ته بیله بڼه عادت او رویه د دوی په ذاتی اړیکو کی اغیزه لری او همدا روایات د نوری نړۍ له انسانانو سره د دوی په پیژندلوکی مرسته کوی) که له یو خوا په هر څه کی نوښت را منځته کیږي ټکنالوژی وده کوی ساینسی څیړنی د تیرشوو تمدونونو او عقیدو حقایق را برسیره کوی نو له بل اړخه په مسلمانانو کی د بیل شناخت قایم ساتلو ویره زیاتیږی چې د یوي ناروغۍ بڼه خپلوی. خو وخت اوتاریخ خپل سفر کوی. په داسی حالت کی هر انسان ته دوی لاری پاته کیږی یا خو به حقایقو ته غاړه ږدی او د وخت سره به خپل خوی خاصیت بدلوی او د تیرشوو روایاتو ځای به نوو روایتو ته خالی کوی چې دا عمل د انسان سره په نوښت مثبت بدلون او پر مختګ کی مرسته کوی یو نوی کلتور او تمدن زیږوی چې په هغه کی انسان دخپلی هوسایی لپاره له نوی ټکنالوژی او پوهی څخه ګټه پورته کوی.دا بدلون د یو نوی سوچ او فکر بنسټ ږدی چې د انسان شخصی ازادی ټولنیز یوالی او صنفی برابری منلوته لاره هواروی. د نړۍ تاریخ د داسی ټولنو د بریالیتوب شاهید دی چې د بدلونونو سره یې ګډ مزل کړی دی. او دی نوښت دوی ته تر نورو ټولنو دکلتوری او تمدنی لوړتیا ویاړ ور بښلی دی.او دومه ټولنه هغه څوک دی چې دبدلون انسانی برابری او شخصی ازادی په مخ کی خنډ دی دا ټولنه روایتی او د جمود ښکار ده د غیر انسانی روایتو پالونکی د انسانی تخلیق او پرمختګ څخه کرکه لری دا کرکه هغوی خپله مذهبی دنده ګڼی. او د قدرتی تخلیق په برابر کی یه د باغیتوب او سرغړونی په معنا اخلی. او د انسان په لاره سمیدو لپاره دوی ته دا دنده ورسپارل شوی ده چې ټول انسانان په یو داسی چوکات کی سره راټول کړی چې د هغوی د راتلونکی پریکړی د خپلو انجمادی تصوراتوپه رڼا کی وکړی. د دی کار د عملی کولو لپاره له هم دی ټولګی سره داسی مقدص او لوړو اخلاقو اجازت نامه شتون لری چې دوی ته د دی سپیڅلی دندی ورپه غاړه کولوویاړ وربښی.او دا عمل که څه هم چې د نړۍ په اوږده تاریخ کی د یو شیبی عرضی جمود وی خو دا جمود یو داسی اوږده بربادی او ناورین را منځته کوی چې بیا رغونه یې په لسګونو کلونه وخت اخلی.ددی عمل تر شا دوه فکرونه لوبول کیږی چې دا دواړه د تولنی له ټولنیزی پاتی څخه ګدی ګټی په نظر کی ساتلو لپاره له یو بل سره ملګرتیا کوی او د دی جمود په رڼا کی د ټولنی د فکری ناپوهی په ترڅ کی دا ورپه غاړه کوی چې څنګه باید دا ورسته پاته روایات او تصورات د رښتونی عقیدی په توګهوروپیژندل شی.او هڅه یه دا وی چې د جمود او بی باورۍ فضا روانه وساتی.دا د لوړی طبقی کټی خوندی ګوی چې د هغو سره تر ډیره بریده د مذهبی ګړیو ګټی هم تړلی وی.د نړې تاریخ دا شاهیدی ورکوی چې مذهب د خپل تاریخی رول څخه وروسته تل د لوړی طبقی د ساتلو لپاره کارول شوی دی.له دی سره سره دا هم را په ګوته کوی چېدا د وروسته پاته کشرونو هغه دنده ګرځول کیږی چې دا قوانین د یو فرض په توګه تر سره کړی. هر څه د لوړی او روحانی طبقی له خوا د فکری تشی په ترڅ کی ورباندی تپل کیږی چې تر څو په اسانی سره وکولی شی د دوی له دی نیمګړتیا څخه اقتصادی او انفرادی ګټی تر لاسه کړی. جمود او ویره د انسانانو په ژوند کی داسی ناروغی په څیر دی چې درمل یې یواځی هم هغه انسانان په خپله تیارولی شی چې په هم دی ناروغی اخته وی. او دا هغه شعوری مداخیلت دی چې د جمود ماتولو او ټولنیز بدلون ته لاره هواره وی.