fbpx
ساهو برلاس مقالې

۲۰۱۴: پاکستان، طالبان ـــ خاوري اميدونه

لیکوال ساهو برلاس
چې ۲۰۱۴ رانيږدې کيږي، پاکستان وار ختا کيږي. د دې لاملونه دوه دي
۱. اولس په پراخه توګه د اولس مشرۍ په ټاکنو کې برخه اخيستلو ته چمتو دي. لوی اولسي غونډي کيږي چې له يوې خوا د اولس له ويري څخه نه ويرېدونکې لامل ښائي بلې خوا ته د اولس سياسي شعور ته هم لارښودنه کوي. پاکستان خپلي هڅې وکړې چې دا ټاکني ناکاميابه کړي. خلګ په طالب و ويروي، ځانمرګي برېدونه وکړي او داسي د پاکستان رول نړۍ ته وښائي خو برلاسی نه شو.
۲. افغان ملي اردو نه يواځې دا چې د ترهګرو په ضد چټک عمليات کوي، د نړيوال ځواکونو څخه يې لا په ښه توګه تر سره کوي. استخبارات يې دومره پياوړي دي چې د ترهګرۍ پېښي د پاکستان نه هم لږ شوي دي. او لا مخ په کمېدو دي.

په دې دوه محاذونو د پاتې راتلو پس پاکستان خپل ټول اميدونه په طالبانو پوري تړلي دي. د دوی ګمان دا دی چې د ۲۰۱۴ پس به نړيوال امنيتي ځواکونه ستانه شي او دوی به د طالب په جامه کې په افغان ملي اردو، افغان اولس او افغان ارادو داسي لوبي وکړي لکه د مجاهدينو په وخت کې. خو اوس حالات ډېر بدل دي. او هغه داسي:
۱. نړيوال ځواکونه به په يوه نه يوه صورت د افغان ملي اردو د مرستي لپاره شتون لري. د ډرون له ويري به طالب نه يواځې دا چې يوځای کېدو څخه ويريږي ورسره دا چې د يوه ښار کنټرول به هم تر لاسه نه کړای شي. چې چرته طالبان سره راغونډ شول، ډرون به يې ولي.
۲. د طالبانو غوندي موږ ټول اميدونه په بهرنيو ځواکونو پوري نه دي تړلي. افغانان اوس سوله غواړي، پرمختګ غواړي، د ژوند آسانتياوي غواړي، د انسانانو غوندي ژوند تېرول غواړي او دا د اولس په خپل توان تر سره کېدلی شي د نورو په مرسته نه. افغانان نه يواځې دا چې د ښه ژوند ارمان لري ورسره په عمل کې هم ډېري لاس راوړني لري. لکه غښتلې ملي اردو، ښې ادارې، مخ په وړاندي روان اقتصاد، د زدکړي او روزني ښې ادارې او داسي نور. دا ټول د يو ملت د سياسي، ټولنيز او اقتصاد د استحکام نخښي دي چې لړزول او پرزول يې د طالبانو لپاره له ناممکناتو څخه دي.
۳. د مجاهدينو په وخت کې پاکستان دا ټول ځکه کولی شول چې نړۍ يې تر شا ولاړه وه اوس يواځې عرب ورسره مرسته کوي. د پاکستان خپل داخلي فشار، د انرژي کړکېچ، د اقتصاد ټيټوالی داسي لاملونه دي چې په راتلونکي کې به پاکستان پخپله د استحکام له نيښت سره مخامخ کړي. پاکستان ته به نوره هم ګرانه شي چې په ګاوڼديو هيوادونو کې لاس وهني وکړي.
۴. افغان اولس په دې تېره لسيزه کې په نړۍ کې ښه دوستان پيدا کړل، د نورو هيوادونو پانګه په دې هېواد کې خلګو ته روزګار برابروي او دا هيوادونه غواړي چې په افغناستان کې هم داسي استحکام او امنيت وي چې د دوی ګټي ورسره تړلي دي.
۵. تر ټولو لوی لامل دا دی چې افغان اولس اوس د اسلام په جامه کې تور ابليس پېژني نور ورباندي نه غوليږي. چې کله اولس و دښمن ته پخپلو کليو، کوڅو، سمه او غر کې ځای نه ورکوي دښمن ته ناممکنه ده چې بل هيواد اشغال کړي. تېر دوه نيم زره کاله تاريخ موږ ته هم دا حقيقت په ګوته کوي.